كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 48
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10925
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: فدامحمدګډېوال / نېټه:  26.07.2010  / خپرونكئ:  بختيارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : فدامحمدګډېوال

راښکاره سترګې یو وارکړه بیا به ځې
مړ دزړه مې سو انګار کړه بیا به ځې
زه خزان وهلی ګل لاره کې پروت یم
تازه ترمې په دیدار کړه بیا به ځې
زنکدان کې مې لږ خواله رانږدې شه
دا احسان راباندې بار کړه بیا به ځې
منکل خپله مې دزړه له پاسه کېږده
ورخطا زړه مې قلارکړه بیا به ځې
تبۍ تورې راپسې پخپله بندکړه
جنازه کې ځان حصارکړه بیا به ځې
دفداګډیوال دغه یو خدمت دی
تورې خاورې پرې امبارکړه بیا به ځې

 


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي