چې مې ياد کې تېر ياران راتـــــه خپل راشي
لکه لطـــــــــف د سپرلي چې پـــــــه ګل راشي
د محبت ګلان يې وبولـــــــــــــــــه چې کټ مټ
زړۀ زخمــــــــونو غـوندې سرۀ په خندل راشي
هتکړو ته چې لاســـــــــــونو کې مُسکى شوم
راتـه خيال کې يار د زلفـــــــــــــــو کابل راشي
اوښکې نۀ دي پښېمانتيا د يار ده لکــــــــــــه
له خفــــــــــــــــــــه سپرلي رحمت ورېدل راشي
د چمن مستــــــــو وږمـــو کې به مې ژوند وي
که رنګينــــــــــه لمن يار مې يو ځـــــــــل راشي
له خنــــــــــــــدا نه ژړا غــــــــــــــــــوره ده جاوېده
اوښکې توى کړه ګوندې مخکی منزل راشي
خير خواه
سلامونه ستومان صيب دومره زړه پرې مه ستومانه کوه خير دې زه چې څه وايم هسې ېې د نري زړه ګيله دررسوم زه به هر وخت ستا دعاګوې يمه خو يوه خبره مې ډير زوروي چې زما کوم کار به ستا د طبع د خړيدو سبب ګرځيدلی وي چې زه دې دومره بدې راغلۍ ېم کاشکې دې راته مخامخ وايلي وې نو ډير به خوشاله واې په هر صورت الله دې وساته د بديو ستا خير خواه
ستومان(زړه)
خیرخواه اشنا د ستومان (زړه) سلامونه بیا هم واخله! په الله قسم کې مې ته پیژندلی وې چې څوک یې او کوم شاعر یې؟ تر اوسه خو ما څوک بد نه دي راغلي او نه مې په تبصرو کې چاته څه بد ویلي دي زه یواځې په خپلو تبصرو کې ښه وایم،زه دې په شک کې کړم که ځان راته څرګند کړې نوپوه به شم چې دا خبره څنګه رامنځه ته شوي ده چې ته وایې زه دې بد راځم، یوه نښه که راکړې نو ښه به وي چې زه پوه شم چې تاسو څوک یاست، ګوره د پتسو په ویش کې مو هیر نه کړې، ستومان (زړه)
خير خواه
سلامونه وروره: خوښ شوم چې ځواب دې راکړ بس نو وروره ستا خو به هيڅوک بد نه راځي خو کوم چې دې بد راځي هغه به زه يمه نو بس وروره خپله پوهيږې چې څوک دې د شاعرانو په ډله کې بد راځي هغه له بده مرغه زه يم. خو خير دی وروره چې ښه اوسې او خوشاله اوسې بس مونږه هم همدا غواړو دعا ګوې دې
ستومان(زړه)
خیرخواه وروره د ستومان زړه سلامونه واخله! الله دې مه ستومانه کوه، ملګریه ! ژوند مې په منډه دی نو چیرته لاړوم چې راغلم نو اوس مې ضرور تبصرې ل ګورﺉ زه پر تاسو ودان یم ،،،،،اشنا!ولې به مې بد راځې؟ ته خو زما د زړه ټکور یې او درباندې ویاړم،ما په دا خپل ژوند کې هم څوک بد نه دي راغلي،زه دې ځار شم او ایرې دې شم چې ته به مې بد راځې،خو ګوره د ګوړو په ویش کې مو هیر نه کړې، ورور مو ستومان (زړه)
د ستومان زړه ېو خير خواه
سلامونه ستومان زړه صيب چرته وې وروره والله ياد شوېی مو وې که څه هم زه دې ډير بد راځم او سيوری مې په تيږه وهې خو وروره زما خو ورور ېې راته قدرمن هم ېې الله دې مه کموه زمونږ د سترګو نور ېې وروره
ستومان(زړه)
ښاغلی منګل صاحب د ستومان(زړه)سلامونه واخله! الله دې مه ستومانه کوه،ډېر په زړه پورې غزل دی خو په دې وختونو کې دې غزلونه کم راځي خبر یم چې د شعرونو پڼځمه ټولګه دې راروانه ده،توفیق درته غواړم،او سر له اوسه یې مبارکي واخله خو د پتسو په ویش کې مو هیر نه کړې.. ستومان (زړه)