كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 48
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10925
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: خالدریحان / نېټه:  18.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
دځوانې مرګ محیب الله بهرام په ویرکې : خالدریحان

لویدلی یې دمرګ له هسکـــــــــه بامه ځوانې مرګه
والله که دې بیا ووینم بهرامـــــــــــــــــه ځوانې مرګه
ویل به دې تر څوپوري به سپین لاســـــــــونه ګرځم
رنګین دې کړل په وینوکې ګلپامــــه ځوانې مرګه
داپال مې دې له مستــــــــــــــــو غزلونو راویستلی
په خیال کې دې پرته وه ګل اندامــــه ځوانې مرګه
دزاڼوپه ټولۍ کې مې دمیر غــــــــــــــــوندي لیدلې
خلاصه نه شوې داجل له سپیره دامه ځوانې مرګه
له ډیره ډیره غمــــــــــــــه دشپې مخ درپسي تور شو
په اوښکو رڼه ورځ شـــــوه ترماښامه ځوانې مرګه
ګلــــــــــونه دسروضې درپسي مړې تبې نیـــــــــولي
شبنم رنګه ترې والوتې بې پامـــــــــــه ځوانې مرګه
یوپوخ زخم به جـــــــوړ کړې دریحان په زړه پوهیږم
چې ولاړې په تنکۍ ځوانې کې خامه ځوانې مرګه


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي