كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 47
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10924
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: شمعه شوګیر / نېټه:  21.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : شمعه شوګیر

زمـــــــاغزل هــــم داشنــــاوجــــــــود دی
له ګل نازک دی دښــــــــکلا وجود دی

کلک یې ونـه ګڼئ مـــــــــاتیږي زړونه
زړه دخنــــــدا اودژړا وجـــــــــــــــود دی

 هسې به یې، پرې تېروتلی ګـــــــــوره!
دا ائینه رنګی خو زمـــا وجـــــــــود دی

یو د یوبل سره مـــــــونږ دومـــــره نږدې
فرق یې مشکل دی چې دچاوجود دی

په شمعـــه مالګـــــــــــوئ تورهمځلــــــو
داپــه تیـاره کې درڼـاوجـــــــــــــــــود دی

 


ښکلی   

درنوملګروخویندو او وروڼوسلامونه اونیکې هیلې مې ومنئ! زه چې هرکله هم رومال سایټ ته راغلی یم نو ارومرو مې څه ناڅه نوي پکې موندلي همدا غزل چې له یوه ښکلې انځورسره خپور وو ولوست ډېرخوند مې ترې واخیست دخپلوۍ او مینې ډېره ښکلې تابلووړاندې کوي دومره به ووایم چې /یو د یوبل سره مـــــــونږ دومـــــره نږدې فرق یې مشکل دی چې دچاوجود دی /په دې بیت کې ستره فلسفه وړاندې شوې//////////// ښکلی


ستومان (زړه)   

د ستومان (زړه) سلامونه واخله! الله دې مه ستومانه کوه، غزل مو ښکلی دی ، شعرونه دې ورځ په ورځ رنګین کیږي بس نو زور ورکړه (زړه) درته دعا کوي چې الله دې په شعرونو کې له دې نوره ښه کړه او تل سر لوړي اوسې ،خو حیران یم چې د ستا له غزل سره دا تصویر د چا دی؟ ستومان(زړه)


پښتنه   

قدرمنې خورې سلامونه.په قلم مو برکت ډېر ښکلی غزل مو لیکلی.ستاسو د لا بريالېتویونو په هیله


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي