كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 33
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11122
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: انعام الله ګوهر / نېټه:  19.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : انعام الله ګوهر

اخر څـــــــــــومره  بــــــــــه کړيږو زه او ته
يو پــــــــــه بل پسې ژړيږو زه او تــــــــــه
د هــــجران په سرو لمبو کې به ترکومه
د پتنـــــــــــګ غوندې سوزيږو زه او ته
بېلتــون هسې داغ راکړی ده په زړونو
په درمـــــان يې نه پوهيږو زه او تـــــــــه
هسې بنــــــــــد يو د رواج پـه زولنو کې
يو د بل نـــــــه، نــــــــه خبريږو زه او تــــه
مودې وشــوې ستا راتلو ته انتظار يم
چې به کله يو ځــــــــــــــای کيږو زه او ته
رقيبان مو ښــــــــــکاره نه پريږدي دلبره
پټ په سترګـــــــــو کې موسيږو زه او ته
 که په ژوند مو قدر نشته،پس له مرګه
زمانې تــه به ګوهره ډېر يا ديږو زه او ته
پېښور


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي