كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 47
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10924
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: ډاکټرحسن / نېټه:  21.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل :ډاکټرحسن

له هیلــــــــوډکي مې لیمې وې خـو تا ونه لیـــــــــــــــدې
جامــــــــــو داوښکـــــو کې ویـدې وې خو تا ونه لیدې

 په هــــــــــدیره دمحبت کې مې ځــــــــــــــلانده اوښکې
 پــــه هر مزار بلي ډیــــــــوې وې خـــــــــــــو تا ونه لیدې

ستا په لټـــــــــــون چې تپیــــــــــدي دبې وسۍ په لارو
ستړي مې څـــــــــــــــــومره تلوسې وې خو تا ونه لیدې

مرګ که تړلي مې وې ستــــــــــا په مخ درڅې دسترګو
 خـــــــــلاصي دزړه مې دروازې وې خــــــو تا ونه لیدې

ډوب شول په اوښو کې دې کسي لکه شمع ، چې تلی
په (حسن) هم بلي لمبې وې خــــــــــــــــــــــو تا ونه لیدې
 ډاکترحسن


يو دوست   

له هیلــــــــوډکي مې لیمې وې خـو تا ونه لیـــــــــــــــدې جامــــــــــو داوښکـــــو کې ویـدې وې خو تا ونه لیدې ډاکتر صيب سلامونه: ډير ښکلی شعر مو ليکلی دی ستاسو دا يو بيت د سلو بيتو جواب واېې خو څه وکړو ډاکټر صيب چې څوک د ليدلو نيشته خير په هر صورت څوک چې د شعر په مانا پوهيږي هغهېې ضرور هم ويني زه ستاسو د شعر ډير قدر کوم او الله نه مو کاميابي غواړم


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي