كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 33
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11122
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: صفی الله سمون / نېټه:  24.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
ګران وطن : سمون

وطـــن مې اســلامي دی او قانون مې شرعي
کافــــر ته به ځواب ورکړم په هسی توغندي
شــــړلې مي دي تانه او شــړم به یې مــــدام
جزبه مې ایــــماني ده هر قدم مې دنــــــــبي
اولاد د میرویس خان یمه نړۍ له ماویریږي
پتنګ یمه دمینې قصد مې کړی لازمـــــــــي
چې څو پورې ژوندی یم داشعار دي زما ګوره
هره مینده مې نازو ده دغه خاوره افـــــــغاني
چې چا ایښي زما په پاکه خاوره کې قــــــــدم
چنګیز مې غولولی زوریدل مې دســــــتوري
راغلي وو پرون تاته استــــعمار یې کړی وې
بې لارو ته دلارو ورښودل مې دي حتــــــمي
د شمیره وه وتلي ګرځیدل ستا په ځیـــــګر کې
په چــل او ول دې وژني دا وژل مي ضروروي
قرار یی دلته نشته دوی لـــــیدلي ندي څــــــــه
کــــنه ورشه پوښـــــتنه وکړه خپله د هـــــغه
دا خاوره اســـلامي ده مولانا پکی اوســـــیږي
مومــــن ته اخــــرت دی د دنیا نه بي غمـــي
سنګر مو دي نیولی لاس په لاس کی افغانانو
افغان سره چی مخ شوی ورکیدل دي دې حتمي
ســـمونه وایي افغانه سوله وکړي بس دی ګرانه
چي ته مې قــــــبول نه کړې بل مې کله قــبلوي
صفی الله سمون جرمنی٠


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي