كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 32
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11121
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: عندليب دير  / نېټه:  25.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
د دير او سوات په غم څو اوښکې : عندليب دير

 [وجود مې اور اخستی]
چا لګولی د سرونو تود بازار دی
وجود مې اور اخستی
عالمه بيا په پښتنه خاوره يلغار دی
وجود مې اور اخستی
په ښکلې خاوره کې مو څوک کر د بارودو کوی
مونږه ړانده خو نه يو
مونړه ړانده خو نه يو هغه زوړ ښامار دی
وجود مې اور اخستی
چاته شهيد اووايم چاته مجاهد اووايم
په هيڅ هم نه پوهيږم
په هيڅ هم نه پوهيږم هر طرف ته دار دی
وجود مې اور اخستی
پلار چې پخپله بچی وژنی څوک به څه اوواي
ضمير ي زنګ نيولی
ضمير ي زنګ نيولی فکر ي مکار دی
وجود مې اور اخستی
هغه چې تا ورله انصاف ګټو په کډه تلی
بس دی قلار شه لالا
بس دی قلار شه لالا امن مې پکار دی
وجود مې اور اخستی
په شنو درو کې د لمبو تماشه نه شی ليدی
سا ترينه واخله ربه
سا ترينه واخله عندليب ورته تيار دی
وجود مې اور خستی


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي