شپږويشتمه برخه
پوره دري كاله تير سول٫ خو حالات همداسي وو٫ ترڅو دبعثت په لسم كال دمحرم په مياشت كي تړون مات سو٫ ددې تړون دماتيدو سبب همداوو چي ځيني قريش له پيل نه پدي تړون نه وو خوښ٫ او همدې ناخوښو كسانو دتړون دماتيدو دپاره هلي ځلي كولي٫ ترڅو مات شو٫ دتړون دماتيدو اصلي محرك دبني عامر بن لوي كورنۍ غړي هشام بن عمروؤ٫ نوموړئ به دشپي له خوا بني هاشم ته خواړه استول٫ يوځل هشام دابوطالب خوريي زهير بن ابي اميه الخزومي٫ ته ورغي دزهير مور عاتكه دعبدالمطلب٫ لوروه٫ او ورته ويي ويل٫ اې زهيره په داسي حال كښي چي ته خورې څښې نو څنګه په دې راضي يې چي دماما خيلو دې دا حال وي زهير ورته وويل افسوس افسوس ٫ زه په يوسر څه كولاي شم قسم په الله كه يوبل كس راسره ملګرئ واي نو ددې تړون دماتولو دپاره به راپورته شوئ وم هشام وره وويل٫ څه يوبل كس هم درسره دئ ده ورته وويل هغه به څوك وي؟ هشام ورته وويل هغه زه يم٫ زهير وويل اوس دريم كس راګوره پدي پسي هشام مطعم بن عدي ته ورغي هغه ته ئي دبني عبدمناف٫ له اولادې بني هاشم٫ بني عبدالمطلب٫ سره دده ددوستي او نژدي نسبي اړيكو٫ يادونه وكړه او ملامتي او پړه ئي ورباندي واچوله چي ته ولې په دې ظالمانه تړون او عهد كي دقريشو خواته ولاړيې٫نو مطعم ورته وويل٫ افسوس نوزه څه وكړم زه يو تن يم٫ هشام ورته وويل٫ دويم هم درسره دئ ده ورته وويل٫ هغه څوك دئ ده ورته وويل٫ هغه زه يم نو مطعم ورته وويل اوس دريم راګوره٫ هشام ورته وويل دريم كس مې هم پيدا كړئ دئ هغه ورته وويل څوك دئ ده ورته وويل ٫ هغه زهير بن ابي اميه دئ مطعم وويل اوس څلورم راګوره٫ بيا هشام ابي البختري بن هشام ته ورغي هغه ته ئي داسي خبري وكړې٫ لكه مطعم ته چي ئي كړي ولي٫ نو ابوالبختري ورته وويل٫ آيا داسي څوك به وي٫ چي په دې اړوند مرستې ته حاضروي٫ هشام بن عمرو ورته وويل٫ هوشته٫ هغه وويل٫ څوك دئ؟ ده ورته وويل زهير بن ابي اميه ٫ مطعم بن عدي٫ او زه هم ورسره يم٫ بيا هغه ورته وويل اوس پنځم كس راګوره٫ بيا زمعه بن اسود بن المطلب٫ بن اسد ته ورغي په دې اړوند ئي خبري ورسره وكړلي٫ او له بني عبد مناف سره دده دقربت٫ ٫ خپلولۍ٫ او دهغوي دحقوقو يادونه ئي ورته وكړله٫ نو زمعه ورته وويل٫ كوم څوك داسي شته٫ چي ستا دنظر او پيشنهاد تائيد او ملاتړ وكړي٫ هشام بن عمرو ورته وويل٫ هوپه دې اړوند فلانئ او فلانئ او ټول نمونه ئي ورته واخيستل٫ كلك ولاړدي بالاخره ټول له حجون سره راټول سول٫ او ددې تړون دماتيدو عزم ئي وكړو زهير وويل دكار پيل به له ماڅخه وي يعني لومړئ به زه په دې اړوند خبري كومه٫ سهار شو خلګ ټول خپلو خپلو مجلس ځايونوته راغلل٫ زهير هم پداسي حال كښي چي ښكلي جامي ئي اغوستې وې٫ راغي له بيت الله شريفې څخه اوه ځله طواف وكړو٫ بيا ئي خلګو ته مخ وروګرځاوه او ورته ئي وويل اې دمكې خلګو موږ دي خورو اوڅښو٫ خو بني هاشم دې له لوږې نه مري٫ نه دې څه ورنه اخيستل كيږي٫ او نه دې څه ورباندي پلورل كيږي٫ قسم په الله زه به ترهغې كښيننم٫ ترڅو داظالمانه تړون نه وي مات شوئ٫ او تر څو داصحيفه څيري شوئ نه وي٫ ابوجهل چي دمسجد حرام په كونج كي ناست وو وويل٫ دروغ دې وويل٫ قسم په الله داصحيفه به څيري نه شي په دې وخت كښي زمعه بن اسود وويل٫ قسم په الله چي ته ډير دروغ وائي ددې صحيفې دليكلو په وخت كي هم موږ راضي نه وو ابوالبختري هم ږغ وكړو او وئي ويل زمعه رښتيا وايي٫ په دې صحيفه كښي چي څه ليكل سوي وو موږ نه وو باندي راضي او نه ئي موږ ملاتړ كاوه٫ مطعم بن عدي وويل تاسي رښتيا واياست٫ اوڅوك چي بل څه وايي هغه دروغجن دئ٫ موږ لدې صحيفې او له هغه څه څخه چي په دې صحيفې كښي ليكل سوي دي نه منو٫ بيا هشام بن عمرو هم دېته ورته خبري وكړلي٫ نو ابوجهل وويل ددې خبري تړون دشپې سوئ دئ اوپه دې اړوند مشوره چيرته بل ځاي شوې ده٫ په دې وخت كښي ابوطالب هم دمسجد حرام په يو كونج كي ناست وو٫ دهغه دراتګ سبب همداوو چي الله تعالي خپل رسول صلي الله عليه وسلم ته دصحيفې په اړوند خبر وركړئ وو٫ رسول صلي الله عليهوسلم داخبره خپل وراره ته وكړله٫ نو ابوطالب هم قريشوته راغلئ٫ او ورته ئي وويل٫ چي وراره مې داسي وايي٫ كچيري دروغ ئي ويلي وو نوبيا تاسوپوهيږئ او هغه٫ او كچيري په دې ادعاكي ريښتينئ وو٫ نو بيا لدې ظلم نه لاس واخلئ او زموږ محاصره ختمه كړئ٫ هغوي ورته وويل٫دادانصاف خبره ده او كله چي دابوجهل او دنورو ترمينځ خبري تبادله شوي٫ نو مطعم پاڅيد٫ چي هغه صحيفه څيري كړي٫ كه ګوري چي دصحيفي ټول ټكي نورهيڅ هم نه وو پاته شوي٫ صرف باسمك اللهم ٫پاته وو او همدارنګه هرځاي چي دالله نوم په دې صحيفه كښي ليكل سوئ وو هغه هم پاته وو نورپه صحيفه كښي هيڅ هم نه وو پاته٫ نو صحيفه ناقصه شوه٫ تړون مات شو٫ او رسول اكرم صلي الله عليه وسلم سره له ټولو محاصره شويو كسانو له شعب نه راووتو٫ مشريكينو درسول صلي الله عليه وسلم دنبوت يوه عظيمه نښانه او معجزه دسرپه سترګو وليدله٫ خو لدې سره هم دهغوي رويه داسي وه لك چي دا آيت ورته اشاره كوي٫ ٫٫ وان يروا اية يعرضوا ويقولوا سحر مستمر٫
ژباړه او كه وويني دغه كفار دقريشو ٫ كوم دليل ٫ دقدرت٫ نوپرڅنګ به شي دوي٫ مخ به واړوي٫ ترې او وائي به دوي دغه سحر كوډي دي قوي چي له پخواراهيسي راځي٫
نوربيا
په درنښت
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ