كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: سید جیلاني جلان / نېټه:  21.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : سید جیلاني جلان

له كاڼي جوړه كړي هينـــــــــداره پوخ كمال هم لري
د غرو شـــــډل بډل شاعر مې داسې خيــال هم لري

بلا دې واخلمــــــــــه اشنا د زمــــــــــــــــانو قــــــاتلان
كه سر كې كبر ګرځــــوي پښـــــــو كې زوال هم لري

د جمعې لمـونځ څنګــه په دې كلي كې نه دى روا؟
ملانه واخلــــــــــه تر دې پورې چې كلال هـــــــم لري

دچــــــاپه څيرو ګرېوانو پسې په كټ كټ خنــــــدل
تا ته به ډېرخـــــــــوند در كــــــوي مګر وبال هم لري

سيدجيلاني جلان


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي