كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 46
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10923
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: انعام الله ګوهر / نېټه:  25.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : انعام الله ګوهر

روغ او لېــــوني راته يو شـــــــــوي دي
خپل دي که پردي،راته يو شــوي دي
نيسي مې لمنې ورتلی نـــــــه شمــــــــه
ګل سره اغزي راته يو شـــــــــــــوي دي
بيا مې رقيبان د يار په خـــــوله باندې
له کلي نــــه شړي،راته يو شــــــوي دي
خپـــــل ژوند تېرولو ته مې نه پرېږدي
اوس  خپل ګاونډي  راته يو شوي دي
وطن په غريو نيـــــولي انداز دا ووې!
خــدايــه!خپل بچي  راته يو شوي دي
ګوهره بيا مې دا خلک په مينـــــــه کې
دار تـــــه خېژوي،راته يو شــــــــوي دي
پېښور


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي