كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: عادل اڅکزی / نېټه:  20.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
ثناخـوان : عادل اڅکزی

ثنــاخـــــــوان پــه هــره سـاکــي روڼـــي اوښــکي څـڅــوي
و لــوی خـــــدای تـه پـه دُعـاکـي روڼـي اوښـکي څـڅـوي
 
کـه لــوسـتــــونکـی دنـن ورځـي حـالات ولـولي پـه ځــیر
هــــریــؤلـفــظ پــه مـعـنا کــي روڼــي اوښـــــــکي څـڅـوي
 
لــه یـادونـو سـره مـل پـه نـیمــــــــــه شـپه پـاڅـي یـؤڅـوک
پـــه خــامـوشــــــــه خـانـقــاکـي روڼــي اوښـکـي څــڅــوي
 
د احـساس خــــــاونـد چـي میـنه پخـپل زړه کـي وتــراشل
اوس د پـاک نـیت پـه مســــکا کـي روڼي اوښکي څڅوي
 
د عــادل د ژونــد کیـسـه د جـفـــــــــــــا غـشـو کــړه زخــمـي
مـرغـــــــــان هـم پـرې پـه هـوا کـي روڼـي اوښـکي څڅوي
 
۱۵جون ۲۰۱۰م کال
چمن محکومه پښتونخوا
عادل اڅکزی


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي