كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 34
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11123
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: بختیارځدراڼ / نېټه:  23.07.2010  / خپرونكئ:  رومال اداره  /     چاپي بڼه
شخصیت اوشهرت : لیکوال : بختیارځدراڼ

دابرهم لنکن په قول چې پړانګ له مړینې وروسته خپله ښکلي څرمن پریږدي په همدې ډول  دهر انسان ارزواوخواهېش وي چې په ژونداو له ژوندنه وروسته خپل شهرت یا پېژندګلوي پریږدي او دا حقیقت دی چې کله انسان په دنیا کې نه وي دانسان ښه او بد خلک یادوي ،هر وخت چې انسان دیو چا سره دلومړي ځل لپاره مخامخکیږي دهغه لپاره دوه نومونه غوره کیږي خاص سړی او یا عام سړی دهرچا دا خواهېش وي چې دډیروخلکو ورسره خواخوګي او مینه وی مګرډیر خلک دا ګیله لري چې دډیر کوښښ سره هم نه دی کامیاب شوی چې د خلکو توجود ځان طرف ته ورواړوي دښه شخصیت اقتفا‌‌‌‌ء یواځې بایددښه لباس دوینا په اندازاودلفظونوپه ښکلا ونه شي کله نا کله معمولي خبره چې سړی یې د اهمیت واړ نه بولي دانسان لپاره زیانمنه ثابته شي د شهرت او شخصیت لپاره ضروري وي چې کله هم یوڅوک له کوم خپل او یا دوست سره ملویږي مخکې له هغه نه چې د روغباړاوستړي ماشي لپاره هغه راوړاندې شي باید دی وروړاندې شې او په ښه روڼ تندي ورسره روغباړاو پوښتنه ګروهنه وکړې داعمل اوکړنه هغه دې ته آمده کوي چې په راتلونکي کې تاته د روغباړ لپاره دوه ګامه وړاندې راشي دلارډپائرن په قول چې : یو کس  تر هغې له چا نه، نشي متاثر کیدای تر څو چې دزړه جذبات یې به ژبه او خبرو کې ښکاره نه شي
په دې اړه مو یو څو مهمو خبرو ته توجه راګرځوم
: سلام اچول او په ورین تندي روغباړ ۱
۲: له سلام نه وروسته دپوښتنې په وخت کې نرمه حقیقي مسکه او خنداددې خندا له وجې به  مد مقابل شخص دا احساسوي چې دای  زما لپاره په زړه کې ښه خواهېشات لر ي تروشوالی بد مزاجي بلکل ځان ته نږدې مه پریږدئ
۳: دنوم یادول یا په زړه ساتل
 د خپلوانو دوستانو ګاونډیانو دنوم په زړه ساتل دښه شخصیت لپاره ډیر د اهمیت واړدی او باید دملاقات او یا ملویدو په موقع یې پخپل نوم مخطب کړئ دا دهغوی دخوشحالۍ سبب کیږي داستا داهمیت په تسلیمولو یې مجبوره وي خدای مه که کچیرې مو د یو چا نوم له یاده وتلی وي هغه ته هېڅکله دا مه وایئ چې ته ما چیرته لیدلی وې  او یا مې ستا همشکل لیدلی ځکه د هر سړی خواهېش وي چې دهغه پیژاندنه له خپله نوم څخه وي
۴: خوش اخلاقي هغه زینت د ی چې ستا لپاره ددښمن په زړه کې هم ځای پیداکوي له داسې خبرو خا موشي غوره ده چې دچا دخبرو درکاوټ اویاپرېکړون سبب جوړیږي او یا پرې د بل شخص بې عزتي کیږي له ناخول(فېسخان) نه پرهیز پکار دی ،پیغورورکول اویا هغه ته دهغه غلطیانې ورپه ګوته کول دجنګ د شروع کولونه کم نه وي ،له ژبې څخه داسې واتلي خبرې په سړي کله نا کله ډیرې بدې لګېږي
یو جاپانی متل دی چې: دوه ګوتې ژبه کله شپږ فټه سړی وژني په هروخت کې خوش کلامي له نظره ماباسئ
 ۵: له بحث نه ډاډه کول پکاردي
دخبرو په وخت کې له بحث نه لرې اوسئ بحث یو داسې شی دی چې سړی د خلکو له زړونو نه اوباسي او له غزت نه سړی محرومه وي بحث کول تاته څوک رجوع کولای نه شي مګر خفه کولای یې شي
که یو څوک ستا په خبرو خاموش هم شي ددې دا مطلب نه دی چې هغه له تا سره موافق دی
د میران په قول چې : دبحث کولو پځای له بحث لرې تېښته غوره ده خپله خبرې کمې کوه او اوره یې ډیرې دبل چا خبره همیشه په غور سره اوره ځکه دا جوته خبره ده چې هر سړی داوریدو په ځای داورولو سره دلچسپي لري، ستا په غور سره اوریدل یې ستا قدردان کوي
دکولرج په قول : کم ګواو دښه اوریدونکي به هر وخت اوهرځای کې ښه استقبال کیږي
۶: تعریف کول
دا هم داهمیت واړ خبره ده چې له چا سره ملویږئ دهغه دیو شي تعریف کړل پکار دي اویا دهغه  دیوې خبرې یادونه پکارده چې هغه له تا سره په مخکني ملاقات کې کړي وي  دا هغه پدې مجبوره وي چې تر ځنډه درسره وداري اوخپلي خبری تولنۍ کړي او په اینده کی یې ستا د لیدو لیواله کړي .
۷: چا ته نصحت نه دی پکار ځکه چۍ په اکثره خلکو بد اثر کوي
دبرناډ شاه په قول چې : وایي نصحت چاته مه کوئ کم عقل یې نه مني او هوښیار ته یې ضرورت نشته دا حقیقت دی چې هیڅوک  دا نه قبلوي چې هغه کم عقل دی او دبل مشوری ته ضرورت لري که یو څوک تا ته خپل مسایل بیانوي په غور سره یې اوره او مشوره په هغه صور ت کې ورکوه چې له تا نه یې غو ښتنه وکړي او په ورکړل شوي مشورې  دعمل کولو هم مه ورته وایه ځکه چې  عمل کول اونه کول یې په هغه پورې اړه لري
 ۸: له ماشو مانو سره مینه
 ملاقات که کور دننه وي او که له کوره څخه بهر خو که له چا سره ماشومان وو  هغوی سره دوه درې خبرې او مینه دهغوی په مور او پلار ژور اثر پریږدي
۹: تخفه ورکول
خپلو انو او دوستانوسره د ملاویدو په وخت کې نیک شګونۍ مبارکۍ ورکول او دځینو مهمو ورځو په مناسبت دتخفو ورکول او د ښادۍ اوغم په وخت کې خبرول دهغوی په زړونه کې ستا  له پاره ښي هیلې پیدا کوي او د کومي ښکڼې په وخت چې له تا سره یې څوک وکړي دسینکا په قول چې : شکرایه ادکول له هغه چانه چې له تاسره یې ښیګړه کړي دهغه دښیګړې اول قسط ادا کول دي
۱۰ : بلنه ورکول
له ملاقات کولونه ورورسته د رخستیدو په وخت کې خپل کورته دهغه بلنه یا دعوت کول مه هیروئ بلکه په هغه باندې یې ښه ټینګار هم کوئ  په داسې صورت کې  هغه دا احساسوي چې دملکرتیا واړ شخص دی اود رخصتولو په وخت کې ورسره د کور یا کلا تر اخری دروزې پورې تلل پکاردي دا حدیث نبوي دی : نه دئ له مونږ نه هغه څوک چې دکوراویا کلا دروازې ته دچا ښه راغلاست  ته ورځي مګر رخصتوي یې دکور له دهلیزه .
بختیار ځدراڼ


دردمن زړه   

زما له خوا درومال ټولو مینه والو ته سلامونه رښتیا چې ډېره دارزښت واړ لیکنه ده زه فکر کوم چې مونږ ته مو ښه پیغام راکړئ تر خپله وسه به پرې عمل کوم نور خدای پوه شه اوکارونه یې


andaleeb   

andaaz di saada di kho khabari di da diro maano daki di


لمر پاڅون   

سلامونه ځدراڼ صیب! الله دې وکړي چې روغ او جوړ به یاست،ګرانه پورته لیکنه مو ډېر ارزښت لري او هغه څه په کې دي چې یو انسان باید ترې کار واخلي او په ورځني ژوند کې پر عمل وکړي،د ستاسو دا ډول لیکنې د ستایلو وړدي،الله دې خوشاله لره، لمر پاڅون


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي