كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: هميم جلالزى،غزنى / نېټه:  04.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
په ((پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې)) کې فلسفي افاقيت ته يوه ځغلنده کتنه

په ((پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې)) کې فلسفي افاقيت ته يوه ځغلنده کتنه:
هميم جلالزى،غزنى
موږ په دغه ليکنه کې تر وسه وسه پورې هڅه کوو چې په پورتني کتاب کې هغه څه ولټوو، چې په اصطلاح فلسفي افاقيت  ورته ويلاى شو.موږ نه غواړو چې ددغه کتا ب په فزيکي او تخنيکي اړخ باندې خبرې وکړو بلکې يواځې مانيزه پانګه او  هنريت او په هغه کې ديو شمېر فلسفي اندونو او
انځورونو څېړنه کوو.
 دغه کتاب دهېواد دځوان او نامتو شاعر علم ګل  سحر وروستۍ خپره شوې شعري ټولګه ده چې دده دتر ټولو وتلې او نامتو شاعرۍ بېلګې په کې خوندي شوېدي.
موږ ډېر ځله په ژوند کې يو شمېر خبرې او اصطلاحګانې لرو چې په غير شعوري ياځان ناخبري ډول  يې کاروو، داتوکې چې کله بيا يوه شاعر ته په لاس ورشي هغه بيا دخپل هنر په مټ ورڅخه دفلسفي اندونو او الواکونو دڅرګندو بېلګو په توګه ټولنې ته وړاندې کوي.
موږ په دغه ليکنه کې دا هڅه نه ده کړې چې دسحر کتاب دکره کتنې په تول وتلو، دا نه ارزو چې په پښتو ادب کې ددغه کتاب خپرېدل څومره پر ځاى او ستره زياتونه ده، دانه ګورو چې نور خپاره شوي کتابونه څومره ارزښتمن و او دسحر دايې پر ارزښت څه ډول زياتونه وشوه،خو دومره ويل اړين بولم چې دتېرو څوکلنو په ترڅ کې زما لاسته راغلى تر ټولو ستر کتاب ((پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې)) ده.
دغه کتاب پر هنري ارزښتونو برسېره  ديوې داسې شاعرۍ  بېلګې له ځانه سره لري، چې سړى يې له مخې پرېکړه کولاى چې پښتو ادبياتو شعري برخه اوس هم روانه ده څو پورې چې ځان دبشپړتابه پړاو ته ورسوي. کېداى شي چې په دې برخه کې يو زيات شمېر کتابونه خپاره شوې وي خو هغه ښکلا او هنريت چې په دغه کتاب کې شتون لري  زموږ ادبيات به يې له ځانه سره کمې بېلګې لري.
ديونان ستر فيلوسوف افلاتون وايې چې انسانان له آره ټول شاعران دي او کله چې دې نړۍ ته راشي نو بيا په دوو برخو ووېشل شي  چې يوه ډله يې دده په وينا ناطق يانې خبرې کوونکي او بله ډله يې صامت يانې ګونګ دي.
دى وايې ناطق انسانان کولاى شي چې خپل احساسات دشعر په ژبه څرګند کړي خو صامت بيا له دې چارې څخه بې برخې دي مګر دده په وينا کله چې ناطق انسانان چې دده موخه دلته شاعران دي ګړېږي نو صامت ياګونګ انسانان هم دا وړتيا لري چې دهغوى له خبرو څخه  خوند واخلي.
خوخبره يواځي دانه ده چې څوک افلاتون دناطق په کټګورۍ کې شامل کړي وي نو هغه دې ټول يو ډول وي، ددغو خلکو تر منځ هم ژور توپير شتون لري يو شمېر يې داسي دي، کله چې چاته دشعر په ژبه ګړېږي نو نور وګړي خوند ورڅخه اخلي، خو يو شمېر نور يې بيا داسې دي چې يواځي په دې کټګورۍ کې شامل دي خو نور ددې جوګه نه دي چې نور وګړي يې له خبرو څخه خوند واخلي.
له نېکه مرغه په (( پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې)) کې  موږ سحر داسې موندلى دى چې په لومړۍ کټګورۍ راځي ده هغه څه ويلي دي چې هر څوک دلوستونکې په توګه خوند ترې اخيستلاى شي.په پورتني کتاب کې موږ په هنري ارزښتونو سربېره يو عام خيال هم وينو او دغه خيال دانسانيت په چورليځ باندې راچورلي، په دغه خيال کې له انسانيت سره مينه، هغه ته درناوى او دهغه دځاى ځايګي په اړه ډېرڅه وينو.
موږ دميني او انسان په اړه په پخوانيو اسطوروبر سېره  په معاصر ادب کې هم ډېر څه لوستلي دي خو نن چې سحر په کوم انداز کې ورته نغوته کړېده هغه ورسره يو مخيز توپير لري. زموږ ديني روايات دقران کريم پر بنسټ انسان په ځمکه کې دخداى خلېفه ګڼي((اناجعنافى الارض خليفة... الاية))
او په دې توګه دانسان درنښت راته زباتوي، دغه راز انسان دټولو کايناتو تر منځ ښکلى راپېژني ((لقدخلقناالانسان في احسن التقويم... الاية)).
پرديني رواياتو برسېره زموږ دوديز روايات هم دانسان درنښت رازده کوي  او دا کومه نوې خبره  نه ده، خو هغه چې علم ګل سحر يې وايې او موږ ته يې راپېژني هغه بل شى دى.
دانسانيت په وړاندې له ارزښتونو ور ها خوا موږ خنډونه هم وينو، تاسې پوهېږئ چې چابه دبېزوګانو اولاد باله، او اوسني انساني پېر ته يې دهغه دژوند دتکاملي پړاو په سترګه کتل په دې مانا چې انسان لومړى دبېزو نسل وو چې دوخت په تېرېدلو سره يې داوسني انسان بڼه غوره کړه. چابه دځمکې په مخ دنورو ژويو سره ورته باله  او دارزښت په اړه يې هېڅ هم ورته نه درلودل.
ددې تر څنګ ډېر ځله په ډېرو ټولنو کې له هغه سره ديو بل دوديز ژوي په توګه دپېرلو او پېرودلو چال چلند تر سره کېده او داسې نورې ډېرې معاملې دا په زبات رسوي چې انسان له څومره خنډونو سره مخ و، چې دغه خنډونه په ځانګړې توګه دښځو په اړوند لاښه څرګندېدل. له ډېرو پخوانيو زمانو څخه دښځو په اړه داسې يوې انګېرنې شتون درلود چې اياښځه ذې روح ده او کنه؟ او ايا هغې ته کوم عذاب رسېږي  او کنه؟
دې ته ورته نورې بېلګې هم دبشر په تاريخ کې شتون لري. خو دسحر په کتاب کې له انسانيت سره دفوق العاده مينې بېلګې وينو، ده هغه څه ويلي دي چې راښتيا هم دانسانيت دمعراج دزبات لپاره بسنه کوي.
دوى حيران دي چې په تا ولي مين يم
داخوځکه چې انسان راباندې ګران دى
پاس سپوږمۍ.... ٢٩مخ
او لکه په لاندې بيت کې چې دانسان ذاتي شتون اوهستۍ ته ددرنښت سر ټيټوي او ديار په نامه درست انسانيت ته په خطاب کې وايې:
زه دې ښکلا نه ګورم زه دې يم په روح مين
ګوره چې خپه نه شې، ښکلې بې له شکه يې
پاس سپومۍ ده ....٦٨مخ
دلته سحر له ظاهري ښکلا نه يو ګام ور ها خوا ځي، دى يو ځل دانسانيت ښکلا په زبات رسوي او هغه ته وايې چې بې له اړنګه ښکلى يې خو زه دې په روح مين يم . له ديني ارزښتونو  ور ها خوا موږ په دوديز ډول ډېر ځله په هغه څه باندې مينه کووچې محسوس وي. خو داچې له روح سره مينه کول وينو له  دې څخه ښکاري چې سحر څومره لويو ارزښتونو ته په درنښت ټينګار کوي.موږ له ښکلا سره په مينه باندې عادي و خو له روح سره مينه کول له سحره څخه اورو او داموږ ته په زبات رسوي چې له يو شي سره مينه کول دهغه دارزښت شاهدي ورکوي او کنه؟
سحر نه يواځي له روح سره مينه کوي بلکې هومره ژور تللى دى چې دخپلې مينې په مټ دښکلو زړونو او روح ته رسېدلى دى:
داښکلي هسې له موږ مخ اړوي ځان کنجوي
موږ يې په روح موږ يې په زړونو کې لاروغ پاتې يو
پاس سپوږمۍ...٢مخ
موږ ولې مينې ته اړتيا لرو؟
دا داسې يوه پوښتنه ده چې هر چا دخپل اند له مخې ځواب کړې ا و تعريف کړېده، ځينو دانسانيت ددوام لپاره يو اړين شرط مينه بللې ده، ځينو دژوند دداسيې اړتيا په توګه ياده کړې ده چې له نشتوالي څخه يې کېداى شي چې دنړۍ نظام ګډوډ او ړنګ شي.دديني رواياتو پر بنسټ که مينه نه وى نو انسانيت بشپړنه دى، انسانان تل هڅېدلي دي چې په مينه کې ژوند وکړي، يو شمېر نور بيا په دې ګروهه دي چې که په بشر کې دمينې تلوسه شتون ونه لري په ژوند کې به هېڅ خوځښت او خوند نه وي. دوى وايې چې که په ژوند کې دمينې دهڅتابه خاکه نه واى نو د ډېرو وړو ستونزو په وړاندې به انسانانو خپل مقاومت له لاسه ورکړى و او له پښو به لوېدلي و. او دا کار په ټوله کې دبشر د تاريخ دله منځه تللو يو لوى لامل کېداى شواى.دمينې په وړاندې دبشريت تر منځ دکرکې په نوم يو بل مفهوم هم شتون لري چې انسانيت يې له ګواښ سره مخامخ کړ ى دى. سحر ددغو دواړو مفهوموتعريف او لومړي ته دانسانانو اړتيا په لاندې نظم کې په ډېر ښه ډول انځوروي.
درڼاتناب
ته يې سپېڅلې!
ته اروا دمريم
ته لکه پرخه په ګلپاڼو باندې
ته لکه وړانګه پاکه
ته دبلبل اوښکه يې
روح دې منيځلې دزمزم په اوبو
ته يو احساس ته عاطفه يې ګلې!
ته له ګنا پاکه يې
خو دلته هر پلو ګناه ده ګناه
لکه چې ته دلته بې وخته راغلې
لاخو کېنې خورې دي
لاخو کرکې خورې
لا خو دمينې جامې رنګ دي
دګناه په وينو
لا دقابيل- هابل کېسه ده
دهر چاپه ژبه
اودبلقيس او سليمان مينه
له ټولو هېره
ځمکه فسادنيولې
اسمان کې ورېځې دي دکرکې خورې
لا ديزېد توره
ريبي سرونه
لا خو دهر چا زړه کې کرکه شنه ده                        
 لاخو دهر چا زړه کې بل دانتقام اورونه
لا خو په مينه هېڅوک نه پوهېږي
نو دامنې راسره؟
چې ته بې وخته راغلې
دې دنفرت نړۍ ته
ته چې دچا زړه کې کينه وويني
 داستا په سترګو کې دوېر فصل
راوټوکېږي
تاته دزور او زرو سترګې اوړي
ته دقارون، ته دپاچا، ته دجابر
له څنګه تېره شې
موسکۍ شې وايې
عجب ساده خلک دي
دومره په زور او زر مغرور ولې دي؟
ته دسندرو سېپارې
په مينه مينه لولې
ته لکه زه په يوه ورکه پسې ستړې ښکارې
مينه، مينه، مينه!
اوه، نه پوهېږم
ښايې داهم ستړې وي
ښآيې چې مينه هم
تيارو کې سر ګردانه ګرځي
ديوه زړه په لټه
داسې يو زړه چې کرکه نه پېژني
چېرې بۀ وي؟
نه پوهېږم، نه پوهېږم
××××
ته يې سپېڅلې!
ته اروا دمريم
ته يوه پاکه فرښته يې ګلې!
ګوره ابلېس مينې ته خاورې شيندي
دفرښتو دلارښوونې
خوب يې بيالېدلى
ابليس دمينې دښمن
فرښتې! تاته وايم
له خپلو شونډو
دولا حولو توري مه غورځوه
ابليس لباس دى
کله-کله په بدل لباس کې
راشي دکرکې اوګناه تخمونه وشيندي، ځي
په لباسي خندايې مه غولېږه
چې ولاحولو درنه هېره نه شي
ايت دمينې تل پر ځان چوف کوه
ابليس په سپين لباس کې راشي
فرښتو ته لارښوونه کوي
ابليس دمار زهر
دمينې په پيالو کې راوړي
نو
فرښتې تاته وايم
اعوذبالله او ولاحولو
تل پر شونډو لره
×××××
ته يې سپېڅلې!
 ته اروا دمريم
ته يې دنور لارښوده
زه دي چې سترګوته په ځير ګورمه
ما خپل ارمان ورک کړى
زه دې په ښکلو شرابي سترګو کې
درڼا لارې ګورم
او
زما دعقل بېړۍ
داستا دښکلو سترګو
دسمندر په توپاني څپو کې
 غرقه ښکاري
او زه تيارو کې بندي
په تروږمۍ کې
له برهوت څخه فرياد کومه
ته په وړانګينو لاسو
دا درڼاتناب راخور کړه
ما در واخله ښکلې
چې دې نفرت-نفرت جهان کې مې
نور زړه تنګ شوى
پاس سپوږمۍ.... ١٩مخ
دسحر شعر له سره تر پايه پورې که څوک ولولي نو درستې انساني ښېګڼې يې نغاړلې او په ټوله کې له مينې څخه ډک دى. سحر انسان دمېنې سېمبول ګڼي  او بدۍ ټولې دده له پنځه (فطرته) سره په ټکر کې ګڼي. موږ ته دلته دفرانسې دنامتو فيلوسوف ژان ژاک روسو يو ه خبره رايادېږي. روسو وايې چې انسان په فطرتي ډول ښۀ پيدا شوى دى  او دطبعي حالت پر بنسټ نه شي کولاى چې بدي وکړي . موږ که دسحر شعر راګورو هم نو ګام په ګام  مو دانسان، اودهغه دفطرت په اړه دمينې دزبات په دلايلو باندې سترګې نښلي.
دلته اړينه بولم چې دښه شعر په ارزښت هم څو خبرې وکړم چې ښه شعر کوم دى او څه ارزښت لري.
دبديع اوبيان پوهان په دې ګروهه دي چې ښه شعر بايد لاندې ځانګړنې لکه وزن، ښه فکر، لوړتخيل او خوږه ژبه ولري، يو شمېر خو يې په قافيه باندې هم ټينګار کوي خو په اوس مهال کې داشى په ازادو شعرونو کې له پامه لوېدلى توکى دى.خو يوشى چې زما په اند دشعر تر ټولو ارزښتناک توکى دى هغه پيغام دى ، کله چې قران کريم نازليده هغه مهال په عربو کې شاعري بيخي زور اخيستى و ان تر دې بريده پورې چې کله به دقران کريم يو ايت نازل شو نومشرکينو به هڅه کوله چې دهغه په وزن او قافيه باندې برابر يو شعر جوړ کړي او په دې توګه به دقران شعريت ثابت او پيغمبر به شاعر وبلل شي او دغه کتاب به دخداى نه بلکې دده له خوا دشعر يوه جوړه شوې ټولګه وبلل شي.
کله چې د(القارعه) سورة نازل شو نو يو مشرک  راولاړ شو او داسې شعريې جوړ کړ چې ((الفيل مالفيل وما ادراک مالفيل له خرطم طويل))
تاسې وينئ چې په پورتنيو کليماتو کې وزن او اهنګ شته او يو شى چې نشته هغه  پيغام دى، ځکه ټول لو ستونکي په دې خبر دي چې فيل څه دى؟ ته څه شي خبر کړې چې فيل څه دى؟ فيل اوږ خرطم لري. يو ځل خو که يې دقران دمقابلې خوا بېخي له پامه وغورزول شي او دې ته راشو چې په دې شعر کې نوى شى څه دى؟ نو دابه راته په ګوته شي چې دلته هېڅ داسې څه نشته چې لوستونکى ورسره لېوالتيا وښيې. پيغام په شعر کې هغه ارزښت دى چې شعر ابدي کوي  او دهغه ژوندې ورپسې تړلى دى او شاعر دخلکو زړونو ته ننباسي. ويل کېږي دروم امپراطور نيرون وغوښتل چې ځان شاعر کړي، ده دخپل وخت تر ټولو ستر شاعر هومر ليدلى و چې څنګه دخلکو په زړونو کې ځاى لري. نو يې له ځانه سره وپتېله چې بايد په روم کې دټراى ښار وسوځوي کېداى شي چې شاعر به شي ، ځکه غمجن به شي او هغه مهال به بيا وشعر ويلو ته بيخي جوړ وي.نيرون هماغسې وکړل لکه غوښتل چې يې دټراى ښکلى ښاريې دلمبو خوراک کړ خو دى شاعر نه شو. اېله دهغه اور دنندارې په مهال يې دا څوکلمې له خولې راوتلې چې اې دروم خلکو ستاسې واکمن هم ستاسي په شان بې کوره شو او داسې نورې يې هم څو خبرې وکړې خو نه هغه ابدي شوې او نه هم دى پرې شاعر شو. تاسې پوهېږئ چې داکلېمې ولې نه شعر شوې او نه ابدي شوې؟يواځنى لامل يې دادى چې په هغوى کې پيغام نه و، او نه پکې کوم تاريخي ارزښت پروت و چې سړى يې له داسې زاويې څخه کتلاى شي چې ابديت ته يې غاړه کېږدي.
تر موږ پورې رارسېدلې شاعرۍ په غوچ ډول هغه شاعرۍ دي چې ولس ته يې پيغام لرلى. موږ که په ځانګړې توګه دپښتو ادبياتو دلرغونې دورې  دشعر په اړه  پرېکړه کوو، نو ارو مرو وايو چې هغه څه چې موږ يې وينو ديوه پيغام په مټ تر موږ پورې رارسېدلي دي. دامير کروړ شعر چې په پښتو شته اثارو کې تر ټولو لرغونې بېلګه ده ولې له منځه نه ځي؟ زما په انديواځنى لامل يې هغه مانېزه پانګه ده چې دپيغام په ډول يې خپلو لوستونکو ته رسوي.
دپښتو ادبياتو لرغونې دوره شپږمه پېړۍ تاسې وګورئ ، کله چې دمغلو بريدونه پيل کېږي بابا هوتک څه وايې:
په سور غربل راته نن اور دى
وګړيه جوړ راته پيغور دى
په کلي کور باندې مغل راغى
هم په غزني هم په کابل راغى
تر پايه پورې
له دې ټول خبرو څخه سړى دې پاېلې ته رسېږي چې دشعر ابديت په يوه پيغام پسې تړاو لري. بابا هوتک چې کله په اصطلاح دمقاومت دادبياتو بنسټ اېښود په همدغه شعر يې پيل کړ او خپل شازلمي يې دمغلو په وړاندې مقاومت ته وهڅول.دسحر دشعر تر ټولو ستره ښکلا هم په دې کې ده چې هر بيت يې ځانته پيغام لري، ټولنيز پيغام، انساني پيغام، سياسي پيغام او نور...
يتيم ماښام پورې په خاورو کې لوبېږي وايې:
يواځي نه ځمه خپل کور ته بابا وروسته راځي
دوى وايې وکړئ ګوزاره له ښامارانو سره
ډېر زورور دي، کوه طور نه امسا وروسته راځي
پاس سپوږمۍ...٣-٤مخ
هندارې ټولې ماتې کړي څو کاڼي دلته پرېږدي
يو څو ليونيان ووځي يو څو بېرته ښار ته راشي
په کور کې څراغ نه لري چې کښيني يې رڼاته
چې توره شپه خوره شي سحر ځکه يار ته راشي
پورتنى کتاب ١مخ
امان الله!ستا غوندې نه دى چې به غم خوري زموږ
بس ګوزاره کوي، ژوندى دى، پاچا هېڅ نه وايې
پورتنى کتاب ١٨مخ
سپېزوا يو له هغو فيلوسوفانو څخه و چې په ژوند او ژواک کې يې سول ته بشپړواک ورکاو، دغه مکتب چې سول ته بشپړ واک ورکوي دRationalismپه نوم يادېږي. سپيوزا پخپل يوه نامتو اثر کې چې ((اخلاق)) نومېږي خپل فلسفي، الهي، او اخلاقي افکار په دې ډول راوړي دي چې درست هندسي قضيو ته ورته دي، په دې ډول چې لومړى يې بحث تعريف کړى وي، وروسته حکم ورته راوړي او بيا برهان وايې.
په زړه پورې او دپام وړ خبره داده چې دسحرپه شاعرۍ کې  دې ته ورته قضيې بيخي زياتې راغلې دي په ځانګړي ډول په ازادو شعرونو کې چې دا کار زه دسحر دشاعرۍ له ځانګړنو څخه بولم. سحر د((باباته)) په نوم يو ازاد شعر لري :
باباته!
باباموږ ستا لاره بيا وپالـله
موږه هم ستا په لاره ګام اېښى دى
موږه هم وواتو جنته ځني
په دغه فرق چې:
تاغنم وخوړل جنت نه ولاړې
موږ ستا داولاد له ظلمه تنګ شو
په غنم پسې دوزخ ته ولاړو
او اوس دوزخ کې په يوه ګوله مړۍ پسې
ستومانه ګرځو
پاس سپوږمۍ...٣٥مخ
موږ که چېرته پورتنى شعرتجزيه کړو نو عينامطلب به مو لاسته راوړى وي.
سحر له ځانه سره دشعر په ژبه يو لړ داسې پوښـتنې مطرح کوي چې سړى دې ته اړباسي چې فلسفې ته ولاړ شي. که څه هم دى يې ځواب هم پخپله وايې خو زما لپاره يو شمېر نورې پوښتنې ترې راولاړيږي او دا ځانګړتيا موږ په عين بڼه په فلسفه کې وينو دبېلګې په توګه  لاندې شعرونه ګورو:
که ښکلې نه واى
که ښکلې نه واى
زموږ ژوند به څه و
په څه اميد به موږه ژوند کولو
په کومه هېله به ژوندي پاتې وو.
که ښکلې نه واى
لمر به څومره يخ و
لمر به تياره و
اوسپوږمۍ به نه وه.
که ښکلي نه واى
نو په بڼ کې سرو غوټو به څنګه
داسې موسکا کوله
اوسره ګلونه بۀ په څه غوړېدل
دلمر ګلونو به نوکوم پلوته
داسي په ځير-ځير کتل
که ښکلې نه واى
دا اسمان به په دې ښکلو ستورو
تر دې لا هم مغرور و
ځکه هغه وخت به يواځي  اسمان ستوري لرل
که ښکلې نه واى
داجګړې به تر دې هم ګرمې وې
دهر چا زړه  کې به دکرکې اور و
دهر چا زړه به له ژوندونه تور و
که ښکلې نه واى
نو دشعر پري به
له کومه لوري الهامونه راوړل ؟
که ښکلې نه واى
زموږ ژوند به څه و؟
په کوم اميد به موږ ژوندي پاتې و؟
پاس سپوږمۍ...٥-٦مخ
يا لاندنى شعر
يم کمزورى له تا لېرې ځم انسانه
اوس مې زړه دچالپاره نه درزېږي
اوس دچا له غمه وېښ درسته شپه نه يم
اوس دچا په انتظار کې ستړى نه يم
اوس ژړاوې راته مکر غوندې ښکاري
اوس خندا دجلادانو وروستى قهر
بې اثره اوس خبرې راته ښکاري
اوس مې زړه دچا ښکلا لړزوى نه شي
په کې ((خو)) له ډېره لېرې راته ښکاري
اوس بې غمه سترګې پټې کړم ويده شم
تر سهاره هېڅوک نه راځي په خوب کې
×××××
په ما څه که دبلبلو اوښکې څاڅي
په ما څه که مرغۍ ګرځي بې وزرو
په ماڅه که مير دزاڼو يې وژلى
په ما څه که الوت نشته دکوترو
له ښکاري سره اوس زه په يو نظر يم
زرکې ښکلې نه دي غوښې يې خوږې دي
زه خوځمه لنډه لاره لټومه
زما څه که لارې شنې، که تکې سرې دي
په ما څه که له بوډۍ ده لاره ورکه
په ما څه بودا ولوېده په ځمکه
په ما څه که يې امسا ترې اوړکو يوړه
څه خبر يم پر چا ولوېدله ټکه
په ما څه که دسوالګر کچکول لوېدلى
په ما څه که رويو سپيو دى داړلى
احساسات دې رانه لېرې تښتېدلي
عواطف مې له خپل ذهن نه مينځلي
اوس غمونه مصنوعي راته ښکارېږي
او پردۍ ټولې خوښۍ راته ښکارېږي
ښاپېريانې له دېوانو سره ناڅي
فرښتې ابليس ته وايې راته ګرانه
اوس پر هېچا اعتبار کولاى نه شم
زه يم نوى راستون شوى له  خپل ځانه
دافکارو په ځنګله کې لاره باسم
يم کمزورى له تا لېري ځم انسانه
اوس مې زړه لکه چې نشته خبر نه يم
او که وي ټوټې ټوټې به چېرته پروت وي
تايې وانه وريد اواز دماتېدلو
ستاوروستۍ خبرې دومره اثري وې.
پاس سپوږمۍ....٧١مخ

په پورتنيو دواړو شعرونو کې په هنري ارزښتونو برسېره يو ډول فلسفي پوښتنې مطرح شوې دي چې ځواب هم ورته ويل شوى دى، خو دپام وړ داده چې سړي ته يې له لوستلو وروسته نورې پوښتنې پيداکېږي او لکه مخته چې وويل شول دا دفلسفې يوه ځانګړنه هم ده.
افلاتون چې په خپل ژوند کې له تر ټولو سترې مسلې سره مخ و هغه داوه چې ايا هغه نړۍ چې انسانان يې په خپل چاپېريال کې محسوسوي واقعيت دى؟ که چېرته واقعيت وي نو بيا ولې بدلون  مومي ثابته ولې نه ده؟ او که واقعيت نه وي نو دا چې شته هغه څه شى دى؟
دافلاتون لپاره دا ډېره عجبه وه چې دنړۍ په اړه ولې سم نه پوهېږي. افلاتون که پوهېده هم مګر بيا يې هم دواقعيت په اړه پوښتنې کولې.
 داپورتنيو پوښتنو ته ورته پوښتنې سحر هم په خپلو شعرونو کې مطرح کړېدي چې له پورتنيو شعرونو څخه به مو هم څرک لګولى وي.
چې دغه کار دسحر دشعر خواږه يو په دوه زيات کړي دي .
زما په اند دسحر دشعر مانيز خوځښت  او ژوند له دې څخه هم سرچينه اخلي چې خپلې تجربې يې لوستونکو ته وړاندې کړې دي، يايې دشعر ډېره برخه پخپلو تجربوباندې ولاړه ده.
ويل کېږي پخوا په لوديځ کوم هېواد کې  يوه انځورګر يوه تابلو رسم کړې وه، په تابلو کې يو ماشوم ښکاريدو چې  مور يې له لمنې څخه ټينګه نيولې وه او داسې ښکاريده چې مور يې ځي او دى يې نه پرېږدي. څوسوه کاله وروسته دهغه هېواد واکمن وغوښتل چې انځورګران راوغواړي او دغه تابلو راکاپي کړي.
خو چې انځورګرانو ورباندې هر څومره زور وازمايو سره له دې چې تر پخوا يې ښه وسايل هم په لاس کې و مګر بيايې چې هر ځل به يې انځور راکاپي کړ نو چې نندارچيان به راغلل بيا به يې هم هغه لومړى انځور خوښاو.
وروسته پاچا پوه شو چې په دې کار کې ارو مرو يو راز نغښتى دى چې موږ يې په هر څومره مدرنه توګه راکاپي کړو بيا هم خلک هغه څو سوه کلن ساده انځور خوښوي، نو له هېواده څخه يې ارواپوهان راوغوښتل چې ددې خبرې راز معلوم کړي .کله   چې ارواپوهان راغلل نو يې وغوښتل چې دلومړي انځور دکښونکي بکراونډ بايد ځانته معلوم کړي او له هغه وروسته نو بيا کولاى شي چې په زغرده پرېکړه وکړي.
کله چې ارواپوهانو دلومړي انځورګر بکراونډ وليد نو ښکاره شوه چې په ماشومتوب کې يې مور وفات شوېده او دى ترې يتيم پاتې شوى دى.
له دې سره ارواپوهانو پاچاته وويل چې ددغې تابلو تر هغه پورې دکاپي کېدلو شونتيا نه لري چې څوپورې بل داسې انځور ګر نه وي پيدا شوى چې په ماشومتوب کې دمور له غېږې څخه بېل شوى وي او هغه دردونه، نه وي  پرې تېر شوي کوم  چې په لومړي انځور ګر تېر شوي و.
سحر هم له خپلو تجربو څخه کار اخيستى دى، اودشعر ټوله تومنه يې له هغو دردونو څخه جوړه شوېده چې دژوند په اوږدو کې ورسره مخامخ شوى دى. زما په اند دسحر دشعر ټوله ښکلا دهمدغو تجربو په بنسټ ولاړه ده او دا کار دنورو لپاره هم يوښۀ پيغام دى چې شعر که دتجربو په بنسټ وليکل شي ډېر خوندور راځي.
ځوان شاعرنذيراحمدنذير، راته يوه ورځ کېسه کوله چې په خيال کې يې ديوه ناول کېسه جوړه کړېده خو په کېسه کې زندان، اعدام،مينه،قاچاق او داسې نورې چارې شته. ده وويل کله چې مې يوه پوه سړي ته په دې اړه خپل هوډ وښود چې دغه کېسه غواړم په ناول يې بدله کړم نو هغه ورته يوه ډېره پخه خبره کړې وه هغه دا چې ايا په ناول کې راتلونکې پېښوکې ته تجربه لرې؟ ده ورته ويلي و چې نه. نو هغه ورته ويلي و چې خپلې تجربې نه لري نو دا ناول مه ليکه ځکه ته به ښه ناول وليکي ټول جزيات به لري خو هنريت به په کې نه وي نو ديوه اوږده ګذارش بڼه به لري، په لوستونکو به هېڅ اغېزه ونه کړي.
دا ډېره پخه خبره ده موږ وينوهر هنري اثر چې په خپلو تجربو ولاړ وي ټول ارزښتونه به يې پخپل ځاى خوندي وي. زه بيا هم وايم چې دسحر دشعر ښکلا په دې کې راته ښکاري چې پخپلو تجربو باندې ولاړ دى نو بريالى هم ځکه دى.
زموږ داوسنۍ شاعرۍ يوه ستونزه زماپه اند دنفسي اشباع ياځاني مړښت ستونزه ده، ډېرى شاعران مو هڅه کوي چې داسې څه ووايې چې ډېر لوڅ وي،دددې په ځاى چې ذهني يا اروايې اشباع لوستونکي ته ور په برخه کړي  دوى ښه بولي چې نفسي اشباع ورکړي او ددې په ځاى چې په دې کار سره لوستونکي له نفسي اشباع څخه برخمن شي نور هم ستومانه او نا ارامه کېږي. موږ چې کله شعر ليکو نو داوس مهالې ستونزو په لړ کې سړى دا هم يادولاى شي  چې په بدهياتوولاړ شيان ليکو، نه استدلال ته اړتيا لرو او نه قراينو ته . که څه هم شعر که يو خيالي توکى وګڼو ښايې دا خبره به ډېره راسره ونه مني چې شعر دې استدلال ته اړتيا ولري خو په شعر کې استدلال لکه درياضياتو دثبوت لپاره نه دى بلکې لوستونکو ته دذهني باور ورکولو او دهغوى دپام دزاويې بدلولو لپاره په تجربو ولاړ استدلال ډېر اړين دى.
خو په اوس مهاله شاعرۍ کې تر ټولو ستره چاره داده چې ستا تر کېبونه څنګه دي او دهغه بل څنګه دي نور هېڅ شي ته هم پاملرنه نشته.
زموږ داوس مهالې شعر ديوې ستونزې په توګه دبازار يادونه هم کولاى شو او بازار هم په غير شعوري ډول هغه څه مني چې داروايې مړيدلو او سکون په ځاى لوستونکي له لوږې او اروايې ناارامي سره مخامخ کوي.
خو دسحر شعر له دا ډول شيانو څخه بيخي پاک دى او دلوړو ارزښتونو انځورونه يې رانغاړلي دي. يوبل سکالو چې دلته بايد ورته نغوته وکړم هغه دحمزه بابا په خبره جمالياتي ذوق دى. دغه ذوق په مستقيم ډول زموږ له اروا سره اړيکي لري او موږ ددې جوګه کوي چې دفطرت او پېنۍ ښکلا حس کړو. جمالياتي ذوق موږ ته هغه مهال ښکاره کېږي چې يوه سړي ته عين شى ښکلى ښکاري او بل ورڅخه خوند نه شي اخيستلاى.که څه هم جمالياتي ذوق په بشپره توګه نه شم تعريفولاى خو دومره ويلاى شم چې دغه جمالياتي ذوق دفلسفې غوندې له اجساموڅخه دهغوى بشپړ او داسې انځور اخلي چې څنګه وي. موږ چې کله فلسفه او دهغې ارونه او بنسټيز اصول مطالعه کو نو دوه څېزه وينو:
١- دټولو انسانانو دتجربو هم غږي کول
٢-له ټولو انساني  تجربو څخه يو بشپړانځور اخيستل. نو په دې بنسټ يو فيلوسوف بايد له انساني تجربو څخه په خپل ژوند کې يو جامع تصوير ولري.
موږ که چېرته په جمالياتي ذوق خبرې کوو، نو دا هم يوه اروايې تجربه ده او پايلې به يې له  اروايې محصولاتو سره ملې وي. دسحر اروايې محصولات دهغه شعرونه دي. موږ که دسحر په شعر کې وګرځو نو ډېر ځله به په هغه کې دجمالياتي ذوق يوه داسې بېلګه ومومو چې زموږ دادعازبات وکړي.
خو جمالياتي ذوق داسې نه دى چې دهر چالپاره لکه وړاندې چې هم وويل شول يو ډول به وي، سحر چې څه وايې دا اړينه نه ده چې ټول به يې منو خو دا ورڅخه ښکاري چې دى څومره پوخ جمالياتي ذوق لري.
وګورئ:
مات ستوري
وينم له تانه، لا ډېرې ښکلې
ډېرې سرې-سپينې، ډېرې آغلې
خو بې له تانه، باور پرې وکړه
نظر مې نه شي، په کومې بلې
××××
زه پروت رنځور وم، تا دامسا کړم
دمړو له ډلې، تا راجلا کړم
تا خو له سره، يو ژوندون راکړ
دغه احسان دې، څنګه ادا کړم
××××
سپوږمۍ ته لاس کړم، ستوري راشمار کړم
څو رانه مات شي، څو بند په تار کړم
دا به ستا وړ وي، او که به نه وي
په دې سوچونو، شپه راسهار کړم
××××
سهار چې ولاړ شم، دګلوبڼ ته
څو ستاپه شانې، ګلونه بېل کړم
دپرخو څاڅکي، سره راټول کړم
چې تاته جوړ ترې، ښکلى امېل کړم
××××
خو لمرراتود شي، او ورک شبنم شي
وړانګي له ګله، پرخې پنا کړي
زه مې دخپلې، بې وسۍ وير کړم
لکه يتيم چې، څوک په ژړا کړي
××××
دلمر شغلونه، لاسونه تاو کړم
وايم لمرونه، ټول تاته درکړم
خو وړانګې نه وي، هغه هم ته يې
دعشق ګلونه، ټول تاته درکړم
پورتنى کتاب ٥٥مخ
په دې سکالو کې لږ نور هم وړاندې ځو. موږ که درابندرانات ټاګور ګيت آنجلي راګورو نو ټول به په يوه خوله ووايو چې ټاګور شهکار شعرونه ويلي دي، خو ددغو شهکارونو د پنځولو په لامل ياعلت باندې سوچ نه کوو چې ټاګور څه ډول دغه شهکارونه پنځولي دي، او په دې هم پوهېږو چې دغه کار ارومرو يو لامل لري .
په فلسفه کې موږ دعليت داصل(لامل والي د آر) په نوم يو شى لولو او هغه موږ ته دا راښيي چې هر شى چې شتون ولري هغه به يو لامل هم لري او دا چاره موږ دټاګور په شهکارونو کې لټوو.
ماچې تر کومه بريده پوري ټاګور مطالعه کړى دى نو يواځنى شى چې دهغه په شعر کې وينم هغه درست بشريت ته دمينې او انسايت پيغام  په جمالياتي پلوشو کې نغښتى رسوي، او زماپه اند دټاګور تر ټولو ستر برياليتوب هم په همدې کې و. تاسې وګورئ چې ټاګور په څه ډول سره انساني ارزښت دخداى له جلال او جمال سره غوټه کوي، دانسان په ژبه هغه جمال ته څه ډول اواز کوي او هغه ته څه ډول رنګ ورکوي.
تاسې پوهېږئ چې تر ټولو اغېزمن شى هغه څه دي چې سړى لومړى پخپله ګروهه پرې لري او ورسته يې بيا نورو ته وړاندې کوي.
که څوک دخداى په وجود او يا په نور څه باندې ګروهه نه لري نو څه فکر کوئ کله چې دغه سړى موږ ته دخداى دوجود دثبوت په اړه خبرې کوي څومره باور به پرې وکړو او په موږ به څومره اغېزه وکړي.
دا باورونه که په هره برخه کې وي لومړى دسړي لپاره پخپله ډېر اړين دي  او بيا يې بايد په نورو کې اغېزې ولټوي. تاسي دسحر په شعر کې هغه څه ويني چې دى پخپله پرې باوري دى  او هر څه چې يې ويلي دي دزړه له تله يې ويلي دي ځکه نو لوستونکى هم اغېزمن کوي.
دغه راز موږ دټولو وتلو شاعرانو ليکوالانو او په ټوله کې دفيلوسوفانو په ژوند کې پټ وينو، دوى ټولو پخپل وارسره هغه څه ويلي دي چې ګروهه يې پرې درلودله.
دبېلګې په ډول ټاګور يادولاى شو چې ټول يې هغه څه ويلي دي چې ده پخپله ګروهه پرې درلودله.
دې ته ورته نور شاعران او پوهان هم دي. ددې خبرې يوه بله بېلګه دابن سېنا په فلسفه کې وينو. ابن سېنا پخپل کتاپ (شفا) کې دمېتافزيک په اړه ډېر په زړه پورې بحث لري . ابن سېنا دماورالطبيعت پوهه الهي پوهه بولي داسې يوه پوهه چې يواځي دهمدغې پوهې له لارې خداى پېژندل کېداى شي. هغه ددوو لاملونو په بنسټ له نورو پوهنو سره دخداى تړاو ردوي.که څه هم که دغو دوو لاملونو ته سړى لږ ځير شي نو وبه ويني چې دا پخپله هم دلايلو ته اړتيا لري.
١-نورې پوهې که عملې وي که فزيکي او که رياضي، نه شي کولاى چې دخداى په اړه څه ووايې.
٢-دى واى که خداى په مېتافزيک کې مطالعه نه شي، نو په هېڅ پوهنه کې بيا داکار شونى نه دى.
که څه هم وروستيو پوهنو په بېلابېلو ډولونو سره دخداى شتون په زبات ورساو خو په څه شي چې ابن سېنا ګرهه درلوده همدغه شى اوس هم دده دفلسفې دمينه والو کړۍ ورځ په ورځ پراخوي.
اوس که راشو دسحرشعر ته نو داغېزو له مخې يې په زغرده پرېکړه کولاى شو چې ده په شعر کې هغه څه ويلي دي چې دى پخپله پرې ګروهه لري او تشه تبليغاتي بڼه نه لري.
په پاى کې دبېلګې او پاېلې په توګه تاسې ددغه شعر لوستلو ته رابولم او سحر ته دتر دې هم اوچت ګام دپورته کولو لپاره خپلې لپې پورته کوم.
يوازې ستالپاره
له زړه مې ټولې کرکې وايستلې
اوس مې له ښکار ځنې توبه کړېده
اوس له کارېز نه بغدادي کوترې نه کټوم
اوبس تمامه ورځ لګيا يم
په دامونو کې مرۍ پېيمه
سپينو کوترو ته پايزېب جوړوم
اوس دبې موره وري له اوښکونه
شراب جوړوم
او پر سخت زړو يې ارزانه پلورم
چې يې له زړونو کېنې کډه وکړي.
له زړه مې ټولې کرکې واېستلې
اوس مسافر په کاڼو نه ولمه
اوس ګلان نه شکوم
له لارو نه اغزي ټولوم
په لاره تلونکې ماشوم ښکل کړم
دسپين ږيري بوډا لاس ونيسم.
له زړه مې ټولې کرکې وايستلې
اوس له دښمن نه کسات نه اخلمه
اوس دغومبسو کور په خټو باندې
نه پټوم
په مار دکاڼي ګوزار وکړم
خو خطايې ولم
بس هسې ځان ترې ژغورم
 هغه هم هسې درحمان ديارانې په خاطر
اوس له خوبونو مروريم
ټوله شپه په تلاوت تېروم
او دقران زرينو پاڼو کې
يو نوم لټوم.
له زړه مې ټولې کرکې وايستلې
اوس مې ټوپک پراوږه نشته
او له ميل نه يې شپېلۍ جوړه ده
په کې دمينې ترانې غږوم
داټول داستا لپاره
ځکه :دوى وايې:
په جنت کې حورې ستاغوندې دي.
پاس سپوږمۍ.....٢٤-٢٥مخونه


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي