كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 47
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10924
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: ډاکټر نجيب زاخېلوال  / نېټه:  23.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
د نوو استلاګانو ماناوې : ډاکټر نجيب زاخېلوال

۱ _   ملګري ملتونه :  د امپرياليزم د معضلو د پلي کولو اداره
٢_ آزادي : شيخ فريده خوله پټه بهتريده
٣ _  ديموکراسي: دښځو به منې
۴ –  حکومت :  ميم زر ما دا ټوله زما
۵ _ وزارت :  خپلوانو او حزبي ملګرو ته کار پيداکول
۶_ رياست : عمومی اداری مدير سره لومړی وګوره
۷ _ عمومي اداري مدير:  دپيسو پيداکولو فعاله الاجي
۸ _ ولايت : وړوکی امارت
۹ _ قوماندان :  خپل سری ټولواک
۱۰ _ باډي ګارد : د چرسو او هيرويينو معتاد
۱۱_  آمنيت  : هر څوک د خپل کور څوکيدار
۱۲ _ صاحب منصب : جانانه ستا يادونه مي په زړه باندي وريږي
۱۳_ پوليس: بې ماډله ډمان او د فلم لوبغاړي
۱۴: ترافيک :  چاي پاڼې ورکړه
۱۴_  نظامي وسايط :  دشر و فساد  او قاچاق سهامي شرکت
۱۵_  فوځ  :  او هو!  ډګروال صاحب
۱۶_  ولسوال  : نه د حکومت اونه دولس ( استازې )  نماينده.
١٧_ملک  : دوه جنګوه حکومت کوه.
١٨ _ ملت  : ( صم،بکم،عمی )  ړوند،کوڼ اوشل شوټ  مخلوق
۱۹ _  ښاروال  : لاس دبري کاردی
۲۰ _ څارنوال  : دلته چي اوسيږی ته تورو ته  به  سپين وايی سپين ويل به ګران ګڼې
۲۱ _ قاضي : پګړۍ غوا وخوړه.
۲۲ _د ښځو چارو رياست :   راشه که توديږي.
۲۳ _ حقوق بشر  : ۸۰٪ فيصده د ښځو، ۱۵٪ فيصده د ماشومانو او  ٪۵  فيصده د ځوانانو. د سړيو  دي خدای مل شي
۲۴ - هنرمند :  زما په زر روپی قدم ږدي
۲۵ - ملا :  دوخت اواز، د تکبير چيغه، د خان، حاجې او ريس صيب د سپينولو ښه صابون او جواز
۲۶  - انجو  ( N.G.O ): لنګه غوا.
۲۷ - ټيکه دار  : په ورځ کې ۵۰۰ګرامه چاغ
۲۸ - دکاندار : څوک يی پوښتنه کوي
۲۹ - خدمت  :  چاته وايی.
۳۰ - صداقت  - د بدبختی پنډ.
۳۱: صادق: اهل کار نه دي
۳۲ - خيانت :  صاحبه! سلام په دواړو لاسونو
۳۳: خاين : خادم ملت  و دين
۳۴ - مخدره مواد :  ښه ژوند
۳۵ - سګريټ : دوخت مود او فيشن.
۳۶ – القاعده: د ليبراليزم پيشاهنګ 
۳۷: اسامه : د کم عقلو پغمبر او د سي ايې ای ( CIA )  مامورګې


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي