كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 34
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11123
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: بختیارځدراڼ / نېټه:  17.07.2010  / خپرونكئ:  رومال اداره  /     چاپي بڼه
غزل : بختیارځدراڼ

جانان او ائینه
دحُسن امتحـــــــــــان  اخـــــــلي ائینه
داوښکـــــــوترې تاوان  اخـــلي ائینه

په سترګـودجــانان ګــوري جـــــانان
 نن بیا ترې څــه پیمان اخــــلي ائینه

له شــــــــونډو یې ګلان اخـــلي ائینه
رنګــــــــونه له جــــــانان  اخـلي ائینه

سینـګاریې کړه نن ډېره په نخــــــرو
له چـــانه به پرې ځــان اخـــــلي ائینـه

بختیاره دزړګي خیردې غــــــــــواړه
کتونه یې هېجـــــــــــان اخــــلي ائینه


رفيع الله زيار   

بختيار صيب ډېر ښكلى غزل دى خداى د ژوندى راته لره رفيع الله زيار خوست


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي