كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: طالب منګل / نېټه:  29.07.2010  / خپرونكئ:  بختيارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : طالب منګل

ماتې له یار ســـره وعدې ډېرې شوې
اوښکې له سترګو نه راتلې ډېرې شوې

نن دې پـــــــه شونډو داغ له وینو سره
بېګا مچکې لــه ما درې ډېـــرې شوې

اوس بـه زه هیر وم د جانان له سترګو
پـــه جدایی کې رانـه شپې ډېرې شوې

زه د جانان پـه تصویر خوب وړی وم
شوګیره لږې کـــه  ډیوې ډېرې شوې

یو څوک زما پـــــــه نوم دعا هم کوي
یو چا پــــه مـاپسې ښیرې ډېرې شوې

نن سهار خـوب راپسې سترګې یووړې
بېګاه لـــه هغې نـــه کیسې ډېرې شوې

اوس زه پـــــــه خپل وجود باور نه لرم
سلګۍ لـــــه درد سره سړې ډېرې شوې

طالب منګل


سترګه   

ټولو ته سلم کومه له څه وخت ورسته نیت ته راغلم او واړه شعرونه د رومال ویب پانې ښایسته و خو د طالب منګل غزل مې زیات خوش شو منګل صیب سلامونه مې ومنه الله دې همداسې بریالی لره لکه تر ننه پورې چې یی زیاته خوشله شوم چې دستاسو شعر مې ولوست الله دې نوره هم غزلونه شکلی کړه ... سترګه


عبدالله کاکړ   

یو څوک زما پـــــــه نوم دعا هم کوي ـ یو چا پــــه مـاپسې ښیرې ډېرې شوې ډېر شکلی په ګوتو دې برکت شه. عبدالله کاکړ


غوړګه   

سلامونه منګل صیب! دومره خوندور شعر دی چې همدا اوس مې لس وارې ولوست،الله دې همداسې ځوان او تکړه لره،دومره ښکلي شعرونه زه بې له رومال پاڼې بل چیرته نه شم پیدا کولی، د ځدراڼ صیب څخه مننه ، اوس بـه زه هیر وم د جانان له سترګو ،پـــه جدایی کې رانـه شپې ډېرې شوې ، ډېر ښکلی بیت او هر بیت یې ډېر ښکلی دی ،همدا اوس مې د ستاسو په خوږ غزل تنده ماته شوه. دستاسو غوړګه


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي