كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 34
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11123
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: شهاب بنوڅی / نېټه:  26.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : شهاب بنوڅی

چیرته چې د شرم اوحیا جونـــــــــــــــګړه وسوزي
هلته دې ملګـــــــــــــــــــرو ددنیاجونګړه وسوزي
څنګه دې چې نن دیو مظلوم جونګـــــــړه وسوله
داسې به ظالمـــــــــه! سبا ستا جونګـړه وسوزي
دلته دجونګـــــــــــــــړې سره ذکردمحــــــــل کیږي
ړنګ به دې محل شي که زما جونګــــړه وسوزي
خوله مې له ناکامــــــه دسکوت په تار ګنډلې ده
زړه مې ګڼې سوزي چې دچا جونګــــــړه وسوزي
نوم دزروروخلقوبیا چې په خـــــــــــــــوله وانخلې
هسې نه شهــــــــابه چې دې بیاجونګــــړه وسوزي


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي