تاسو باور وكړئ چې سترګې به يې راواړولې داسې به خولې شوم لكه په سړي چې يو ګړى اوبه تويې كړې دا كار به يې هغه وخت كاوه چې ماته به په ټيليفون زنګ راغى ،ډير يې وځورولم . په ژوند كې مې همدا لومړى ځل ؤ چې له يوې داسې نادرې سره مخ كيږم . ظالمې له ؤرايه خندل وبه ويريدم چې دموټر نوره سورلۍ مې ونه ويني څه به راته وايي ، دا زما حال، دا د دې ښكلې ځواني او دا نابلدې اشارې! شااوخوا لس ورځې كيدې چې له وطنه پاكستان ته تللى وم پينځه ورځې مې په) هريپور( كې تيرې كړې څلور ورځې په )مانسره( كې وم ، تر دې وړاندې هم پاكستان ته راغلى وم خو اردو ژبه مې ماته ګوډه ويله او پوره بلد هم نه وم
مازديګرمهال له مانسره نه د لاهور په لور روان شوم.په كاسټرموټر كې سپاره شؤ .زه د ډريور دچوكۍ شاته ناست وم .زما تر څنګ يو تور پنجابى ناست ؤ ډير تروش بوى هم يې راتلو
د ډريور خواته په وړوكې چوكۍ سپين پوستې نجلۍ چې كابو د ديارلسو كلو به وه تور كالي اغوستي وو او مټې يې هم لوڅې وې .
دا د مور خواته ناسته وه خو فكر كوم پلار به يې ؤ له دوئ څخه درې چوكۍ شاته ناست ؤ .غټ شين سړى ؤ او كوړم كوړم بريتونه يې ؤ خو لور يې د مور پشان نري اندامونه لرل
زه د خپل ماما كورته تلم هغوئ په افغانستان كې د جګړو له امله پاكستان ته تللي وو اوله پخوا راهيسې په لاهور كې اوسيدل . د جانو واده ؤ هغه زما دماما زوى ؤ واده ته يې ورتلم نو ځكه يې ډير ټليفونونه راپسې كول چې ورك نه شم
شپه نږدې پخه وه لاره هم نه رامالوميده چې كوم ځاى ته رسيدلي يو. خو كله به چې جانو د ځاى پوښتنه وكړه مابه د خپل خواته پنجابي ملګري څخه وپوښتل چې كوم ځاى دى ؟
يو خو به مې له خوبه راويښ كړ او بل به مې ښه پوه كولاى نه شوى لاس به يې تر خولې راتير كړ په ډيره تونده لهجه به يې ځواب راكړ
_ مجهې نهي پته
يوخو سرخوږى دا ؤ چې جانو ته مې سيمه نه شواى ښودلى او بل د تليفون تر شرنګا وروسته به نجلۍ په شا راوكتل او يوبېل ډول موسكا به يې وكړه .ځان ته به مې ښه كته او پورته وكتل .
_ دا زما خيرنې جامې ، دا دخولو تروش بوى ،دا زما تور كرغيړن مخ او دا د چين ښاپيرۍ هى هى .........
له شرمه به مې د كميسه په تڼيو لاس وواهه دمخ خولې به مې پاكې كړې خو د نجلۍ غوندې سپين رومال نه وو راسره او د خپل څادرګي په پيڅه به مې .خولې وچې كړې . د موټر چوكۍ رالاندې ډيره ګرمه شوه سور اور راباندې بل وو ان كله خو به له ځايه پاڅېدم خو د موټر چلوونكي به برګ برګ راوكتل ژر به كيناستم (( اوس دى څه ونه وايي ))
د شپې تر دوولسو هم وراوښتې وې د تور كالۍ په سوچو كې ډوب وم چې ولې دا نازكه لښته دومره ژر راباندې مئينه شوه دا به چيرې ځي او بيا به يې څنګه پيدا كوم .كله به مې سترګې دومره راباندې پټې شوې چې راځه خواته يې ورجګ شه . په دې وخت كې نرۍ نرۍ خوب وځنګوله او سر يې يو ه په بله تلو په لاس كې د اوبو بوتل هم ځينې ولويدو
زه دې سپينكۍ په ننداره وم چې د جانو زنګ بيا راغى او سمدلاسه يې په شاراوكتل دا ځل يې له نرۍ مسكا سره وروځې هم پورته كش كړې او د تندي په ګونځو كې خولې يې د سړك غاړې سپين څراغ ته وبريښيدې تا به ويل په ټنډه كې يې بتۍ ده زړه مې نور هم ورګډ شو
له جانو سره مې خبرې خلاصې كړې او په ډيرې تلوسې مې پام نجلۍ ته ورواړاوه . سر په سر يې درې وارې سترګې راواړولې خو دا ځل دومره بيواكه شوم دا راڅخه هيرؤچې زه دې په موټر كې يم له خپله ځايه پاڅيدم شااوخوامې وكتل چې مخې ته دورتلوهڅه مې وكړه د راخواته پنجابي ملګري په غځيدلې پښه وروختلم هغه نيغ جګ شو او يوه كلكه څپېړه يې راكړه نور هم وغوړمبيده خوښه ؤ چې د موټر تر نيمايي زياته سورلۍ ويده وه
دچا را پام نه شو او بيرته په خپل ځاى كيناستم تر ټولو چې بده راباندې ولګېده د نجلۍ په كړس خندا وه كاش چې داسې نه واى شوي هغې ته ډير كم راغلم خو خبره دا وه چې زه په هغه ګرم وم ځكه په پښه يې ورختلى وم . خوهغه د ليلا مجنون كيسې راپه زړه شوې چې د خلكو څومره خبرې به يې په ځان منلې بيرته مې زړه ډاډه كړ
په دې وخت كې له موږ نه يوه چوكۍ شاته د څنګ له لورې په موټر چلوونكي د موټر د ودريدو له خوبه ډك غږ وشو موټر څنګ ته د ودريدو اشاره بله كړه او ورو شو غټ سړي د نجلۍ په مور د ورپاڅيدو غږ وكړ او هغې د ورسره شيانو په ټولولو پيل وكړ
زما زړه په ټوپو شو له ځان سره په خبرو لګيا شوم (( وخدايه دا څه كانه راوشوه دا خو ځي اوس څنګه وكړم زما زړه خويې يووړ )) مور يې د مخې له چوكۍ پښه راواړوله او تيره شوه لور يې چې په پلار او مور پسې وروستۍ وه ماته په رارسيدو ورو وويل
_ خان صاحب يي آپكې مبائيل جو هې اين تريتر ( N 73 ) هې