كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 34
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11123
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: ډاکتر حسن / نېټه:  17.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
نازک لمس به يې بهانه شو : ډاکتر حسن

نازک لمس به يې بهانه شو
زمونږ دکور نه لږ ور وړاندې
په یوه اوږد ژور پټي کې
چا وایښي چنارونه
تا به وې چې مقتدیان دي
په صفونوکې ولاړدي

 اسمان څکي يې ځواني وې
دوړوکوچنیانوغوندې
نازک لمس به يې بهانه شو
پسخیدل اوخندیدل به

 دبهار پاسته شمال ته
 نڅیدل به لکه ژڼي

ترنم به يې دپا ڼو
 یواو بل ته سرګوشي کړه

 تا به وې چې عشقان دي
دحیا پردې يې سوسځي
 دځوانۍ ګرم سرور يې
یو اوبل په غیږ کې نیسي
 راز او نیاز کړي دکلونو

 راته یاد دي نه هیریږي
 بیا يې وزبیښلي پاڼې
 دخزان سپیره بادونو

 ورپه غاړه يې ګونګري کړل
شرنګیدل به په څپويې

قا فله به يې دعمر
دې جرس سره په تلو شوه

 سپینې هسکې چې تنې وې
دهډوکو به کالبوت شوې

 یا به وسوې یا به هسکې
 زمونږ دچم دځوانیمرګو
 شهیدانو په قبرو شوې

خو په ځای به يې دپاڼو
 داځل تکې شنې جنډې وې

 زه به يې غوږ ومه شغا ته
څه کیسې به يې کولي
دشهید دنیمخوا ژوند

 خو زه ځوان ومه کم عقله
ماته نوي دغه ژبې
دشرنګا ،دترنم او دشغا وې

 پیغا مونه يې مرموز و
 زه پرې کله پوهیدمه

خو تر سترګو چې زما شوې
په خپل مخ او په سر باندې
سپینې سپینې تنکۍ پخې
 دساړه ژمي دواورو

هله پوه شوم چې په خوب کې
 ما تیر کړي دي دعمر
 پسرلی او خزان دواړه

اوس مې شاید وي په برخه
 ددې ژمي مازدیګر کې
 څو سړې شیبې دعمر
 دتقدیر په واک کې پاتې

 ډاکتر حسن -په الوتکه کې


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي