كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 32
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11121
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: انعام الله ګوهر / نېټه:  22.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
دانعام الله کوهر نوی غزل

د خپل ژوند له تقـــــــــدير سره خبري کړم
بيا ستا له تصــــــــــــــــوير  سره خبري کړم
 
خوب مي ليده څـــوک رانه هر څه واخلي
اوس يې لـــــــــــــــــــه تعبير سره خبري کړم
 
کله ستا د ميني په خيالــــــــــــــــــــونو کي
"پاچــــــــــا" شم له "وزير" سره خبري کړم
 
اوس خو مي ډېر لوړ دی سندريز فــــــکر
اوس خو لــــــــــــــــــه پامير سره خبري کړم
 
نه يرېږم اوس لــــــــــــه زولنـــــــــــــــو  ځيني
يم لېونی شــــوی له زنځير سره خبري کړم
 
بيا ګــــــــــــوهره ناست يمــــــــــه غزل ليکم
بيا لــــــــــــــــــه خپل ضمير سره خبري کړم
****
ارباب روډ،پېښور


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي