كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: جلال امرخېل / نېټه:  21.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
محیب الله بهرام ته ،چې مړينې يې ډېر ودردولم : جلال امرخېل

يوازې ته خــــو نه وې ، لمر هم درسره پرېـــــواته
له پورې غره نه مازيــــــــــــګر هم درسره پرېواته

د ديدنونـــــــــــو انتظار زبېښلی رنګ نيـــــــولی
لکه ،چې ستــــــــوری د سحر هم درسره پرېواته

د پکتيــــــکا د غزالانو شهزاده بهرامــــــــــــــــــه !
له ګړنګـــــــــــــــــونو نه هنر هم درسره پرېـــــــــواته

ستا هر ملګری د زړګي په زنګنـــــــــــــونو باندې
لکــــــــــه چنار لکـــــــــــــه نښتر هم درسره پرېواته

تر ګلابي سترګو دې ځار ، د تور دکن خاورو ته
نرګس ، نرګس او نېلــــــــــــوفر هم درسره پرېواته

پر ګـــــــــــودرونو د رازونــــــو ژبې جل وهـــــــــــلي
د ماښامـــــــــونو شور او شر هــــــم درسره پرېواته
جلال امرخېل


...   

ځدران صيب سلامونه.تاسې د امرخېل صيب تبصره خپره کړه او زما ځواب نه خپروي دا خو بې انصافي شوه.ټول الله (ج)دربارته روان يوو. ښاد اوسی

»»»

سلامونه ښاغلیه وروره : رب دې ژوندی لره ستا تبصره کې هم داسې څه نشته چې خدای مه کړه ستا اویا دجلال شخصیت ته دې کومه ستونزه پیدا کړي خو ښه خبره ده چې داسې تبصره ولیکو چې لوستونکي یوڅه ترې زده کړي په دې تبصرو کې دلیکنې په ځای ستاسو خپلې خبرې دي هغه تاسو یو بل ته د اې مېل له لیارې هم ورلیږلی شئ رومال دهېچاهم دناوړه لیکنو ننګه نه کوي دا چې تاسو رانه خفه یې زه درنه معافي غواړم خو ترڅنګ یې هیله درنه کوم چې رومال ته چې راځئ هیله ده له مثبت شوچ سره راشئ : ګیله خوباید زه له تا څخه وکړم چې چیرته ته داسې تبصره لیکې دا زمونږ سپکوئ کوې ولې چې مرحوم بهرام ته دا شعر لیکلی شوی مرحوم بهرام زمونږتنکی ځوان وو چې له دې فاني دنیا سره یې مخه ښه وکړه له زړه مې خدای خبر دی چې څه پرې تېرېږي.الله پاک دې وبحښي 

ورور دې ::: بختیارځدراڼ 


...   

قدرمن امرخېل صيب سلامونه.نن مې ستاسو په غزل کې هغه څه محسوس کړل چې ما تاسو ته د نه شتون يې ويلي وو.نن احساس او هم درد په کې وينم.بريالی اوسی


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي