كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 47
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10924
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: مروا(الفت)کندهار / نېټه:  14.04.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدران  /     چاپي بڼه
غزل : مروا الفت

کلــــــــه ناکلـــــــــه مي يو دردلکـــــه اغزى ځوروي
له ټول وجــــودنه سي  راتير راته زړګي ځوره وي
کاشکي د هيلــو په لاس وروړمه کچکول د ليمو
دغه احساس مي اکثريت مازديګرى ځـــوره وي
اخر به مور کي پر ما بوره نور به نه ورګـــــــــــــورم
کله مې خـال کلـــــــــــه باڼه کله پيکى ځوره وه وي
څنګــــــــــــه له شرمـه چـــــــــــــــــــاته ووايمه داخبره
چې مي خپل يارنن په مثـال لکه پردى ځوره وي
ده دهوښيار له نامــــــــــــه ډيره ګټـــــــه پورته کړله
پر خپل قصـــــــــور هم ما د ميني ليونى ځوره وي
بلبل لا ګل نه وي ليـــــــــدلئ خزان سر کي ښکاره
ما په دې ملک کي دا نيمـګړى پسرلى ځوره وي
زړه د الفت به خود مړووانده وي په دې مالت کي
داسي خبري کلــــــــــــــه کلـــــــــه هر سړى ځوره وي
مروا( الفت)د کندهار ولايت څخه


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي