كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 48
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10925
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: سیده حسینه ګل تنها / نېټه:  28.07.2010  / خپرونكئ:  بختيارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : حسینه ګل تنها

ښـــــــکاره هرغم انبارانبارزمــــــا په ځان اوسېږي
په زړه کې پټ مې دخـــــوږې مینې جهان اوسېږي

زه دیوې مینې قائلـــــــــــــه یم تر مرګـــــــــه پورې!!
ستاپه خــــــــاطرکې وایه څومره خدایان اوسېږي

دځـــــــان مخلص مې پیدانه کړوکه هرخواته لاړم
ویړه دنیاکې مې دفن تش قــــــــــــــدردان اوسېږي

چرته احساس چې به دا ستـــــــادنوم نغمې چېړلې
هلته دې اوس دهجرغم ستړی ستــومان اوسېږي

زمادژوبل احساس مل به وایه څنګــــــــــه هېر کړم
تن کې مې روح دی،عقیده کې مې ایمان اوسېږي


بختیارځدراڼ   

سلامونه درنولوستوالو:: هیله ده چې درومال په ثبات کې به مو رول مثبت وي :::: بختبارځدراڼ


malgary   

هم محبت مين بهی توحيد کے قايل هے فراز ايک هی شخص کو محبوب بناے رکهنا


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي