كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: نصرت الله وفا  / نېټه:  29.07.2010  / خپرونكئ:  بختيارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : نصرت الله وفا

خدایزده چې څنګه دې تنها پریښودم
له ځـــــــــــــان نه لرې دې جدا پریښودم

بېــــــګا مې ټوله شپه له ځان سره ویل
دمینې جنــــګ کې دې اشنا پریښودم

دا مې ګناه  وه چې مې ونه خنـــــــــــــدل
په لویه لار کې دې په دا پریښـــــــــودم

زه په دې تمــــــــــــــه چې وصال به وشي
خو  ټــوله شپــــــــه دې په ژړا پریښودم

مینـــــــــه دې وکړه خو بیــــا لاړې پسې
پـه چـــم ګاونډ کې دې رسوا پریښودم

ښکلي هیڅکلــــــــــــــه نه خپلیږي  وفا
ځکـــــــه په ژوند کې بې وفـا پریښودم

کابل – وزیر محمد اکبرخان مینه
 


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي