كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 49
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10926
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: سید جیلاني جلان / نېټه:  18.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
د ګل پاڼې : سید جیلاني جلان

د ګل پاڼې
   نن يو ګل څيړمه
   ملګرو دا رنګې ګل
   بلا ګل پاڼې لري
   يوه ګلپاڼه نوراني
   سپوږمۍ ده
   د دې ګلپاڼې په سر تورې کرښې
   ېو سندريزه غوندې رنګ لري
   نغمه نغمه ده
   دوې ګلپاڼې یې دوزخ زېږوې
   دوې ګلپاڼې یې جنت زيږوي
   او دو ې ګلپاڼو یې کوثر زيږوي
   بله ګلپاڼه د ښايست غونډه کۍ
   بله ګلپاڼه یې ملکه د ژوند
   هم يوه بله ګرد کې ګلپاڼه
   چې پر ټټر يي يو وړانګين تپی دی
   خوا ته ېې دوې ګلپاڼې نورې
   اخ لکه د عشق جامونه
   هم  له دې ګله دوې ګلپاڼې ځوړند
په يوه رګ دي خو ګلپاڼې جدا
   لکه د لمر يوه طلاېې وړانګه
   چې په اوبو کې له هيندارې نه مچکه واخلي


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي