۱ _ ملګري ملتونه : د امپرياليزم د معضلو د پلي کولو اداره
٢_ آزادي : شيخ فريده خوله پټه بهتريده
٣ _ ديموکراسي: دښځو به منې
۴ – حکومت : ميم زر ما دا ټوله زما
۵ _ وزارت : خپلوانو او حزبي ملګرو ته کار پيداکول
۶_ رياست : عمومی اداری مدير سره لومړی وګوره
۷ _ عمومي اداري مدير: دپيسو پيداکولو فعاله الاجي
۸ _ ولايت : وړوکی امارت
۹ _ قوماندان : خپل سری ټولواک
۱۰ _ باډي ګارد : د چرسو او هيرويينو معتاد
۱۱_ آمنيت : هر څوک د خپل کور څوکيدار
۱۲ _ صاحب منصب : جانانه ستا يادونه مي په زړه باندي وريږي
۱۳_ پوليس: بې ماډله ډمان او د فلم لوبغاړي
۱۴: ترافيک : چاي پاڼې ورکړه
۱۴_ نظامي وسايط : دشر و فساد او قاچاق سهامي شرکت
۱۵_ فوځ : او هو! ډګروال صاحب
۱۶_ ولسوال : نه د حکومت اونه دولس ( استازې ) نماينده.
١٧_ملک : دوه جنګوه حکومت کوه.
١٨ _ ملت : ( صم،بکم،عمی ) ړوند،کوڼ اوشل شوټ مخلوق
۱۹ _ ښاروال : لاس دبري کاردی
۲۰ _ څارنوال : دلته چي اوسيږی ته تورو ته به سپين وايی سپين ويل به ګران ګڼې
۲۱ _ قاضي : پګړۍ غوا وخوړه.
۲۲ _د ښځو چارو رياست : راشه که توديږي.
۲۳ _ حقوق بشر : ۸۰٪ فيصده د ښځو، ۱۵٪ فيصده د ماشومانو او ٪۵ فيصده د ځوانانو. د سړيو دي خدای مل شي
۲۴ - هنرمند : زما په زر روپی قدم ږدي
۲۵ - ملا : دوخت اواز، د تکبير چيغه، د خان، حاجې او ريس صيب د سپينولو ښه صابون او جواز
۲۶ - انجو ( N.G.O ): لنګه غوا.
۲۷ - ټيکه دار : په ورځ کې ۵۰۰ګرامه چاغ
۲۸ - دکاندار : څوک يی پوښتنه کوي
۲۹ - خدمت : چاته وايی.
۳۰ - صداقت - د بدبختی پنډ.
۳۱: صادق: اهل کار نه دي
۳۲ - خيانت : صاحبه! سلام په دواړو لاسونو
۳۳: خاين : خادم ملت و دين
۳۴ - مخدره مواد : ښه ژوند
۳۵ - سګريټ : دوخت مود او فيشن.
۳۶ – القاعده: د ليبراليزم پيشاهنګ
۳۷: اسامه : د کم عقلو پغمبر او د سي ايې ای ( CIA ) مامورګې