كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 47
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10924
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: اقبال شاکر / نېټه:  23.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : اقبال شاکرملاکنډ

ستا دښايست دچم نه ډېر ه سرګردانه لاړه
دارمانونوقافله ستړې ستومانه لاړه
دلوپټې پیڅکې په خله کې اونظرپه زمکه
هغه په خپلو کړوپخپله شوه پېښمانه لاړه
یوبېوپاري بل بیوپاري ته وې دخېره سره
دپښتنووینه دهر چانه ارزانه لاړه
زه دوزرو پریکولو په چل نه پو هېږم
په لاس راغلې مرغۍ والوته زمانه لاړه
ملګروما ورته تغمې تغمې زړګی ښکاره کړو
هغه دلښتې پشان شاته دخندا نه لاړه
زه اوجانان چې یوتربله ور تر غاړه وتو
یوه شغله غوندې له زمکې تر اسمانه لاړه
شاکره ستا دزړه خمونه به نور هم تازه شي
ګلونه خاندي په دې لاره ګل خندانه لاړه
اقبال شاکر


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي