كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: عبدالباري نعیمي / نېټه:  17.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
خواږه اوزړه ته راتېر ملګري ارواښاد بهرام ته !

جنتي به وي بهرام په خــــــــــــــــــوب یې وینم
ګران دحورو وي امــــــــــام په خوب یې وینم

ښکلــــــــــوي دپلارلاسونه پرې ورټیټ وي
دمورکۍ کړي احترام په خــــــــوب یې وینم

دکعبې ترخـــــــــــــــونه شاوخــــــــــــواتاوېږي
یادوي دخــــــــــــــدای کلام په خوب یې وینم

سپین دسپینوزرو،سپین پاج یې پرسروي
چاورکړی وي انعـــــــام په خــــــــوب یې وینم

نیږدې نـــه راځي لـــــــه لري لاس اوچت کړي
راته وکاندې ســـــــــــــــــلام په خوب یې وینم

بس یوه ګړۍ مې نه وزي لـــــــــــــــه زړه نــــــــــه
راسره وي ګام په ګام په خــــــــــــــوب یې وینم

همېشه یې دراتلـــــــــــــــــــولارې څــــــــــــارمه
همېشــــــــه یم نا ارم په خـــــــــــــــــوب یې وینم
عبدالباري نعیمي
۱۳۸۹-۴-۲۱ ل.ل   -   ښرنه


پښتنه   

نعيمي صيب سلامونه.ډېره مننه له ښکلي غزل نه مو.د بهرام ورو روح د الله ښاد لري.ستاسو لوړاحساس په کې محسوسوم او هر بيت مو دردونه تازه کوي.الله مو ښاد لره


بشرمل ناصر   

ګرانه وروره نعيمي صاحبه، ډيره په زړه پوري غزل دي په ورور شهيد پهرام باندي ليكلې ده، زما په زړه كې يې ځاى جوړ كړ،په قلم دي بركته شه چې شاعر ورور دي په ياد كې ساتلى ده


خور دې   

الله دې د رحمت د ټکو دصبر نور درباندې ووروري او د پاک شهيد د پاکو ارمانونو د شهيدو وينو او زخمونو د سپيڅلي اجرونو برکت در په برخه کړي آمين دعا کوه وروره ورته الله دې ونازوي خور دې


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي