كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 47
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10924
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: محمدیوسف خدمتګار / نېټه:  26.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : محمدیوسف خدمتګار

اوښکې چې څـــــــاڅي نو له ننګه څاڅي
نه چې رقیب سره له جنـــــــــــــــــګه څاڅي
داوچی سترګې دې اوس ټیټي ګـــــرځي
غاړه که غــــــوڅه شي هم دنګــــــه څاڅي
دنګې شمـــــــــــلې دلوپټــــــــــو برکت دئ
هسکی په پت دچـــــــــــــا له څنګه څاڅي
میندې خـواري کوي چی لوی کړي بچي
بچي بی لاری شي بی رنګـــــــــــــه څاڅي
دسیند دکاڼو په څیر زړونه کلک شـــول
زمونږسرونه  بی غورځنګـــــــــــــه څاڅي
تورتم کـــــــــوټو کی دتورتم شاګـــــــردان
په تورو شپـــــــــــو کی  بی د رنګه څاڅي
سپیدې چـــــــــــــاودلي خو توپان راغلئ
دخدمتـــــــــګار کاروان بی زنګه څاڅي

محمد یوسف خدمتګارمزدورزوی
ناروی


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي