كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: محمدعلي عمري / نېټه:  20.07.2010  / خپرونكئ:  رومال اداره  /     چاپي بڼه
دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله

اوه ويشتمه برخه
رسول اكرم صلي الله عليه وسلم له شعب ابي طالب نه په راوتو سره ددعوت او تبليغ كار ته دپخواپه شان ادامه وركوله٫ قريشوكه څه هم په ظاهره كي دامحاصره اوبائيكاټ ختم كړئ ؤ٫ خوپه حقيقت كښي ئي پر مسلمانانو باندي خپل ظلمونه اوفشارونه همداسي جاري ساتل٫ او خلګ ئي دالله تعالي له دين څخه منع كول ابوطآلب هم دپخوا په شان دخپل وراره ترشا ټينګ ولاړؤ٫ خو عمر ئي تر اتيا كلونو اوښتئ وو٫ او ددې څو كلونو سختو او دردونكو پيښو خصوصا دري كلنې محاصرې هغه ډير كمزورئ اوملا ماتي كړئ ؤ٫ له محاصري څخه دخلاصون ل څو مياشتي نه دي تيري شوي چي ابوطالب ناروغ شو٫ بيماري ئي زياته شوه دغه وخت مشريكينو وويل٫ چي كه ابوطآلب مړ شي او بيا موږ دده له وراره سره ظلم او زياتئ كوو٫ نو دابه زموږ دپاره لويه بدنامي وي دهمدې بدنمۍ له ويرې څخه ئي يوځل بيا دخبرو اترو لاره ونيوله او نيت ئي وكړ چي دابوطالب په وړاندې له محمدصلي الله عليه وسلم سره دخبرو اترو معامله وكړي او داځل دداسي شيانو په وركړه هم راضي شول٫ چي مخكي ئي هغه نه وركول٫ نو همداوه چي ابوطالب ته ئي خپله وروستۍ جرګه ورواستوله٫
ابن اسحاق او نوروايي كله چي ابوطالب بيمارشو٫ او قريش پوه شول چي حالت ئي مخ په خرابيدو دئ نو پخپل منځ كښي ئي سره وويل٫ عمر او حمزه رضي الله تعالي عنه په اسلام مشرف شول٫ دمحمدصلي الله عليه وسلم دين دقريشوپه ټولو كورنيوكي خپور شوئ دئ راځئ ابوطالب ته ورشو٫ ترڅو هغه خپل وراره دكومي خبري پابندكړي او له موږڅخه هم ددې خبري په اړوند عهد او وعده واخلي٫ قسم په خداي ويريږو چي خلګ به بيا زموږ له ادارې او كنټرول څخه ووزي٫ په بل روايت كښي داسي راځي٫ ويريږو چي كه دا بوډا مړشي او بيا له محمدصلي الله عليه وسلم څخه كوم ظلم او زياتئ وشي٫ نو بيا به عرب موږ ته داطعنه او پيغور راكوي٫ چي وګورئ دوي محمدصلي الله عليه وسلم پرې ايښئ وو او دهغه په مقابل كښي ئي دظلم او زياتي جرءت نه درلود خو كله چي ئي تره وفات شو نو اوس ئي محمدصلي الله عليه وسلم راونيو٫ او ظلمونه ئي ورباندي شروع كړل٫ دقريشو دا وفد هم ابوطالب ته ورغي٫ دوفد هيئت غړي دقريشو اشراف او مخور خلګ وو لكه عتبه بن ربيعه٫ شيبه بن ربيعه٫ ابوجهل بن هشام٫ اميه بن خلف٫ ابوسفيان بن حرب٫ او دقريشو نور اشرافيان چي دټولو شمير ۲۵ كسانو ته ورسيدو٫د هيئت غړو له ابوطالب سره خبري اتري وكړلي او داسي ئي ورته وويل٫ ته چي زموږ په مينځ كي كوم مقام او منزلت لرې هغه تاته ښه معلوم دئ په كوم كښي چي اوس قرار لرې هغه هم ښه وينې٬٫ ددې وېره ده چي دا ستا آخري ورځي او شپي وي٫ زموږ او ستا دوراره تر مينځ چي كوم كشمكش روان دئ په هغه باندي هم ښه خبر يې٫ نو لازمه ده چي ته هغه راوغواړې٫ او زموږ نه دهغه دپاره او له هغه نه زموږ دپاره قول او تړون واخلې٫ يعني داسي چي هغه له موږ نه لاس واخلي او موږ له هغه څخه٫ موږ دې پريږدي چي پر خپل دين واوسو٫ او دئ به پريږدو چي پر خپل دين واوسي٫ ابوطالب خپل وراره محمدصلي الله عليه وسلم راوغوښت٫ هغه هم راغي٫ ابوطالب ورته وويل وراره داستا دقوم مشران او مخور درته راغلي دي او دا غواړي چي دڅه شيانو وعده له تاڅخه واخلي او دڅه شيانو قول او وعده دوي دركړي٫ بيا ئي دهغوي وړانديزونه ورته واورول٫ او دائي هم ورته وويل چي غواړي داسي تړون ورسره وكړې؟ چه بيا يوپه بل غرض نه سره لرئ٫ نبي صلي الله عليه وسلم ددې خبرو په ځواب كښي دهيئت غړو ته مخ ورواړاوه او داسي ئي ورته وفرمائل٫ داراته وواياست٫ كه زه دا سي كليمه او خبره درته وړاندي كړم٫ چي دهغې په ويلو سره به تاسو دعربو باچهان شئ٫ عجم به ټول درته سلامي كوي نو تاسو څه نظر لرئ؟ په ځينو روايتونوكي راځي چي نبي اكرم صلي الله عليه وسلم ابوطالب ته وفرمائل٫ زه له دوي څخه ديو داسي خبرې غوښتونكئ يم چي كچيري هغه ووايي٫ نو عربان به ټول ورته تسليم شي او عجم به ورته جزيه وركوي٫ په بل روايت كښي راځي٫ چي خپل تره ته ئي وفرمائل٫ كاكا جانه ته ولې هغوي داسي يوې كليمې ته نه رابولې چي هغه ددوي دپاره غوره او بهتره ده٫ ابوطالب ورته وويل٫ ته هغوي څه شي ته رابولې؟ دهورته وويل٫ زه غواړم چي هغوي داسي يوې كليمې ته راوبولم٫ چي دهغې په ويلو سره به دوي دټولو عربو مشري وګټي اوپر عجمو باندي به يي باچهي قائمه وي دابن اسحاق يو روايت داسي دئ٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم داسي وفرمائل٫ تاسي يوآخې زما يوه خبره ومنئ هغه داسي خبره ده چي په ويلو سره به يي دعربو باچهان او عجم به ټول درته سلامي شي په هرحال كله چي نبي اكرم صلي الله عليه وسلم دا خبره وكړله دوي ټول چوپ او حيران پاته شو چي څنګه كيداي شي تردې حده يوه ګټوره خبره ردكاندي٫ بالاخره ابوجهل ورته وويل داكومه خبره ده؟ ستا په پلار قسم ووايه داسي يوه خبره څه لس خبري خو وكړه٫ موږ ئي منلو ته تيار يو رسول صلي الله عليه وسلم ورته وويل تاسي دا وواياست٫ چي
لا اله الا الله ٫٫٫٫
او پرته له يوه الله نه دبل هرڅه عبادت پريږدئ ددې خبرې په اوريدلو سره دي لاسونه سره ووهل او وئي ويل اې محمده٫ ته غواړې چي ددې ټولو خدايانوپرځاي يوآخې يو خداي ونيسو په رښتيا چي ستا دا معامله ډيره عجيبه او غريبه ده٫ بيا يي يو بل ته سره وويل چي قسم په خداي چي دا سړئ ستاسو هيڅ خبره هم نه مني نو درځئ چي ځو٫ او دخپلو پلرونو پر دين به ټينګ اوسو٫ ترڅو الله تعالي زموږ او دده ترمينځ فيصله وكړي په دې ترتيب سره هغوي هريو پر خپله لار ولاړ٫ او دهمدې خلګوپه اړوند دقرآن كريم دا آيتونه رانازل سو٫
ص٫ والقرآن ذي الذكر بل الذين كفروا في عزة وشقاق ٫ كم اهلكنا من قبلهم من قرن فنادوا ولات حين مناص ٫ وعجبوا ان جاء هم منذر منهم وقال الكفرون هذا ساحر كذاب٫اجعل الالهة الها واحدا ان هذا لشئ عجاب٫ وانطلق الملا منهم ام امشوا وصبروا علي الهتكم ان هذا لشئ يراد٫ ماسمعنا بهذا في الملة الاخرة ان هذا الا ختلاق
ژباړه٫٫٫٫
قسم دئ په قرآن چي څښتن دپند ٫ ذكر٫ بيان٫ شرف٫ شهرت٫ عظمت دئ٫ داسي نه دي چي كفار دمعبودانو په نسبت وايي بلكه هغه كسان چي كافران شوي دي په كبر٫ سركشي كښي دي٫ له قبوله دحق اوپه مخالفت كښي دي له مسلمانۍ سره ٫ نه ګوري منكران چي٫ څومره ډير هلاك كړئ دئ موږ پخوا له دې څخه له اهل دزمانې پس نارې به ئي وهلي عند نزول العذاب٫ حال دا چي نه به وو هغه وخت دخلاصيدو او دتښتيدو٫ او تعجب كوي كفار له دې نه چي راغلئ دئ دوي ته ٫ نبي٫ ويرونكئ له دوي نه ٫ او وايي دا كافران چي دغه ويرونكئ نبي ساحر كوډګر دئ٫ دروغجن٫ آيا ده ګرځولي دي دغه ۳۶۰ معبودان الله يو٫ بيشكه دغه ګرځول دډيرو معبودانو يوه ته چي تاسو نور معبودان پريږدئ او ديو الله عبادت كوئ خوا مخا يو څيز ډير عجيب دئ چي مثل نه لري٫ او ولاړل په تلوار سره مشريكان له دوي نه٫ له مجلسه چي سره ويونكي وو وو يو وبل ته٫ چي ځئ پاڅئ له دې ځايه٫ او صبر وكړئ او محكم اوسئ پر عبادت دمعبودانو خپلو٫ بيشكه دغه شئ٫ تو حيد٫ خامخا يو شئ دئ چي اراده ئي كړې شوې ده٫ له موږ څخه٫ ندي اوريدلي موږ دغه٫ توحيد٫ وحدانيت په دين وروستني ٫ عيسوي٫ كي نه دئ دغه ٫ توحيد٫ مګر له خپله ځانه جوړ كړل سوي دروغ دي٫٫٫
٫٫٫٫٫
له همدې شيبې وروسته دابوطالب ناروغي سخته شوه٫ بالاخره دبعثت په لسم كال درجب ۱ په مياشت كي وفات شو دغه وخت داقتصادي محاصرې له ماتيدونه يواځې شپږ مياشتي تيري شوي وي٫ په بل روايت سره ابوطالب دخديجې رضي الله تعالي عنها له وقات نه دري ورځي مخكي درمصان په مياشت كي وفات شويدئ٫ په صحيح البخاري كښي٫ له مسيب رضي الله تعالي عنه نه روايت شوئ دئ چي كله دابوطالب ځنكدن ؤ٫ ابوجهل ورسره ناست وو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم هم راغي او ورته ئي وويل٫ دلااله الا الله كليمه ووايه يواځې همدا يوه كليمه ترڅو ئي زه دالله تعالي په وړاندې ستا دحجت او دليل په توګه وړاندي كړم٫ دلته ابوجهل٫ او عبدالله بن ابي اميه٫ ورته وويل٫ ابوطالبه آيا دعبدالمطلب له دين څخه ګرځې٫ دوي دواړو همداسي خبري ورته كولې٫ ترڅو له خلګو سره دابوطالب وروستئ خبره داشوه٫ چي وئي ويل٫ دعبدالمطلب ٫ په ملت ٫ دين ٫ يم٫ نو بيا رسول اكرم صلي الله عليه وسلم٫ وفرمائل٫ ترهغوپوري به له الله تعالي څخه درته بخښنه غواړم٫ ترڅو له دينه منع شوئ نه وم٫ پدې پسې٫ داآيت شريف نازل شو٫
ماكان لنبي والذين آمنوا ان يستغفروا للمشريكين ولو كانوا اولي قربي من بعد ما تبين
لهم انهم اصحاب الجحيم٫
ژباړه٫ نه دي لايق او روا٫ نبي ته او ٫ نه دي لايق او روا٫ هغو كسانوته چي ايمان لرونكي دي دغه چي مغفرت وغواړي دوي دپاره دمشريكانو ا و اګر كه وي دا٫ مشركان٫ خاوندان دخپلوئ وروسته له دې خبرې چي ښكاره شي دوي ته بېشكه دوي صاحبان دي ددوزخ او پر كفر مړه دي٫٫٫ او دا آيت هم رانازل شو٫
انك لاتهدي من احببت٫ ژباړه٫ بېشكه ته ٫ اې محمده٫ نشې ښوولاي٫ لاره حقه٫ هغه چاته چي خوښ وي ستا٫٫٫٫
٫٫٫٫٫
يادونه
ابوطالب دمكې دجاهلو او لويانو دحملو په وړاندې داسلامي دعوت پاره ديوې پخې او اوچتې كلا حيثيت درلود٫ خو هغه دخپلو پلرونو پر ملت او دين مړسو٫ نو ځكه ئي پوره او كامله كاميابي په برخه نه شوه٫ په بخاري شريفه كښي له عباس بن عبدالمطلب رضي الله تعالي عنه نه روايت دئ وايي٫ حضرت عباس رضي الله تعالي عنه ونبي صلي الله عليه وسلم ته وفرمائل٫ ته خپل تره ته څه كولاي شې٫ په داسي حال كې چي هغه به ستا ساتنه كوله٫ او ستا پر سربه ئي له نورو سره شخړي او جګړې كولې٫ او ستا په خاطر به پر نورو غصه كيدلو٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ورته وفرمائل٫ هغه ددوزخ په دباندينۍ برخه كښي دئ او كچيري زه نه واي٫ نو هغه به ددوزخ په ترټولو ژوره كنده كښي واي٫ ابوسعيد خدري رضي الله تعالي عنه وايي چي يو ځل درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په وړاندې دده دتره ابوطالب يادونه وشوه نو ده وفرمائل٫ لعله تنفعه شفاعتي يوم القيامة٫ فيجعل في ضحضاح من النار تبلغ كعبيه٫
كيداي شي دقيامت په ورځ زما شفاعت ورته ګټه ورسوي او ددوزخ په دباندينۍ برخه كښي ئي ځاي شي چي اور به ئي يواځې تر ښونګرو پوري ورسيږي٫
دابوطالب له وفات څخه دوي مياشتي او يايواځي دري ورځي وروسته دروايتونو داختلاف پراساس دبعثت په لسم كال درمضان په مياشت كي ام المؤمينين حضرت خديجه الكبري رضي الله تعالي عنها د ۶۵ كلنۍ په عمر كي له دې فاني دنيا سترګي پټي كړلي او دغه وخت درسول اكرم صلي الله عليه وسلم دمبارك عمر پنځوسم كال ؤ٫ حضرت خديجه رضي الله تعالي عنها٫ درسول اكرم صلي الله عليه وسلم دپاره دالله تعالي له خوا لوي او ډيرګرانبها نعمت وه ٫ پنځه ويشت كاله ئي يو ځاي سره تير كړو٫ خديجه رضي الله تعالي عنها دغم ا و خفګان په وخت كي درسول اكرم صلي الله عليه وسلم دپاره خوشحالي او ډاډګيرنه وه٫ په سختيو كښي به ئي خواته ولاړه وه٫ درسالت دتبليغ په لاره كښي به ئي ورسره مرسته كوله٫ دجهاد كړاوونه او سختۍ به ئي ورسره ګاللي٫ په ځان او مال سره به ئي له رسول الله صلي الله ليه وسلم سره غمشريكي كوله٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دام المؤمينين خديجې رضي الله تعالي عنها په اړوند فرمايي٫ امنت بي حين كفر بي الناس وصدقتني حين كذبني الناس واشركتني في مالها حين حرمني الناس ورزقني الله ولدها وحرم ولد غيرها٫ خديجې رضي الله تعالي عنها هغه وخت پر ما ايمان راووړ٫ چي خلګ راباندي كافروو٫ او هغه وخت ئي زما تصديق وكړو كله چي خلګو زه تكذيبولم٫ او هغه وخت ئي زه پخپل مال كي شريك كړم٫ كله چي زه خلګو محروم كړي وم٫ او الله تعالي ماته لدې څخه اولاد راكړ٫ او له نورو څخه ئي اولاد رانه كړو٫ بخاري شريف له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت رانقل كوي چي اتي جبريل عليه السلام للنبي فقال ٫ يارسول الله هذه خديجه رضي الله تعالي عنها٫ قد اتت٫ معها انا ٫ فيه ادام او طعام او شراب فاذا هي اتتك فاقرآ عليهالسلام من ربها وبشرها ببيت في الجنة من قصب لا خصب فيه ولانصب٫٫٫٫ يعني جبريل عليه السلام درسول صلي الله عليه وسلم وحضورته تشريف يووړ٫ او ورسره يولوښئ دئ چي پكي څه كتغ٫ سالن٫ خواړه ياڅه دچښلو شي مشروب دئ او كله چي هغه تاته راورسيده٫ نوته ددې درب له طرفه سلام ورته ورسوه٫ او په جنت كښي دزمرودو اوياقوتو دداسي يوه كورزيرئ وركړه٫ چي هلته به نه ځوږ او شور وي اونه ستوماني او درماندګي٫
نوربيا
په درنښت
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي