كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 49
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10926
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: طالب منګل / نېټه:  21.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : طالب منګل

سترګې پــــــه ځواب، درپسې تـویې شوې
پــاڼې د کــــــــــــــتاب، درپسې تـویې شـوې 

مخ دې د شـیدو پـــــــه رنګ کې ښکلی شو
سرې شونډې شــراب، درپسې تویې شوې 

ښکلیه!  چې مې نن پـه څنګه کې ته نه وې
اوښکې مې دریـــاب ،درپسې تویې شوې

ګورې چې بلۍ ســـــــر  تـــــــه ،تسپې درنـه
پام کــوه جــُــــــــــناب، درپسې تویې شوې

څومــــره دې یواځې کــــــــــــــــــړم ارمانه زه
شـګې او تـــــــــــراب، درپسې تویې شوې

تا پسې نیږدې نـــــــــــــه شـــوې دیار ګوتې
زلفې دې غــــذاب ،درپسې تــــویې شوې

تــــــه چې د بلۍ تــــــــــرڅنګ  طالبه!  تلې
پېغلې پـــــه خوناب، درپسې تویې شوې

طالب منګل


jodha mangall jaghatu   

پ   

سلامونه منګل صيب.يو ځل مو بيا خپلو رنګينو الفاظو سره خيال نړی ته يوړم.ستا سو هريو بيت د ګلپاڼو په څېر نازک او هر توری مو په ګلانوخوشبو وي.همداسې ځلانده مو تل غواړم


عزیزالله   

منګل صیب سلامونه مې ومنه! نوره داسې توري نه شته چې تاسو دې پرې ونازوم خو په الله باور وکړه چې ډېر ښایسته غزل دی او زه همیشه د ستاسو په غزل کې نوي خیالونه په نوي ډول ګورم الله دې همداسې رنګین لره، ستاسو ورور عزیزالله


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي