كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 47
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10924
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: طاير ځلاند / نېټه:  20.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
ورکه ماضي : طاير ځلاند

  ژوند لکه سيند پـــــــــــــــــه مخ روان دى په شانه راګوري
وخت دهـــــــــــــوا په اوږو سور دى چــــــــــــاته وار نه کوي
څومره کلــــــــــــونه څومره ورځې څومره شپې تيرې شوې
خو څـــــــــــــــــــــــــــو شېبو ته مې درزا دزړه ونه درېدلــــــــه
اوس هم ستــــــــــــا لارې څــــــــــــــارم ګرانه او هم تايادوم
ځکــــــــه يوخــــــت تاهم زمــــــــــــــا په ياد  ژوندون تــــيروه
يووخـــت به تاهم زما لارې غــــــــــــــــونډه ورځ څــــــــارلې
هرڅــــــــــو زما او ستا ترمنـــــځ کـــــــــــه فاصلې پرتې وې
خو پرمختـــــــــــګ او وسايلــــــــــــــــــــــو فاصلې وړې وې
تابه سپوږمۍ ستـــــــــــــــوروته شپه کړه زما ياد کې تيره
اوچې رڼابه خپلې وړانګې راخـــــــــــــــــــــــورې کړې په تا
ته به دروڼ ســـهار په تمـــــــــــــــــــــــه تـــــــلويزون ته راغلې
شوګيروهلې اوسرې سترګې بــــــــــــــــه دې کش کړې سره
اوڅو شيــبــــــــــــــو ته به دمـــــــه شوې دشمشــــــاد لمن کې
زه هم خبروم چې ريمـــــــــوټ به ستا په لاس کې وي اوس
مابه دستــــــــــا په خوښــه سپينه جوړه واغوستلـــــــــــــــــه
زه به په زړه کې وم خوشـــاله چې ته ګورې مـــــــــــــــــــــــاته
مابه سټوډيو نه ســــــــلام وکړه او مسـکى به شومــــــــــــــه
زه پوهيــــــــــــدم چې تا سلام واخيست،مسکۍ به شولې
مابه چې هرڅـــــــــــــه وويل ، ياره مخــــــــــاطب مې ته وې
ښـه پوهيدم ، زما همــــــــــــکاره به دې ښـــــــــــــــــه نه راتله
تابه وئيل چې دې ته مـــــــــــــــه ورګوره ، مـــــــــــــــاته ګوره
تابه چې څــــــــــــــــــه وئيل، نومابـــــــــه بس هم هغسې کړل
لکـــــه هــــــــــــــــــــم ته دخــــپرونې پروډيـــــــــــوسره چې يې
زه هم نورنه پوهيــــــــــدم، ولې؟په ما څـــــــــــــــــه چل شوى
خو ســـتـــــــــا اواز رانه پنځــــــــه واړه حـــــــــواس وړى وو
ستاســـندريزغــږ به زمــــــــــــــــــــا روح ته مستــي ورکړله
ماســــــتا دمخ کتــــــاب به ستـــــــــــــــا دغږرڼا کې لوسته
ماتـه ليـــــــــــــــدلې نه وې ،مــــــــــــــــــــاته پيــــژندلې هم نه
خو ستـــــــــا دې ډيرې ليوالتيا زه هم له ځــــــانه ورک کړم
چې به ســـحر شـــــــــــــو،نو بــــــــه زه دروڼ ســـــــــهار لپاره
څـــــــــلورپنــــــځه ځلــــــــې هنـــــــــــــــــــــــدارې لره ودريدلم
ځکه زه پـوى وم،چې به بيا ويې ريموټ ستا په لاس کې
بيا به دې جنــــــــــــــــګ وړکي رور سره ريموټ باندې وي
چې بـــــــه بريښنــــا کله ســــــــــــــــــــــــحر يو څو شيبې لاړله
نـــو ولـــسمشرلـــــــــره هـــــــــــــــــــــــــــــم به دې  خيرې کولې
داستا ددې دومره ليوالتيا هم زه له ځــــــــــــــانه ورک کړم
ماته ليــــــدلې نه وې ، څوک يې ته او څنـــــــــــــــــګه به يې
خو ستا دې ډيرې ليوالـتيـا هم زه ليـــــــــــــــــــــــــواله کړمه
هغـــــــــــه ورځ هم راغلــــــــه ، چې تا يې هم شيبې شميرلې
ګلــــــــــه زه هم دخپل ارمــــــــــــــــــان مـــــعراج ته ورســـيدم
ستا دښـــــــــــــکلا په باغ کې وګرځيــــــــدم څو شيــــــبو ته
له هغې ښــــــــــــــــــــــــــــکلې وې چې ما دې تصـــور کړى و
تاهم احســـــــــــــــــــــاس کولو داسې  چې جنــــت کې وسې
لکه چې خـــــــــــــــداى وي پوره کړى ستا ارمان دژوندون
او بيا زمونږ ترمنځـــــــــــــــــــــــه ټولې فاصلې ختمې شوې
چــې به مـــــــــــــــــو کلــــــــه هم يوبل پـــــــــــــــــه زړه راوريده
نوپه يوبل به مـــــــــــــــــــــــــونږ ه دواړو سترګې يخې کړلې
خو اوس پوه نه يم، ددې دومره جــــــــــــــــــــــدايۍ باوجود
چې شو يو کال تير ، خو مـــــــــــــــــونږ يو بل سره ونه ليدل
ستا دموبايـل شميره اوس هـــــــــــــــم له ســــاحې بــــــهر ده
کلــــه ناکـــلـــــــــــه مې يو تـــوره انـديـــښنــــــــــــه ونيـــــسي
چې هسې نه تا په ريښتيا دژوند ساحـــــــــــــه پريښي وي
يـــادتـــا ورور وي څـــــــــــــــــــــــــوک وژلى په ناحقه باندې
جـــرګې دســـــولې فيصــــله کړې دتا پــــــــــــــــــــــــه سر وي
ته يې په بدو کې ورکړې يې ،په ښــــــــــــــــــــــار کې نه يې
ياکـــورنې دې تــــا کــــــــــــــــــــــــوژده وي ، چرته لرې کړي
دکــــــور دپــــاره دې په تير ژوند اړولي خــــــــــــــــــــــاورې
ماخــــودژونــــــد په لاره دومره پړاوونـــــــــــــــــــــه سر کړل
چې تـــير وخـــتونه هيرول زمـــــــــــــــــــــا په وس کې نه دي
ګـلــــه اى ګــلـــــه اى زمــــــــــــا دسـردسترګــــــــــــــــــــــو ګله
دتــــــــــا لپـــــــــــــاره زه ترننــــــــــــــــــــــــــــــه زړې لارې څارم
دموبـــــــايــل شمــــــــــيره تر اوســـــــــــــــــــه مې هغه ساتلې
هر څـــــوک زنـــــــګ ووهي مـــــــــــــــاته ستا يادونه راشي
ژوند مې دزهروګوټ دى خدايګـــــــو تيرول يې ګران دي
کـــه تــه دژونــــــــــــــــدو په لارو ستړې يې او تللې يې ترې
زه هم دژوند له باره ستړى يم نور وړل يې ګــــــــــــــــران دي


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي