كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: انعام الله ګوهر / نېټه:  28.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : انعام الله ګوهر

څــــــه په بې وفـــــا باندي اوښتی يم
خلکــــــه پـــــــه بلا باندي اوښتی يم
نه مي خپلوي،نه مي پرېږدي بل ته
داسي په يو چـــــا باندي اوښتی يم
نن مي اندازه دخـــوښۍ نشته هيڅ
نن په ورک اشنــــا باندي اوښتی يم
وار کوه دکړس خنــدا دې ځار شمه
نن خــــو پـــه ژړا بانــــدې اوښتی یم
هره يوه ادا يې جـــــــــــــــــوړوي غزل
د حسن په پاچـــــا باندي اوښتی يم
 نه ګـوهره اوس يې پرېښودی نه شم
اوس په دې ګناه بانــــدي اوښتی يم


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي