كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 47
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10924
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: نو ر علي شاه ځلبلاند / نېټه:  19.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : نو ر علي شاه ځلبلاند

اوښکـــــــــــوته مې ګوره را روان یې سيلابونه دي
و ينو می جــــــــــــــوړ کړي په وطن کې دريابونه دي
نه پريږدي د غرو کاڼي هم ولي په سينــــــــــو باندې
سر چپـــــــــه پراته زموږ دکلي  چنـــــــــــارونه دي
اوس په څنګــــــــــــه راشي پسرلی خو ليونی شولو
بل پر هره پاڼــــــــه دجنګــــــــونو سره اورونه دي
ولاړه ئ باغوانه زموږ د ژوند کيسه نن ورانه شول
خړو اوبو اخيستي زموږ دباغ نازک ګلــــــــونه دي
تياری ددې وطن شولې اوږدې ای (ځلبــــــــــلانده)
نه درومي تم شــــــوي د ژوندون ټول کاروانونه دي
نورعلی شاه ځلبلا ند
سوئيلی پښتو نخوا  چمن


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي