
زه ستا د ارمانو نو قاتل نه يم ,,, زرينی : نورعلی شاه ځلبلاند
نن بيا لمر خپلی نازنينی وړانګی د ځمکی پر لور شيندلی دورځی په نامه رڼاګانو د تيارو لمن له ځمکی ټولول هر څوک د خپل ورځنی کار سره پوخت وه خو زرينه حيرانه په خيالو کی ډوبه ناسته وه که څه هم نن د زرينی دواده شلمه ورځ وه اودا لا نوي ناوکی خو شنډانو ئ دوينو پتری نيولی وه اود نوی ژوند دا شل ورځی د شلو کالو په څير پری تيری شوی وی ځکه چه داواده د زرينی په خوښه نه بلقی د نورو په خوښه شوی ؤ کله چه زرينه د خپل پلار له کوره را رخصتيدله چه چغو چغو ئ خپل پلار جبار اکاته ويل ته زما دژوند او ارمانونو قاتل ئ
ما خو ته پلار ګڼلی خوته سوداګر وختلی اوداسی نوری ډيری خبری خو جبار اکا خپله خوله په غاښونو زندی کړی وه او هيڅ ئ نه ويل نا څاپه دزرينی بنزئی کورته راغلی لومړی ئ خپلی مور دزرينی بني ته څه وويل چه د زرينی بني هم خپل ږغ په زوره کړی له کله نه چه دا بدمرغه زما کورته راغلی ده خپله خوله ئ وازه نيولی ده له سهاره تر ما ښامه انګولی په زړه کی به می کرکه سول داسی نه وی کمه ټکه زما پر کور واچوی خو ښه سو چه خوله ئ د خپل پلار په غوښو ډکه سوله او بيا ئ په کرکه د زرينی پر لور وکتل ورته وويل ورشه هغه دلال پلار دی مړدی چه د پيسو لپاره زما په کور کی اور را وشيندی او نن به هغه ته پيسی ډيری په ښه ورغلی وی که ئ خوړلی وی خو ښه که نه هغه پاته پيسی په ګور کی ورسره ښخی کړه ګوره هغه مرداری پيسی بيا زما کورته را نه وړې
د پلار و مرګ د ږغ په اوريدو د زرينی رنګ تغير و خوړی د مخ پڼه ئ تکه ژيړه سوله او څه ګړی ګونګی غوندی ناسته وه خو بيا ئ يو دم چيغی ناری کړی زما پلار مړدی خو زه لا نه مرم خداي ج ماخو د پلار مرګ نه غوښتی ماه خو خپل ځان لره مرګ غوښتی
زه خو اوس څوک لرم خدايه ج زه دا ژوند څه کوم هيڅ قريب او خوا خوږی نه لرم
او بيابه چيغی کړی پلاره ما خو غوښته چه تا جوړ روغ ووينم اودرته اودرته ګيله وکړم چه تا ولی زه پر بن سپين ږيری ته ورکږم تا په تل ويل چه زرينی تر ځان څو ځله زياته را باندی ګرانه ئ نو بيا دی راسره داسی څنګه وکړل د زرينی د فکرونو لړی رونه وه چه د پلار کورته ورسيده که ګوری ټول دوستان او قريبان را ټول دی هلته د سرا يي پر غولی د جبار اکا مړي پروت ؤ زرينی په منډه د پلار په لور ور منډه کړل تر خولی ئ داسی چيغی و ختلی چه ټوله حيران کړل کله چه د پلا مخ لڅ کړی داسی ورته څرکنده شول چه پلار ئ د ډيرو خواريو او تکليفونو وروسته ساه ورکړی وه اوکله چه خپل پلار پر تندي مچوی د پلار هغه خبره په ياد ورغله چه ورته ويل به زرينی ته زما د سترګو رڼا ئ زما ژوند ئ ګوره بچيه که ته نه وی نه زه به هم نه يم زرينی دتل په څير دخبل پلا ر پر مخ او ږيره لاس ور تيرکړی په سلګو سلګو ئ ورته وويل اوس به څه راکوی له وړکتوبه چه به می کله ستا مخ او ږيره مسح کوله نو تابه ضرور څه ناڅه راکوله او زه به دی خو شحاله کولم نن خو ستا سره هيڅ هم نشته هوته خو اوس د پيسو شوقی شوی يي پخوا به تا زرينی ته هرڅه ورکول مګر ز ما دواده په ورځ هم ما ستا پر مخ او ږيره لاس در تيرکړی چه تا و پو ښتل نن څه غواړی ما وويل ماله خبله ځانه او کوره مه جدا کوه ځکه که ما ستا سترګی نه ليدی بيا زما ژوند په مرګ حيساب دی ما په خپل کور کی له ځان سره و ساته پلارجانه زه غواړم ستا د ژوند عصا شم تاچه ماته ټول ژوند خو ښی او نازونه راکړی دی موقع راکړه لږ قرض خو دی ادا کړم مګر تا هغه وخت خوله پټه ونيول هيڅ دی ونه ويل اوس به څه ووايي ځکه اوس خو څه ويلی هم نشی پلار جانه زه ستا څه د ډيرو خبرو جوابونه غواړم ما تل خپل فکرونه خوری د ځان او ستا په حقله قسم قسم فکرونه کوم زه غواړم له حقيقته خبره شم چه زه ستا ګنا ګاره يم او که ته زمه ګناه ګاره ئ ماته معلومه ده چه ته خو يو سپيڅلی او رشتنی پلار وی و لی داسی وشول چه تاته نن خلګ د لور پلو رونکی وائی يا ځنی زما دبنی په څير انسانان درته دلال وائ ته خبر ئ چه زه په دا خبرو څو مره زوريږم څومر خوږيږم
د کلی ميرمنو هڅه کول چه زرينه له پلاره جدا کړی ځکه چه ځينی کليوال نارينه چمتو ولاړ وه چه د جبار اکا د غسل او کفن وکړی خو زرينی نوری هم خپلی چيغی په زوره کړی او خپل پلار ئ په غيږ کی ټينګ ونيوی ماله پلاره مه بيلوی زه څوک نه لرم کله چه زرينی پر پلا ر لاسونه را ګرځولی وه داسی ئ احساس کړل لکه پلار چه يو څه ورته وائ هميشه به پلار زرينی ته ويل لورکی زما پر سينه سر کيږده زما زړه څوک يادوی زرينی به ويل پلار جانه ستا زړه د زرينی نوم يادوی چه دواړه به په خندا شول نو نن چه کله زرينی د پلار پر سينه سر ايښی ؤ داسی ورته و ايسيدل لکه د پلار زړه چه اوس هم دزرينی نوم يادوی په عين حال کی لاس د يو څه سره و نښتی چه د پلار د جيب څه ئ يو ليک ر ا وکښی چه پری ليکل شوی وه
ګرانی لورکی زه پوهيږم چه دا ليک به زما په مرګ تاته ور سيږی نو نن په خپل ژوند کی د اول ځل لپاره تا له هرڅه خبروم ځکه چه کله ستا د واده په ورځ تا ماته وويل چه زه ستادژوند او ارمانونو قاتل يم دا خبره په هغه ګړی د اور دسکروټی غوندی زما پر زړه ولګيده اوتر اوسه زما زړه را سوځی تر هغو نه مری تر څو چه ئ زه نه يم وژلی نو نه غواړم چه همدا داور سکروټه ستا نازک زړه هم دروسوځی ځکه تاته هرڅه په ډاګه وايم
بچيه چه تا کله په نړی کی سترګی و غړولی زما په ژوند کی دی ډيری خوښيانی راوستلی د لومړی ورځی څه نيولی تر اوسه تاته په کتو زما زړه ارام او سکون مومی او په ژوند کی هره ورځ تر بله ته ماته را نژدی کيدلی خو ژوند ظالم دی نپوهيږم چه د نورو خلګو سره به څومره وفا وکړی خو زما سره ډير جفا کار وختی او ډير ترينه ګيله من يم له کله نه چه د ځمکنی مين چاودنی زما د بدن اندامونه په هوا ګرځول او مه په خپلوسترګو ورته کتل د هم هغی ورځی څه زما سره د ژوند دښمنی شروع شول او تر اوسه په دا هڅه کی وم چه بيابه دا بي وفا ژوند را پخلا شی خو داسی نه وشول څه ناڅه پيسی چه می درلودی هغه ستا مور زمه په علج خرڅی کړلی زه ئ په شلو او ګوډو پښو دمرګ له غيږی خلاص کړم که څه هم ژوند ډير مشکل او سخت ؤ خو تر مرګ دی بلاباندی شی ډير ژر ژوند يوه بلا څپيړه پر مخ ووهلم کله چه خبر شوم چه ستا يواځنی ورور پر خماربازی او نشو زما دپلار نيکه پاته جائيداد او ځمکه و پلورل داسی می احساس کړل لکه زموږخولو رزق لکه چه نور ختم شو خو هغه ظالم زورورو نشو او غلا ؤته مخه کړل چه په يوه کور کی يو بی ګناه ځوان قتل کړی خو خدای ج له دی شکر وی چه دی ئ هم د هغو په لا س مړ شو
نو اوس زه ته او ستا مور په کور کی پاته شو که څه هم د غريبی او بيوزلی څه ډيری ورځی زه او ستا مور به په شپو شپو وږی تږی ګرځيدو خو تاته به څه ناڅه برابر کړل چه ستا معشوم بدن ژوندی پری وساتی خو ددومره ډيرو غمونو بار ستا مورکئ هم پر اوږو نشو وړلايي اوپه درنه ناروغی پريوته دارو درملوته دډيرو پيسو اړتيا وه چه زموږ سره نه وی قريبان دوستان می ټول و پلټل چه ځينو څه نا څه مرسته را سره وکړل خو ستا د مور درد پری دوا نشو
د هغی رشتنی مينی او خلوص کله هم داته په ارام نه پريښودم چه هغه په دومره تکليفو کی وويم خو له وسه می هيڅ نه وه پوره
چه نا څاپه يو چا راته د يوه ډاکټر ادرس راکړی چه انسانی عضا را نيسی او بيا ئ په کم بهرنی هيواد کی پلوری ما هم وخت غنيمت وګڼی ستا او ستا دمور څه په دا بهانه را رخصت شوم چه د ځوانی دوختونو دوست کره ځم ګوندی څه مرسته راسره وکړی خو سمدستی هغه ډاکټر ته ورغلم ورته ومی ويل هرڅه چه غواړی واخله خو پيسو ته ډيره اړتيا لرم خو ډاکټر د ځينو پوښتنو وروسته راته وويل زما بډوکی يا پښتوګئ کاږی ماهم په هغه ګړی ځان بستری کړی او لکه چه ډاکټر تر ما لا هم ډير تلوار در لودی چه له اپريشين وروسته بيرته کورته راغلم او هغه پيسی می بيا ستا دمور په دارو درملو خرڅی کړی بيا هم حلات بدل نه شول حيران وم چه څه وکړم سپينی ږيری شلو پښو او په يوه بډوکی زما ژوند هم ډير سخت شو او هره شپه ورځ په عذاب راباندی تيريدل
غوښته ځان د مرګئ په غيږ کی ستا د مور له وړاندې ورکړم خو دا ويری به بيرته ژوند ته په زارو کړم چه ستا به څه شی ددوهم ځل لپاره می بيا دډاکټر په لوری مخه کړل چه بيا هم غواړم څه ناڅه درباندی وپلورم دا ځل ډاکټر دچالاکه دوکاندار غوندی راته وويل اوس په تا کی څه پاته نه دی چه پيسی پری درکړم خو بيا هم که غواړی دا يوه سترګه وپلوری زه هم دلمړی ځل په څير ورته پر بستر پريوتم له ډيرو دردونو تکليفونو وروسته په يوه سترګه د څه پيسو سره کورته راغلم
او ستا مور را پويه شول چه ما د پيسو لپاره سترګه پلورلی ده که څه هم هغه وخت د هغی د ژوند شمع پر مړه کيدو وه خو زما پر بی وسی او همدردی ئ ډير وژړل اوماه هم د يوه نارينه او يوه خاوند په حيث بيا بيا ځان کرماوه چه خپلی مخليصی او وفاداری ميرمنی ته می په ژوند کی هيڅ نه ورکړل
کاش چه د ژوند دا اخيری حيصه ئ له دردو او تکليفو وژغورم چه په دا هڅو کی د سترګی پيسی هم دنورو تللو پيسو پر لار ولاړی اوژوند وختی لا هم ستا مور پر مرګ پلورلی وه چه اوس نو په کور کی زه اوته سره پاته شولو ستا د ژوندی پاته کيدو لپاره بيا دژوند په پښو کی ور پريوتلم
مګر داسی نه وشول ستا ورور چه څوک وژلی ؤ هغه ستا د خاوند ورور ؤ چه کله ئ زه بيچاره او بي کسه وليده نو ئ د بدی په بدل کی ستا غوښتنه را څخه شروع کړل که څه هم ما ورته وويل تا سو په خپل بدل کی زما زوئ مړکړی او نور نو زه څه لرم خو هغه متل دی وايي د زوروری اوبه پر لوړه خيږی راته وويل که په زور وی اوکه رضا ستا لور غواړو بيا می ورته وويل په خپل بدل کی ما هم مړکړی خو هغو وويل زه هسی په مړو حساب يم چه اخير له نه ناچاری می ورکړی که نه په زوره ئ رانه بيولی مابه په کمو پښو کم بدن او کمو سترګو ترينه را ګرځولی وی
اوله کله نه چه ته تللی يي پر ما هم ډيری ترخی ورځی شبي تيريدلی هره شيبه مې د ا لله ج څخه مرګ غو ښتی بيلو بيلو ناروغيو داسی ځورولم چه د اوداسه او لمانځه واک می هم نه لرلو
بس ته به می سترګوته دريدلی چه ښه دی زما په کور کی نه ئ که نه تابه هم د بدن عضا پلورلی ولا ي زه به دی هم نه واي جوړ کړی او خپل ځان به دی هم برباد کړی وايي
ګوره زرينی لوری کله چه دا ليک لولئ نو ډيری اوبه وچيښه ځکه چه زه ډير تږي يم د تيرو درو ورځو شپو څه می نه څه خوړلی او نه څښلی دی خړوته خو می هيڅ اړتيا نه وه ځکه چه هر درد به دومره موړ لکه د نړی ټول خوعړه چه می خوړلی وی خوله درده وروسته به می ستونی و چ او ژبه به می په خوله کی نه ښوريده
ټوله شپه او ورځ له درده په چغو او نارو وم تيره ورځ ځنی کليوال راغله ما فکر کاوه چه زما پوښتنی له راغلی دی او څه اوبه به راکړی خو هغو زما څه شکا يت درلو دی چه زه ټوله ورځ او شپه چيغی ناری وهم چه کليوال زما له چغو نارو په خپلو کورو کی خوب نشی کولاي
تيره شپه می ډير هڅه وکړه چه څوک په عذاب نه کړم کله چه په درد زورور شو نو په خپل تن به می خوله ولګول او کله به می خوله د خاورو ډکه کړل چه اواز می په ستونی کی پټ شی
نورعلی شاه ځلبلاند
سوئيلی پښتون خوا چمن