كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 47
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10924
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: سیدجیلاني جلان / نېټه:  24.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : سیدجیلاني جلان

نه د لښــــــکر نه د ټوپک نه د تربـــــــــــــور سړى يم
زه د بې زړه په نوم د سيمې مشهـــــــــــــور سړى يم

چې کاينات هم ترې ښـــــــــکلا ته تازګي اخـــــــلي
زه په هغـــــه زه په هغـــــــه پسې رنځـــــــور سړى يم

راشــــــه چې پرې دې مينځم نن په شبنمي لاسونو
لکه سپرلى نن په ګلرنګــــــــــو اوبو سور سړى يم

پښتـــــون يم خو که ته له ماانســـــــان وژنه غواړې
په دغــــــــه کار کې نو نه ځوان يم نه باتور سړى يم

دهينــــــــدارو مخـــــــو زمانو پاچا که هم شم جلان
خو ستا غلام يم اشنا ستا د خولې مزدور سړى يم
                              سيدجيلاني جلان


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي