نهه ويشتمه برخه
امام انبياء صلي الله عليه وسلم په طايف كي
دنبوت په لسم كال دشوال په مياشت كي چي د ۶۱۹ كال دمئ مياشتي له وروستيو او دجون له لومړيو سره سمون خوري٫ رسول صلي الله عليه وسلم دطايف په لوري روان شو٫طآيف له مكې څخه تقريبا شپيته ميله لري ده٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دغه ټوله مسافه تګ راتګ په پښو وكړو٫ پدې سفر كي دده مبارك ازاد كړل شوئ مرېيئ٫ غلام٫ زيد بن حارثه هم ورسره ملګرئ وو٫ رسول صلي الله عليه وسلم چي به هرې قبيلې ته ورسيدو نو داسلام بلنه به يي وركوله٫ خو هيچا يي هم دعوت ونه مانه٫ او كله چي طايف ته ورسيد نو دسقيف له قبيلې څخه دريو وروڼو ته چي دري واړه يي رئيسان او مشران وو ورغي دهغوي نمونه٫ عبد ياليل٫ مسعود٫ او حبيب ٫ او دپلار نوم يي عمرو بن عمر الثقفي ؤ٫ هغوي ته ورغي او دالله تعالي و لوري ته يي راوبلل٫ داسلام دتائيد او ملاتړ غوښتنه يي يي ورنه وكړله٫ نو له هغو څخه يوه ورته وويل٫ كه الله تعالي ته رسول راليږلئ وې٫ نو زه به دكعبې پردي څيري كړم٫ بل ورته وويل٫ الله تعالي له تانه پرته بل څوك نه دئ پيدا كړئ چي ته يي راليږلئ يې٫ دريم ورته وويل٫ قسم په خداي كه زه له تاسره خبري وكړم٫ ځكه كه چيري ته په رښتيا سره رسول وې٫ نو بيا ستا بري ردول زيات خطر لري او كچيري په الله پوري دروغ تړې٫ نو بيا ددې وړ نه يې چي خبري درسره وكړم٫ نو رسول صلي الله عليه وسلم ورنه پاڅيد خو دائي ورته وفرمايل٫ تاسي خو دا وكړل٫ خو ګورئ دا خبره او راز به پټ ساتئ٫ رسول صلي الله عليه وسلم لس ورځي په طايف كي پاته سو٫ ددې ځائ ټولو مشرانو سردارانوته ورغي٫ او داسلام بلنه يې وركړه٫ خو هيچا هم ونه منله٫ په پاي كي هغوي ورته وويل٫ چي زموږ له وطن څخه ووزه٫ او نه يواځې داچي٫ درسول اكرم صلي الله عليه وسلم دعوت يي ونه مانه٫ بلكه خپلو بدمعاشانو ته يي وويل٫ چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ته اذيت او تكليف ورورسوي٫ نو كله چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دبيرته راتلو اراده وكړله٫ هغه جاهل او ګمراه خلګ ورباندي راټول شول٫ ليكي ليكي ورپسي روان وو٫ ناري او سوري يي جوړي كړي وي ستر لارښود مبارك صلي الله عليه وسلم ته به يي ښكنځل كول ٫ له بدو ردو سره سره به يي په ډبرو هم ويشت او له مباركو پښو څخه يي دومره ويني وبهيدلي چي دواړه څپلۍ پايزاريي پهوينو لمدي شوي٫ زيد بن حارثه رضي الله تعالي عنه به لكه ډال داسي دفاع ورنه كوله ځان به يي ګوزار ته وړاندي كاوه ترڅو رسول صلي الله عليه وسلم ورنه په امن كي پاته سي بالاخره دزيد بن حارثه رضي الله تعالي عنه سر هم مات سو دا احمقان او جاهلان هم داسي ورپسي وو ترڅو له طايف نه دري ميله لري رسول صلي الله عليه وسلم پر دې مجبوره شو چي دربيعه دزامنو عتبه او شيبه باغ ته فنا يوسي او همدلته بيا هغه ظالمان او احمقان ورڅخه وګرځيدل رسول صلي الله عليه وسلم دانګورو تر سيوري لاندي يوه ديوال ته تكيه وكړه او كله چي يي دمه جوړه شوه٫ نوئي هغه دوعا وكړه چي دمستضعفينو ددعا په نامه سره مشهوره ده ددې دعا له هرې فقرې څخه دا څرګنديږي چي دطآيف دخلګو ددې ظلم بد سلوكۍ او لدې نه چي هيچا اسلام ونه مانه درسول صلي الله عليه وسلم زړه څومره درديدلئ وو او لدې دعا نه دا معلوميږي چي هغه وخت رسول اكرم صلي الله عليه وسلم څومره غمجن وو هغه دعا داسي ده چي رسول صلي الله عليه وسلم وايي٫
٫٫٫
اللهم اليك اشكوضعف قوتي وقلة حيلتي وهو اني علي الناس يا ارحم الراحمين انت رب المستضعفين وانت ربي الي من تكلني الي بعيد يتجهمني ام الي عدو ملكتم امري٫ ان لم يكن بك علي غضب فلا ابا لي ولكن عافيتك هي اوسع لي اعوذ بنور وجهك الذي اشرقت له الظلمات وصلح عليه امر الدنيا ولاخره من تنزل بي غضبك او يحل علي سخطك لك العتبي حتي ترضي ولاحول ولاقوة الا بك٫
ژباړه٫ اې خدايه زه دخپلي كمزورئ بي بسئ او دخلګو په وړاندې دخپلي بي قدرئ شكايت تاته كوم اې له ټولو نه رحيم او مهربانه خدايه ته دبې وزلانو رب يې او ته زما رب يې ته مې چاته سپاري پردي اوبيګانه ته مي سپاري چي ظلم او زياتئ راسره وكړي؟ او يامي كوم داسي دښمن ته سپارې چي ما معامله هغه ته سپارې ده كه ته راته په غضب او قهر نه وې نو زما هيڅ پروا نشته خو ستا عافيت ماته ډير وسيع او پراخه دي زه ستا دجه٫ مخ٫ په هغه نور فنا غواړم كوم چي تياري يي روڼا كړي دي او هغه چي دنيا او اخيرت ورباندي جوړ شوئ دئ او برابر شوئ دئ لدې نه پناه غواړم چي ته راباندي خپل غضب وكړې او يا ستا دعتاب مورد وګرځم ستا رضا غواړم ترڅو ته راضي شي او پرته له تا نه بل زورور او قوت خاوند وجود نلري
٫٫٫٫
كله چي دربيعه زامنو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم وليد زړه يي پرې وسو٫ خپل غلام يې چي عداس نوميده او نصراني وو راوغوښت او ورته ويې ويل٫ دا يو وږئ انګور واخله او هغه سړي ته يې وروړه كله چي عداس انګور درسول صلي الله عليه وسلم په مخكي كيښود٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم بسم الله وويله او لاس يې ور اوږد كړو او انګور يي وخوړل٫ عداس ورته وويل٫ ددې وطن خلګ خو دا خبره يعني بسم الله نه وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل٫ ته دكوم ځاي يې او دكوم دين پيروي كوې؟ عداس ورته وويل زه په دين نصراني او دنينوي اوسيدونكئ يم رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل ښه ته دصالح سړي يونس بن متي عليه السلام كليوال يې عداس ورته وويل هغه زما وروردئ هغه نبي وو او زه هم نبي يم نو عداس يوځل درسول صلي الله عليه وسلم پر سر لاسونو اوپښو ورپريوت او مچي كول يې هلته دربيعه زوي خپل ورورته وويل٫ غلام خو يې درته بې لارې كړ او عداس چي بيرته راغي دوي ورته وويل دا څه كيسه وه اې عداسه؟ عداس ورته وويل اې باداره پدې ټوله دنيا كښي تر دې سړي غوره سړئ نشته ماته يې داسي معلومات راكړل چي په هغې له نبي پرته بل څوك نه پوهيږي دوي ورته وويل عداسه ګوره چي تا له خپل دين څخه وانه ړوي ستا دين دهغه تر دين غوره دئ رسول صلي الله عليه وسلم له باغ څخه راووت٫ اوپه داسي حال كي دمكې پر لور روان شو٫ چي زړه ئي له حسرتونو او غمونو څخه ډك وو٫ او كله چي قرن المنازل ته ورسيد نو الله تعالي جبرائيل عليه السلام ورته راوليږه٫ له هغه سره دغرونو فرښته هم ملګرې وه٫ هغوي ورته وويل٫ چي كه غواړې نو امر راته وكړه چي دمكې پر خلګو دا خشبين دواړه غرونه راچپه كړم٫ بخاري شريفې داكيسه په مفصله توګه له عروه بن زبير نه روايت كړېده وائي عائشې رضي الله تعالي عنها راته ويلي چي٫ انها قالت للنبي صلي الله عليه وسلم هل اتي عليك يوم كان اشد عليك من يوم احد؟ قال لقيت من قومك مالقيت وكان اشد ما لقيت منهم يوم العقبة اذ عرضت نفسي علي ابن عبد ياليل ابن عبد كلال فلم يجبني الي ما اردت فانطلقت وانا مهموم علي وجهي فلم استفق الا وانا بقرن الثعالب وهوالمسمي بقرن المنازل فرفعت راسي فاذا انا سحابة قد اظللتني فنظرت فاذا فيها فيها جبرئيل فنا داني فقال ان الله قد سمع قول قومك لك وما ردوا عليك وقد بعث الله اليك ملك الجبال لتامره بما شئت ان شئت ان اطبق عليهم الاخشبين اي لفعلت والا خشبان هما جبلا مكة ابوقيس والذي يقابله وهو قعيقعان قال النبي صلي الله عليه وسلم بل ارجوان يخرج الله عزوجل من اصلابهم من يعبد الله عزوجل وحده لاشريك به شيئا
ژباړه ٫٫٫
حضرت عايشه رضي الله تعالي عنها وايي٫ يوځل ماله رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وكړه٫ چي آيا پر تا باندي داحد له ورځې نه هم سخته ورځ دررغلې ده؟ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم وفرمائل٫ هو ٬ ستا دقوم له لاسه چي مې څه ناكردې ليدلي دي هغه يې ليدلي خو له ټولو نه سخت او زيات مصيبت هغه وو چي دعقبې په ورځ ورسره مخ شوم هغه وخت چي دعبد ياليل بن عبد كلال زوي ته ورغلم دعوت مې وركړ٫ خو هغه زما خبره او بلنه ونه منله نو زه په داسي حال كي چي غمونو او حسرتونو اخيستئ وم٫ بيرته راروان شوم هيڅ په ځان نه وم خبر ترڅو قرن ثعالب ته راورسيدم دلته متوجه شوم٫ پورته مې وكتل كه ګورم يوه ټوټه وريځ مې په سر روانه ده او سيورئ راباندي كوي په ځير مې ورته وكتل كه ګورم چي جبرائيل عليه السلام پكي دئ اواز يي راته وكړ٫ او راته يې وفرمايل٫ ستا قوم چي څه خبري درته وكړلې الله تعالي هغه واورېدلې٫ نو اوس الله تعالي دغرونو فرښته درته راليږلې ده اوس ستا خوښه ده چي څه امر ورته كوې هغه به همداسي كوي پدې پسې دغرونو فرشتې ږغ راته وكړو٫ سلام ئي راباندي واچاوه او راته يې وويل٫ اې محمده ستا خوښه څه امر راته كوې كه ته امر راته كوې چي دا دواړه غرونه ابوقيس او قيقعان چي اخشبين ورته وائي٫ وربانډي راچپه كړم٫ نو همداسي به وكړم٫ خو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل٫ نه زما دا هيله ده چي كيداي شي الله تعالي له هغوي نه داسي زوزاده نسل پيدا كړي چي يوآځې ديوه الله پاك عبادت به كوي او هيڅ شريك به ورسره نه نيسي درسول الله صلي الله عليه وسلم لدې ځواب نه دده دشخصيت عظمت ٫ او ددنيا دمباركو اخلاقو رفعت او اوچتوالئ ښه څرګنديږي٫ او ددې ځواب په اوريدو سره سليم عقل دا حكم كوي چي رښتيا هم رسول الله صلي الله عليه وسلم ددومره عظيم شخصيت او لوړو اخلاقو درلودونكئ وو چي انساني عقل يې له ادراك څخه عاجزدئ٫٫٫
لنډه دا چي نبي صلي الله عليه وسلم پدي الهي او غيبي نصرت او كومك چي الله تعالي له اسمانه ورته راليږلئ وو ډير ډاډه او مطمئن شو٫ غمونه او حسرتونه يي له زړه څخه ووتل٫ اوپه پوره ډاډ سره دمكې خواته په سفر روان شو٫ تر څو وادي نخله ته ورسيد هلته څو ورځي پاته شو هغه وخت په دې ځاي كي يواځې دالسيل الكبير اوالزيمه سيمي داوسيدونكو وړ وئ ځكه هلته اوبه او ابادي وي خو موږ له تاريخي مصادرو دا نه كړه معلومه چي نبي صلي الله عليه وسلم دلته په كومه يوه سيمه كي اوسيدلئ وو په همدې موده او په همدې ځاي كي الله پاك رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ته يوه دله پيريان هم راوليږل٫ قرآن كريم دوه ځايه له دې پيريانو څخه يادونه كوي او فرمايي٫
واذصرفنا اليك نفرا من الجن يستمعون القرآن فلما حضروه قالو انصتوا فلما قضي ولو الي قومهم منذرين قالوا يا قومنا انا سمعنا كتابا انزل من بعد موسي مصدقا لما بين يديه يهدي الي الحق والي صراط المستقيم يا قومنا اجيبوا داعي الله وامنوا به يغفرلكم من ذنوبكم ويجركم من عذاب اليم٫
ژباړه٫ او ياد كړه هغه وخت اې محمده٫ كله چي وګرځول موږ تاته يو ټولئ له پيريانو څخه چي غوږ به يې ايښوده قرآن ته پس كله چي حاضر شول دوي٫ دې قران ته٫ وويل دوي په خپل منځ كي چپ شئ تاسو اې پيريانو بيا كله چي تمام شو تلاوت دقران بيرته وګرځيدل قوم خپل ته ويرونكي له عذابه كه همغسي كافران پاتي شي٫ وويل دوي اې قومه زموږ بېشكه موږ واورېده داسي يو كتاب چي نازل كړل شوئ دئ وروسته له موسي په دې حال كي چي تصديق كوكئ موافق دئ له هغو كتابونو سره چي پخوا له دې نه وو لاره ښيي حق دين ته ا و لارې سمي ته اې قومه زموږ قبول كړئ تاسو قول دبلونكي دالله او ايمان راوړئ پر ده باندي چي مغفرت درته وكړي الله تاسي ته ګناهونه ستاسي او خلاص به كړي تاسو الله له عذاب درد ناك څخه
بل ځاي د جن په سورت كي داسي فرمايي
قل اوحي الي انه استمع نفر من الجن فقالوا انا سمعنا قرانا عجبا يهدي الي الرشد
فامنا به ولن نشرك بربنا احدا
ژباړه ٫٫ ووايه اې محمده دوي ته وحي راغلې ماته چي بېشكه شان داچي واوريده قرائت زما يوه ټولۍ له پيريانو نه نو وويل دوي نورو قومونو خپلوته كله چي بيرته ورغلل چي بېشكه موږ واورېده يو قرآن عجيب په فصاحت او بلاغت سره چي هدايت كوي رشد ايمان او حق ته نو ايمان راوړ موږ پر هغه قران او هرګز به شريك نه كړو پس له دې ورځې له رب خپل سره بل هيڅوك
٫٫٫٫٫٫٫٫
ددې آيتونو له سياق او همداراز ددې پيښې په اړوند له را نقل شويو روايتونونه داڅرګنديږي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم تر هغې پوري دپيريانو په دې ډله باندي نه وو خبر ترڅو الله تعالي ددې آيتونو په ذريعه خبركړو٫ اورسول صليالله عليه وسلم ته دادپيريانو لومړئ ځل راتګ وو او له احاديثو څخه داپه ډاګه كيږي چي پدې پسي درسول صليالله عليه وسلم حضور ته دپيريانو راتګ څو واره تكرار شوئ دئ دپيريانو داراتګ او دهغوي اسلام منل په حقيقت كي يو بل غيبي كومك وو٫ چي الله تعالي دخپل غيب له خزانې دهغه لښكرو په واسطه له رسول اكرم صلي الله عليه وسلم سره وكړ٫ كوم چي له الله پاك څخه بغير بل څوك په خبر نه دي٫ او بل داچي ددې پيښې په هكله رانازل شويو آيتونو درسول الله صلي الله عليه وسلم ددعوت دبري زيرئ هم وركاوه٫ او دايي په ډاګه اعلانوله چي دزمكې پر مخ هيڅ قوت ددې دعوت مخه نه شي نيولاي٫ او نه يي له خپل منزل نه پر شا كولاي شي٫ لكه چي فرمايي٫
من لايجب داعي الله فليس بمعجز في الارض وليس له من دونه اولياء٫٫
اولئك في ضلال مبين
ژباړه ٫ او هغه څوك چي ونه مني بلنه دبلونكي پس نه به وي عاجز كونكي دالله په تيښته سره په ځمكه كي بلكه هيچيري او نه به وي ده ته بې له هغه الله څخه دوستان مددګاران دغه كسان په ګمراهي ښكاره كي دي
٫٫٫
بل ځاي قرآن كريم فرمايي
وانا ظننا ان لن نعجز الله في الارض ولن نعجزه هربا
ژباړه٫ او بېشكه موږ يقين كاوه چي له سره به موږ عاجز نه كړو الله په ځمكه كي چي ترې پټ او خلاص شو او له سره به نه عاجز كوو موږ دغه الله په تيښتې سره كه ترې وتښتو٫
٫٫٫٫٫٫٫٫
دالله تعالي په دې بشارتونو او كومكونو سره درسول الله صلي الله عليه وسلم له زړه څخه غمونو اوپريشانيو كوچ وكړو٫ هغه په داسي حال كي له طايف څخه راوتلئ وو چي په سينه كښي ئي دنورو غمونو ځاي نه وو نا هيلي او نا اميدي يې سترګو سترګو ته كيدله٫ خلګو نه يواځې چي دده خبره يي نه وه منلې بلكه له خپلې سيمې څخه يي راشړلئ وو٫ خو دلارې په اوږدو كي الله تعالي زيري او غيبي كومكونه ورسره وكړل چي غمونه او دردونه يي ټول هېر شول په ټينګ عزم سره دمكې پر لوري وخوځېد٫ ترڅو هلته له نوي عزم او نوې روحيې سره خپل دعوت پر مخ بوزي٫ او خلګو ته دالله تعالي دين ورسوي٫ پدې وخت كښي زيد بن حارثه ورته وايي٫ جنابه صلي الله عليه وسلم٫ ته څنګه بيا مكې ته ننوزې په داسي حال كي چي دمكې خلګو ٫ قريشو٫ ته ددې ځڅاي پريښودو ته اړ كړي يې٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل٫ اې زيده رضي الله تعالي عنه٫ دا حالات چي ته ګورې٫ الله تعالي به خامخا موږ ته دنجات او خلاصون لاره پيدا كوي٫ الله تعالي حتما دخپل دين مرسته كوي٫ او خپل نبي ته برئ ورپه برخه كوي٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم وخوځېد تر څو دحرا ٫ لمنې ته ورسيد هلته معطل شو او له هغه ځاي نه يي٫ دخزاعه كورنۍ يو كس اخنس بن شريق ته احوال واستاوه٫ او له هغه څخه يي دپناه غوښتنه وكړه٫ خو هغه معذرت وغوښت او وئي ويل٫ چي زه خپله حليف يم دتړون او عهد خاوند يم او حليف خو چاته دپناه وركولو حق او صلاحيت نه لري٫ نو بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم سهيل بن عمرو ته پيغام وروليږو٫ چي ده ته پناه وركړي خو سهيل په ځواب كي ورته وويل٫ چي بني عامر دبني كعب په مقابل كي چاته پناه نه شي وركولاي٫ نو بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم مطعم بن عدي ته دپناه غوښتنې پيغام واستاوه٫ په ځواب كي مطعم ورته وويل چي هو په رښتيا سره پناه په غاړه اخلم نورئي خپله وسله راواخيستله زامن او دقوم خلګ يې راوغوښتل او ورته يي وويل٫ خپلي وسلې راواخلئ او دكعبې شريفي سره شاو خوا٫ ودريږئ ځكه ما محمد صلي الله عليه وسلم ته پناه وركړې ده٫ بيا يې محمد صلي الله عليه وسلم ته پيغام واستاوه٫ چي اوس راځه مكې ته رادننه شه٫ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم په داسي حال كي چي زيد بن حارثه هم ورسره ملګرئ وو مكې ته راننوت٫ او مسجد حرم ته يې تشريف يووړ٫ پدې وخت كي مطعم بن عدي پر خپله سپرلۍ ودرېد او اعلان يې وكړ چي اې قريشو٫ ما محمد صلي الله عليه وسلم ته پناه وركړې ده٫ نور به هيڅوك ورسره غرض نه لري هلته رسول الله صلي الله عليه وسلم حجر اسود ته ورغي مچ يې كړو دوه ركعته لمونځ يې وكړو٫ بيا خپل كورته روان شو مطعم او زامن او نور خلګ دقوم يې مسلح تر شا روان وو٫ ترڅو رسول الله صلي الله عليهوسلم خپل كورته دننه شو٫ ويل كيږي چي ابوجهل له مطعم بن عدي څخه پوښتنه وكړه چي تا محمد صلي الله عليه وسلم ته پناه وركړه او كه دهغه دين دې ومانه٫ ا و دهغه پيروي شوې٫ مطعم ورته وويل ما پناه وركړه٫ نو ابوجهل ورته وويل٫ چاته چي تا پناه وركړې ده موږ هم هغه ته پناه وركوو٫
رسول الله صلي الله عليه وسلم دمطعم بن عدي دا نيكي هيڅ كله هم نه ده هېره كړې٫٫٫
هلته دبدر په ورځ چي مسلمانانو يو شمير مشريكان په اسارت نيولي وو او جبير بن مطعم دځينو بنديانو او اسيرانو په دازادولو پخاطر درسول الله صلي الله عليه وسلم وحضور ته راغي رسول الله صلي الله عليه وسلم داسي ورته فرمايلي وو٫
لوكان المطعم بن عدي حيا ثم كلمني في هؤلاء النتني لتركتهم له٫ يعني كه چيري مطعم بن عدي ژوندئ واي او ددې بوينو په هكله يې درته خبره كړې واي نو ما به دده پخاطر دوي ازاد كړي وو
٫٫
نور بيا
په درنښت
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ