كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 32
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11121
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: احمدجاوید منګل / نېټه:  27.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
نيوکه : احمدجاویدمنګل

نن دې کړم په خپلــــــــــــواک زړۀ باندې نيوکه
ده روا دېـــــــــــــــــوال کاږه باندې نيـــــــــــــــوکه
چې زخمــــــــــــــــــــونه ورانوي مرهم يې نۀ شي
شي پداسې بدبو خـــــــــــــــــــــولۀ باندې نيوکه
که يو خوسا بانجــــان کارتن خوسا کوي ټول
داسې شي ستا تېرواتۀ باندې نيـــــــــــــــــــوکه
د شلېدلي پاڼ تر سيـــــــــــــوري لاندې درومي
دا چې کيږي پښتانۀ باندې نيـــــــــــــــــــــــــــوکه
مــــــــــــــا هم دتن وينې دې بڼ لره ورکــــــــــــړي
کړم يې ځکــــــــــــه ورانېـــــــــــــدۀ باندې نيوکه
خپلـــواکۍ په نوم چې ځان ياغي او لوڅ کړي
مؤمن خود کوي هـــــــــــــــــاغۀ باندې نيـــــــوکه


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي