كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 33
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11122
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: ډاکټرحنیف بکتاش / نېټه:  23.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
مینه : ډاکټرحنیف بکتاش

زه دې په نښه کړمه
زه دې په سترګوکې راونیولم
په نرګسي مسکا دې وویشتمه
له پښتنې حیا دې وایستمه
ما دګناه په تورومه لیکه ته!
تا دې لاسونه راکړل
او مامې زړه ،
اوخپلې سترګې درته وبخښلې
ته مې دروح پروږموونڅیدې
ته مې پرسترګوباندې وټوکیدې
مامې پرون،
اونن سبا
درته قدم ،قدم
        وغواړوه
موږ،
دګودرپرغاړه وګرځېدو
دباغ پر پاکو وږمو ولمبېدو
دتورې شپې پرلمن
لکه دپرخو په څیر
شپه موسبا ته بوتله
دګل پر پاڼه،پاڼه
ووریدو
خو،
موږ ساده وو
مونږ نه پوهیدو
چې شېبې سپکې دي اومنډې وهي
اوزمونږمینه
         لکه دپرخو په څېر
              لنډکۍ عمرلري

 


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي