كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 47
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10924
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: بشرمل ناصر / نېټه:  19.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : بشرمل ناصر

پــــــه بېګانـــــه سړي لمرينـــــه دېــــــوال وګــرځېدى
دياقـــــوتي كاڼـــــو زرينــــــه دېــــــوال وګــــرځېـــدى

اوس په خپــل كـوركې رانه شل ځايه پوښتنه كوي
دګل پــــرپاڼــــويې رنګينـــه دېـــــوال وګـــرځــــېدى

دچــــاپه لاس كې چې خنجر وو اوخونكارسړى وو
دملغــــلرو پـــــرې حسينــــــه دېـــــوال وګــــرځـــــېدى

دكلي تـــود موسم يې واړاوو بدل غـــــوندي شــــــــو
جــــــانان تــــــه تلى نه شم واورينه دېوال  وګرځېدى

دوخت مين بـــه يې ديداركاوه لــــه بـره غـــــــــونډۍ
نن پــــه هغې ښــــــــكلې ډبرينــــه دېـــوال وګرځېدى

دخـــټوسم جـــــــــــومات و ټـــــولوبــــه لمنځونه كول
اوس ځيني بنـــــــــــدشومرمرينه دېــــوال وګرځېدى

اې بشرملـــــه دقــــرآن پاڼې مــــــــــوسپينې نــــه شي
چې داغزيــــواوبې دينــــــــــــــــه دېـــــوال وګرځـېدى


محمدنواب پاڅون   

ګرانه وروره بشرمل ناصر كله چې مې ستا غزل ولوستله دېره مې خوښه شوه چې دستاينې وړ ده،او حقيقت دي پكې څرګندكړي دي،دقلم توره دي تېره شه


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي