كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 49
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10926
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: محمدعلي عمري / نېټه:  23.07.2010  / خپرونكئ:  رومال اداره  /     چاپي بڼه
دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله

اته ويشتمه برخه
دادواړه ډيري دردونكي پيښي وي چي په ډيره كمه موده كي يوپه بل پسي پيښي شوي٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ئي ډير درداوه٫ او زړه ئي ډير غمجن او خفه شو٫ او په همدې پسي دغمونو ورته مخه شوه٫ دابوطالب له وفات څخه وروسته مشريكين ورباندي راروږدي شول٫ او جرءت ئي وموند٫ او نبي صلي الله عليه وسلم ته ئي په ښكاره اذيت رساوه٫ اوظلمونه ئي ورباندي كول٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دومره غمونو واخيست٫ او زړه ئي دومره ودريد چي نور ئي له دې خلګو اميد قطع شو٫ اوپه دې هيله ئي دطائف لاره ونيوله٫ چي كيداي شي هلته ئي څوك دعوت ومني٫ پناه وركړي او دخپل قوم په مقابل كي مرسته ورسره وكړي خو هلته هم هيچا دخداي درسول دعوت ونه مانه٫ پناه ئي ورنه كړه٫ او هيڅ ډول مرسته ئي ورسره ونه كړه٫ بلكه دهغه ځاي خلګو دنيكي پر ځاي دومره بدي ورسرهوكړله٫ چي په مكه كښي چا نه وه ورسره كړې٫څومره چي پر رسول اكرم صلي الله عليه وسلم باندي د دمكې دمشريكينو ظلمونه زيات شول هومره پر اصحاب رضي الله عنهم باندي ربړوني اوظلمونه زيات شول٫ تردې چي دنبي اكرم صلي الله عليه وسلم نژدې ملګري ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه هم مجبور شو٫ چي دحبشې پر لور دهجرت لارونيسي٫ له كوره ووت٫ او تر برك الغما پوري ورسيد٫ خو هلته ابن الدغنه وليد٫ او بيرته ئي مكي ته راوست٫ ابن اسحاق وايي دابوطالب له وفات نه وروسته٫ قريشو پر رسول صلي الله عليه وسلم باندي داسي ظلمونه وكړل٫ چي دابوطالب په وخت كښي دهغو ظلمونو تصور هم نه شو كيدلاي٫ آن تردې چي دقريشو يوه ګمراه او جاهل يوه ورځ درسول صلي الله عليه وسلم٫ پر مبارك سر خاوري ورواچولي٫ او دالله تعالي رسول صلي الله عليه وسلم همداسي ګردجن اوپه خاورو لړلي سر كورته تشريف يووړ٫هلته ئي يوه لور ورپاڅيده او دخپل ګرانقدر پلار مبارك سر ئي ور ومينځه خاوري ئي ورنه پاكي كړلي او ژړل يي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ورته وويل لورې٫ ته مه ژاړه٫ الله تعالي ستا د پلار ساتنه كوي پدې وخت كي رسول اكرم صلي الله عليهوسلم داهم وفرمائل٫ قريشو تر هغه وخته پورې په ما كار نه درلودلو ترڅو ابوطالب وفات شو٫ او څرنګه چي پدې كال كي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم يو په بل پسي غمونه او دردونه پيښيدل ن داكال ئي دعام الحزن دغم كال په نامه سره ونوماوه٫ اوپه همدې نامه په تاريخ كي شهرت لري٫٫٫٫٫٫٫
په همدې كال كښي يعني دبعثت په لسم كال دشوال په مياشت كي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم له حضرت سوده رضي الله تعالي عنها سره واده وكړو حضرت سوده رضي الله تعالي عنها په اسلام مشرفه شوې وه اوپه دوهم ځل هجرت كي حبشې ته مهاجره شوې وه لومړئ مېړه ئي سكران بن عمرو نوميده٫ هغه هم مسلمان ؤ او له دي سره ئي يوځاي هجرت كړئ ؤ خو هملته حبشه كي وفات شو٫ يا داچي مكې ته راستون شو او وفات شو٫ او كله چي دسوده رضي الله تعالي عنها عده پوره شوه٫ نو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم نكاح ورسره وركړله٫ او دا لومړنۍ بي بي ده چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دخديجې رضي الله تعالي عنها تر وفات وروسته نكاح ورسره كړې ده خو وروسته سوده رضي الله تعالي عنها خپل نوبت حضرت عايشې رضي الله تعالي عنها ته هبه كړئ بخښلي ؤ٫٫٫٫٫٫٫٫٫
دلته دډير پياوړي عقل او غټ زړه خاوندان هم حيرت او ګوته په غاښ دريږي او دلوي علم اوپوهې خاوندان هم داپوښتنه كوي چي هغه كوم عوامل او اسباب وو چي دمسلمانانو ددومره عظيم صبر او اثبات سبب شويدي؟ هغوي دداسي ظلمونو په وړاندي څنګه او څه ډول ټينګ ولاړؤ٫ او داكوم زور ورسره وو چي داسي ظلمونه او كړاوونه ئي زغملاي شو٫ نو ددې په خاطر چي دا ډول پوښتني ځواب شوي وي لازمه بولو چي دلومړنيو مسلمانانو دصبر او اثبات ځيني عوامل تر نظر تير كړو٫ ددې ثبات او مقا ومت لوړنئ اساسي عوامل پر لوي خداي ج باندي ټينګ ايمان ؤ٫ او دهغه حقيقي پيژندنه او درست معرفت دئ ځكه يوځل چي زړه دايمان په نور سره منور شي او دايمان شمعه په زړه كښي بله شي نو بيا هغه تر غرونو هم ټينګ وي او هم دروند او دداسي ايمان خاوند ددنيا ټول مشكلات او كړاوونه كه هرڅو مره دير او خطر ناك وي په هيڅ شميري هغه دايمان دلذت او خپل اعتقاد دراحت په وړاندي هيڅ مشكل ته مشكل نه وايي او دايمان په لاره كي دهيڅ غم او كړاؤ پروا نه لري دا اساسي علت او سبب نوري څانګي هم لري چي هر يوه ئي دثبات او صبر په لاره كي دبيل بيل اهميت درلودونكي ده او هغه داده٫ داسي قيادت او مشرتابه چي پر زړونو حكومت كوي رسول صلي الله عليه وسلم نه يواځې داسلامي امت بلكه دټول بشريت قائد او لارښ،د دئ دداسي جسماني جمال نفساني كمال٫ كريمانه او نيكو اخلاقو عظيم كردار او ډيرو غوره عاداتو درلودونكي ؤ چي زړونه به په خپله ورته تسليميدو٫ دنبي صلي الله عليه وسلم پر امانتدارۍ صدق ٫ رښتينولي او نورو ښيګڼو باندي تر دوستانو وړاندې دښمنانو هم اعتراف كاوو٫ هره خبر چي به دنبي صلي الله عليه وسلم تر مباركې خولې راوتله حتي ډير غټ دښمنان به هم دهغې پر صدق باندي پوره متيقن وو٫٫٫٫٫٫
يوځل له قريشو دري كسان سره راټول شول دوي هر يوه بېل بېل اوپه پټه قراڼ كريم اوريدلئ ؤ٫ لومړئ يو له بل څخه خبر نه وو خو بالاخره ئي راز فاش او يوپه بل خبر شول٫ له دري دريو نه يو ابوجهل وو٫ كله چي دري واړه سره راټول شول نو يوه يي له ابوجهل څخه وپوښتل٫ چي ووايه دهغه څه په هكله چي له محمدصلي الله عليه وسلم څخه دي اوريدلي دي ابوجهل په ځواب كي ورته وويل٫ ماڅه اوريدلي دي؟ اصلي خبره داده چي په شرف و عظمت كي زموږ او بنو عبد مناف تر مينځ مقابله او مسابقه وه هغوي غريبانوته خواړه وركول٫ موږ هم وركول٫ هغوي خلګو ته دسپرلۍ بندوبست كاوه موږ هم ورته سپرلۍ برابرولې٫ هغوي خلګوته مرستي وركولي موږ هم ورسره كومكونه كول٫ خو اوس عبد مناف وايي چي زموږپه مينځ كي داسي نبي صلي الله عليه وسلم دئ چي له اسمانه وحي ورته راځي٫ نو اوس وواياست چي موږ به كله دې ته ورسيږو٫ قسم په خداي موږ به كله هم پر دې سړي ايمان رانه وړو٫ او كله به هم ده تصديق ونه كړو٫ همداراز ابوجهل به هم داويل٫ اې محمده موږ تا دروغجن نه بولو خو هغه څه تكذيبوو چي تا راوړي دي ٫ نو الله تعالي دا آيت شريف را نازل كړو٫
فانهم لا يكذبونك ولكن الظالمين بايات الله يجحدون٫
ژباړه نو بېشكه دوي نه كوي تكذيب ستا٫ په واقع كي وليكن دا ظآلمان په ايتونو دالله
انكار ٫ دمسخري ٫ كوي٫٫
همداراز ابي بن خلف به تل رسول صلي الله عليه وسلم ته دقتل اخطارونه وركول يوځل رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دده په ځواب كي ورته وويل چي نه ته ٫ نه بلكه زه به تا وژنم ان شاء الله٫ او كله چي داحد په غزاكي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دابي بن خلف پر غاړه دنيزې ګوزار وكړو خو كه څه هم هغه معمولي ټپي شوئ وو خو داسي ئي ويل محمد ص٫ ماته په مكه كي داويلي وو چي زه به تا وژنم او همدا وجه ده او كه هغه ماته لاړي هم راتوكړي نو زما روح به له كالبود څخه وزي٫
همداراز يوځل سعد بن معاذ په مكه كي اميه بن خلف ته وويل ما له رسول اكرم صلي الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چي فرمايل يې٫ چي ته به دمسلمانانوپه لاس وژل كيږې٫ ددې خبرې په اوريدو سره داميه زړه ولوېد٫ ويرې واخيست او له ځان سره ئي دا عهد وكړو٫ چي له مكې څخه به دباندي نه وځي٫ او دبدر دغزاپه وخت كي چي دابوجهل دډير اصرار په وجه مجبورسو٫ له مكې نه ووت نو يوډير تيز او توند اوښ يې واخيست ترڅو دخطر پر وخت ئي ژر له صحنې راوباسي٫ په دې وخت كښي چي اميه له مكې څخه دمدينې په لور تګ ته تيار سو٫ نو ښځې ئي ورته وويل اې ابوصفوانه تا دهغه يثربي ورور خبره هيره كړې ده ابوصفوان په ځواب كي ورته وويل٫ نه دهغه خبره مي نه ده هيره كړې٫ قسم په خداي له هغوي سره تر دې نژدې ځايه پوري ځمه٫ دا وو درسول اركم صلي الله عليه وسلم ددښمنانو حال٫ خو درسول اكرم صلي الله عليه وسلم ياران اصحاب كرام رضي الله تعالي عنهم٫ دومره دخپل عظيم لارښود په مينه كي ډوب وو چي مرګ او ژ،ند ئي په هغه مبارك پوري تړلئ وو٫ هغه مبارك يي دسترګو تور دزړه سر وو٫٫٫٫
يوه ورځ دنبي اكرم صلي الله عليه وسلم ستر ملګري ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه دمشريكينو له لوري څخه ډير زيات ووهل سو٫ خلګو تر لغتو لاندي ونيو عتبه بن ربيعه په دوو پيوندو شويو څپليو واهه٫ پر مخ يي ډير ګوزارونه وركړل٫ بيايې پر خېټه وروخوت٫ دومره وټكول سو٫ چي مخ او پزه يي سره يو سول٫ وروسته دبني تميم خلګو په يوه تكه كي ونغښت او كورته يي يووړ٫ چا هم دا ګومان نه كاوه چي هغه به ژوندئ پاتي شي٫ خو دوځې پهوروستۍ برخه كي هغه پر حال سو٫ خبري يي وكړلي٫ او داسي يې وويل٫ درسول اكرم صلي الله عليه وسلم څه حال دئ په دې خبره ورباندي د قوم خلګ په غصه شول٫ پړه او ملامتي يي ورباندي وويله٫ بيا پاڅيدل او دده مور ام الخير ته ئي وويل٫ چي څه وركړه چي ويې خوري او ياڅه په وچيښه٫ او كله چي يې مور ورسره تنها او ګوښې پاتي شوه٫ ډير اصرار يي ورباندي وكړو٫ چي څه وخوري او ياڅه وچيښي٫ خو ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه به دا ويل٫ چي درسول الله صلي الله عليه وسلم څه حال دئ٫ نو مورئي ورته وويل٫ قسم په خداي چي زه ستا دملګري په حال نه يم خبره٫ ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه ورته وويل٫ ولاړه سه او له ام جميل بنت الخطآب نه دهغه په اړوند پوښتنه وكړه٫ مورئي ووتله٫ او ام جميل ته ورغلله او ورته ئي وويل٫ زما زوي ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه٫ دمحمدصلي الله عليه وسلم په اړوند له تا څخه معلومات غواړي٫ چي هغه څنګه دئ؟ ام جميل رضي الله تعالي عنها ورته وويل٫ چي زه نه ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه پيژنم او نه محمد بن عبدلله پيژنم٫ خو كه ته غواړې چي زه ستا زوي ته درسره ورشم٫ نو درځه چي ځو٫ دواړې راووتلې٫ اوركورته راغلې٫ كه ګوري چي دابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه حال بل ډول دئ ام جميل ورلنډه شوه او چيغه ئي كړه٫ قسم په خداي دغه خلګ چي ته ئي دې حال ته رارسولئ يې فاسقان او كافران دي٫ دالله تعالي څخه دا غواړم چي ستا غچ او انتقام ورنه واخلي٫ ابوبكرصديق رضي الله تعالي عنه ورته وويل٫ درسول صلي الله عليه وسلم څه حال دئ٫ ام جميل ورته وويل دلته خو ستا مورده٫ او هغه زموږ خبري اوري ده ورته وويل چي له هغې څخه مه ويرېږه٫ نو ام جميل ورته وويل٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم جوړ او روغ دئ٫
ده ورته وويل اوس چيرته دئ دې ورته وويل هغه اوس په دارالارقم كي تشريف لرې٫ بيا ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه وويل٫ له خداي تعالي سره دا عهد كوم چي تر هغه پوري به نه څه وخورم او نه به څه وڅښم٫ ترڅو درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په حضور كي حاضر شوئ نه يم٫ موريې او ام جميل ورته وويل اوس صبر وكړه ترڅو خلګ كورونو ته ولاړل٫ تګ راتګ بند شو٫ بيا هغوي درسول صلي الله عليه وسلم دمالقات په خاطر ووتل ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه په داسي حال كي چي په ام الخير او ام جميل پوري ئي تكيه كوله درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په خدمت كي حاضر شو٫ دهمدې مينې له كبله ٫ پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايي٫ چي كله چي زه دالله تعالي ديدار ته دعوت كړل شوم نو كله چي اوم اسمان ته دجبرائل عليه السلام په ملګرتيا سره ورسيدم٫ نو هلته بيا زه ډير زيات ګبراؤ شوم ډير ودارېدم
ځكه به دغه وخت كي دشا له لوري ما دابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه ږغ واورېد نو كله چي ما ددې خپل محبوب ملګري ږغ واورېد نو هك حيران شوم او يو دم مې زړه داډه شو٫ بيا مې له جبرائيل عليه السلام څخه تپوس وكړو چي دا څه كيسه ده دا خو زما ديو ملګري ږغ دئ بيا جبرائيل عليه السلام راته وويل چي ستا دډاډ په خاطر خداي پاك دابوبكر صديق په نامه سره يوه ملائيكه پيدا كړه داپه دې خاطر چي ابوبكر صديق ستا يو دسي دوست دئ چي په دنيا كښي دهغه مثال نشته ٫ پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايي چي بيا زما له زړه څخه هر ډول خطر لري شو او بيا په داډه زړه دالله پاك ديدار ته ورغلم٫٫٫٫٫٫
په هر صورت٫ قرآن كريم به مسلمانانوته كله په صريحه لهجه او كله په كنايه سره داډول زيري وركول پدي سختو شپو او ورځوكي چي تر مسلمانانو لاندي زمكه سور اور ګرځيدلي وه٫ له هرې خوا راګير وو نژدې وو چي زړونه يي وچوي٫ په همدې غمجنو حالاتوكي به قرآن كريم دپخوانيو انبياوو او ددوي دمشريكو اقوامو حالات او واقعات بيانول٫ او دې آيتونوبه دهغه حالاتو او واقعاتو كيسي كولي چي دمكې دمسلمانانو اوكفارو تر مينځ به يي ډير زيات ورته والئ درلودو٫ اوپه دې ترتيب سره به ئي مسلمانانوته دپخوانۍ زمانې دحق او باطل دجګړې هغه نقشه په مخ كښي ايښودله چي دوي به اوس دسر په سترګو ليدله٫ بيابه ئي ددې جګړې نتيجه هم ورته اعلانوله٫ او دابه ئي ورته ښ،ول٫ چي الله پاك ظالمان او كافران حه ډول برباد كړي دي او دزمكې حاكميت ئي خپلو نيكو بندګانوته سپارلئ وو٫ له همدې ډول كيسو څخه داپه ډاګه كيدله٫ چي دمكې مشريكان به به نژدې راتلونكي كي له شرميدونكي ماتې سره مخامخ شي٫ مسلمانان به برئ مومي او اسلامي دعوت به خپل منزل ته رسيږي٫ له هغه آيتونو څخه چي ددعوت په دې مرحله كي رانازل شوي دي او دمسلمانانو دبري او فتحي زيرئ وركوي ځيني يي دادي٫
ولقد سبقت كلمتنا لعبادنا المرسلين انهم لهم المنصورون وان جندنا لهم الغالبون فتول عنهم حتي حين وابصرهم فسوف يبصرون افبعذابنا يستعجلون فاذا نزل بساحتهم فساء صباح المنذرين٫
ژباړه په تحقيق پخوا لا صادر شوي دي حكم زموږ دپاره دمرسلينو بندګانو زموږ چي بيشكه له هم دوي سره مدد كړل شوي دي او بېشكه لښكري زموږ خامخا هم دوي كاميابه دي٫ پر كفارو٫ پس مخ وګرځوه ته ٫ اې محمده ٫ له دوي نه تر يو وخته پوري اوګوره ته دوي ته پس ژر ده چي وبه ويني دوي٫ عاقبت خپل٫ آيا پس په راتلو دعذاب زموږ تلوار كوي دوي پس كله چي نازل سي عذاب په ميدان ددوي پس بد به وي سبا دوير وليو شويو٫
خباب بن ارت رضی الله تعالی عنه وایي٫
اتیت النبي صلی الله علیه وسلم وهو متوسد بردة وهو في ظل کعبة٫ وقد لقینا من المشریکین شدة فقلت الا تدعو الله فقعد وهو محمروجهه٫ فقال لقد کان من قبلکم لیمشط بمشاط الحدید مادون عظامه من لحم وعصب ما یصرفه ذالک عن دینه ولیتمن الله هذالامر حتی یسیر الرکب من صنعاء الی حضر موت مایخاف الا الله زاد بیان الراوي٫ والذئب علی غنمه ٫ وفي روایة ولکنکم تستعجلون٫
ژباړه٫ یوځل زه د رسول صلی الله علیه وسلم په خدمت کي حاضر شوم رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دکعبې شریفي سیوري ته په یوه چادرتکیه وهلي وه٫ دغه وخت موږ دکفارو له لاسه ډیر په عذاب وو ماورته وویل٫ اې رسول الله٫ ته الله تعالی ته سوال او دوعا نه کوې٫ رسول صلی الله علیه وسلم ددې خبري په اوریدو سره را کښیناست٫ مبارک مخ یې تک سور شو٫ او ویې فرمایل٫ هغه خلګ چي له تاسو څخه مخکي تیر شوي دي٫ غوښي او اعصاب به یي تر هډوکو پوري داوشپني په ږمنځو توږل کیدل خو په دې سختیو سره به هم هغوي له خپل دین څخه نه اوړېدل٫ او بیایې وفرمایل٫ الله تعالی به دا دین مکمل غالب او بریالئ کوي تردې چي سپور به له صنعاء تر حضرموت پوري سفر کوي او له الله پرته به دبل څه ویره نه وي ورسره٫ البته مېږو ته به دلېوه خطره هم نه وي٫ ٫٫٫٫٫٫٫٫
داهم باید وویل شي چي دفتحي دازیرئ څه پټ او مخفي نه وو بلکه دا دمسلمانانو او کفارو ټولو غوږونو ته رسیدلئ وو٫ وایي چي اسود بن عبدالمطلب او ملګرو به ئی چي کله درسول صلی الله علیه وسلم اصحاب رضی الله تعالی عنهم ولیدل٫ نو داستهزاء او ریشخند په ډول به ئی ورته ویل٫ دادي دزمکې باچهان راغلل وګورئ دوي به پر کسرای او قیصر بریالي کیږي٫ بیابه یي چک چک کا وه او لاسونه به یي پړکول٫ همدا دځلانده مستقبل او بالاخره په جنت کي دابدي او دایمي ژوند زیرئ او امیدونه وو چي مسلمانانوته یي دهغه لویو دردونو اوسختو ظلمونو ګالل٫ او زغمل٫ اسانه کړي وو او هغوي یي په دې باوري کړي وو چي دا تیاري به حتما روښانه کیږي٫ او دا دغم دور به خاتمه مومي٫ نوربه بیا خوشحالي او سعادت وي٫ ددې تر څنګ به رسول صلی الله علیه وسلم دوي ته روحي غذا هم ورکوله٫ دهغوي زړونه او دماغونه به ئی دایمان په روڼا روښانه کول٫ دقران کریم٫ احادیثو٫ په واسطه به ئی دهغوي نفساني تزکیه کوله٫ په ایمان او عقیده به یي روزل٫ یواځې دالله پاک سره دمینې ولوري ته به ئي رابلل٫
نوربيا
په درنښت
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ


محمدعلی عمری   

سهیل صاحب درته په مینه او درناوي خپل سلامونه او نیکي هیلي ډالۍ کوم خدای دې جوړ او روغ لره ګرانه خوشحاله شومه چي دغه دثواب لړۍ ګورې انشاء الله دغه لړۍ به تر ډیره پوري روانه وي ستاسو دملګرو ددوعا په هیله محمدعلی عمری سهیلی پښتونخوا مسلم باغ


سهیل/سعودي عرب   

عمري صیب کور مو ودان له تاڅخه هیله کوو چې دا لړۍ هره جمعې ورځې مونږ ته خپره کړې ځکه دجمعې په ورځ رمونږ رخصتي وي اوپه ارامه زړه یې لوستلای شو کور مو ودان رب دې اجرونه درکړي سهیل


ستومان(زړه)   

سلامونه د ستومان (زړه) له خوا ومنه! الله دې مه ستومانه کوه! د ستاسو له لړۍ څخه دا برخه مې نن ولوسته،د جمعې ورځ ده نو زیات خوند یې راکړ او ډېر څه مې تر یاد کړل،الله دې ثوابونه درکړي. ستومان(زړه)


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي