كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 49
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10926
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: وهیلۍ / نېټه:  20.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
ته او ستا يادونه : روهیلۍ

ته او ستا يادونه  څومره ډېر توپېرسره لری.يادونه دې تل راسره مل وي خو ته هېڅ نه راځې. يادونه دې په هر غم او ښادی کې راته د زړه تسلې شي.هره اوښکه مې د تخيل په لاس راته پاکه کړې او په زړه کې مې د سکون خونه اباده کړې.ياد دې هره شپه د خپل رنګينې کيسې سره ماد خوب نړۍ ته  ځان سره يوسې ،او سهار له هر څه نه مخکې د يوې  خوږې مسکا سره ورځ راته ښکلې کړې.
هو ته او ستا يادونه ډير توپير سره لری...
يادونه دې ډېر باوفا دې هېڅ کله  هم مانه هېروې، خو تا د هېرولو رانجه په سترګو کړل او د هېرو په هديره کې دې دفن کړم.......


ر ـ پ   

-زما روهيلې سلامونه،يادونه خو د مينې هغه ګلان دي چې ستا د زړه په لاسونو کې مړاوې شوي دي، زما خپلې دا ګلان ته په خپلو اوښکو اوبه کړه په هغه اوبو چې د وفا سپيڅلی نوم پرې ايښودل شوی دی اوهغه چې د زمزمو په شان ستا د زړه د غره له تله راوځي . ګرانې : ته وګوره يوه ورځ به ستا دا مړاوې نيالګي وغزيږي پنډک به وکړي او بيا به تاته ښکلي وږمې د ګلانو سره راوړي او ته به ېې د وږمو نه سر مسته او خوشاله شې انشاا لله همداسې به وشي. ستا خپله خور ر ـ پ


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي