كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 47
د پرون ورځې ليدونكي 48
ټول ليدونكي 10924
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: عندليب /دير / نېټه:  24.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
لالاجي -کاکاجي او ماماجي

باباجي  ستاسو  نه  خو  هره  شپه خوږې  قيصې  اورم   .که  دې  خوښه  وي  چې  نن  درته
زه  يوه  ښکلې  قيصه وکړم  او  په  اخره  کې  به  درنه  يو  څو پوښتنې  هم  کووم  هيله لرم
په زړه پورې جوابونه به راکړې--------------------وايه  بچيه  چې  نن  قيصه ستا  واورم
باباجی  زما  د  قيصې  درې  کردارونه  دي  يو  يو  پيژندګلو  او  د  ژوند  حالات  په  دې ډول
دي
1-لالاجي-------------لالاجي  او  د  هغه  کوړمه  سرې کړې  غوښې  خوري  چرګان  کوچ
  ګبين  او  نور خوراکي څيزونه  ورکره  ډير  تير دي  -بچی  یې  په  لويو  او  يادو  شوو
سکولونو  او  کالجونو  کې  ايزدکړې  کوي  -ځلمي  يې  په  اوچتو  چوکو  ناست  افسران دي
استری  کړې  جامې  اغوندي  او  نوو  نوو موټرو  کې  چکرې  لګوي  -د  ښځو  يې  بلا بلا
د  سرو  زرو  کالي  دي او د  دنيا د  تودو  بادونو  نه  بې  خبره  دي-غمونه  او  ښادۍ  په ډيرو  تاوانونو  سر  ته  رسوي  -د وطن  د  لوړ پوړو  افسرانو  او  جاګيردارو  سره  يې
اړيکې  دي  -په  منونو  منونو  غنم  جوار  شولې او  ميوې ورله  کيږي -د  بهر  ملکونو  سيلونه
کوي-د ناروغتيا  په حالت  کې  ورته  ماهره  ډاکټران  قيمتي  مشورې  مفت  ورکوي
او  که  په  وطن  کې  ښه  نه  شي  نو په کروړونو  مال په بهر  ملکونو  کې  په  علاج  لګوي
خو  لنډه  دا  چې  دا  دنيا د لالاجي د پاره د جنت  يوه  ټوټه  ده
2-کاکاجي-------------کاکاجي  د  لالاجي  نه بېخي  مختلف  ژوند  تيروي  -په ډيره ګرانه
د خپلې  کوړمې  رزق  پوره  کوي-په  قرضونو د  بچو  ودونه کوي  -د کرايې  په  کور  کې
اوسيږي-ماشومان  يې د سرکاري سکولونو  په  ټاټونو  ا   ب   زده  کوي-د  خوړلو  وخت يې
نه  وي  معلوم  -په سرو غرمو ټوله  ورځ  منډې  وهي-چې  ناروغه  شي  نو  د  کلي  د حکيمانو  په  کوشتو  او  د پير صيب په  ساختونو  ګزاره  کوي-جامې  يې  خيرنې  وي -او
پردو  ودونو  خيراتونو پسې  دريم  کلي  ته  رسيږي-د  قبر  ځای  هم نه لري-په عدالتونو
او تاڼو کې  ورته  څوک د انسان په سترګه نه ګوري-پيغلې لوڼه يې د ودونو په ارمان زړې شي
او ځلمي ځامن يې د نشو په لعنت اخته شي -هر وخت د ذهني دباو  او  مايوسۍ په پنجو کې
ګير وي -خو لنډه دا چې دده ژوند  د عذاب  نه  کم  نه دی  -او دا دنيا ورته د دوزخ  يوه ټوټه ده
3-ماماجي--------ماماجي  د لالاجي  او  کاکاجي  نه  بل  رنګ  ژوند  کوي-جامې سپينې اغوندي
د  لالاجي په خيال  غريب دی او د کاکاجي په خيال مالدار  دی
اکثر الوګان او ټماټر خوري  خو کله کله پکې تيکې  او پولاو  هم خوري -قرضداری  دی  خو
چاته يې پته نه لګي  ځکه چې  دومره  اعتبار  چې  يو  قرضداری  له د بل  نه قرض  اخستلی شي
غم ښادي د چم ګاونډ د خلکو د خبرو له کبله  په ښه ډول  کوي  -خو د خوړو  او  اغوستو ډير
توکي  يې په قرض  راوړي  وي-کوښښ  کوي چې  خلکو  ته  ځان  مالدار  ثابت کړي -خو په
مينځ  کې  هيڅ  هم  نه وي-پخپله  يا په اولاد کې   يې څوک د سکول  استاد  يا  بابو  وي -
تنخا  خوری او د پنشن  درې  څلورو  لاکو  روپو  ته پنځه ويشت  کاله  انتظار  کوي
په سياسي  خبرو  کې ډيره دلچسپي  ساتي -پردی  اخبار[ورځپاڼه]د سر نه  تر اخره پورې
ګوري-د خپلې  کوړمې  د  پاره  پخپله نيم ډاکټر  وي-په ډيرو  ناروغو  کې يې دومره  تجربه
شوې  وي چې د ټولو  داروګانو  نومونه  ورته  ياد  وي-او ځان د ډاکټرانو د فيسونو او خرچو
نه تر وسه  وسه  ساتي-خو  که  مرض  زور وکړي  نو  په  قرض  علاج  کوي-وړه  غوړي
او د خوړو  نور  سامان  د تنخا  پورې  په  قرض  راوړي-خو  لنډه  دا چې  دا دنيا  دده دپاره
نيم  دوزخ  دی-------------------------------------------------------------------------------------باباجي  اوس  راته  داسې  لار  اوښايه چې  د ټولو  ژوند  خوشاله  تيرشي
بچيه  ډيره ښکلې  قيصه  دې وکړه خو د دنيا  مالک  دا دنيا  داسې  نه ده پيدا کړې -خدای پاک
خو  په  مونږ باران  يو  شان وروي-نمر په ټولو  يو  شان راخيژوي-سترګې  لاسونه او د وجود
نور اندامونه  يې  يو  شان  راکړې دي-چې ويده کيږو  نو  ګز يو نيم ګز ځای نيسو او چې مړه
شو نو ټول  يو  شان  خاورې  له  ځو-  بچيه   د  الله پاک  نظام  خو د مساواتو  نه  ډک  دی
د دنيا  په  ټولو وسايلو د ټولو انسانانو يو  شان  حق  دی-که  زر  دي  که فصلونه  دي که اوبه
دی  او که تيل دی-په  دې  خو  د  چا  نومونه  د اسمان نه دی ليکلے  شوی-په دې خو د ټولو
انسانانو  حق دی-دا  خو  مونږه  انسانانو  دا  غلط  ويش  پخپله  کړيدے-چې  د  لوږې  مری
او  بل ي ډيرانونو  ته  غورزوی-يو  مغرور  دے او بل  محروم  دی-خو  بچيه  مايوسي ښه
نه وي-چې يو سرېکړې غوښې خوري بل  ساګ او دال خوري او بل کله خوري او کله وږی
ويده  کيږي-ددوي  خير  په دې کې دی-چې درې واړه جرګه شي -يو داسې نظام  جوړ کړي
يا دداسې نظام  پيروي وکړي -چې د ژوند  بنيادي  او انساني  ضرورتونه  لکه  صحت  تعليم
او د  سر  سيوری[کور]د رياست په ذمه وارو  کې راولي-انصاف د هرچا د پاره يو شان وي
عدالتونه  ازاد  وي-او د هر چا د رایې  احترام  وشي-د رياست ټولې  چوکۍ اهل او قابلو
کسانو ته ورکړلی شي-او هر سړی دا محسوس کړی چې زه يقينی ازاد  يم-چې هر چاته
د خاورې د وسايلو نه خپله برخه په منصفانه توګه ورکړيشي-نو دا يقيني خبره ده چې وګړی
به د وطن او د نظام د پاره د هيڅ قربانۍ نه ډډه نه کوي-او دا دنيا به د امن کور جوړ شي
نه به غلاګانې کيږي نه به وينې بهيږي نه به ذهني بيمارۍ زياتيږي-
باباجي دا راته اووايه چې که  لالاجي ددې نورو خلکو سره دې خبرې ته نه وي جوړ نو بيا؟
بچيه اوس د غرض ټکي له راغلې-وړومبۍ خبره خو داده که لالاجي د خلکو سره دا خبره
اومني نو دده او دده د کوړمې به پکې خير وي  ځکه چې په  چاپيرچل  کې د لوږې  او مايوسۍ
اورونه  بل  وي-نو دا  اور  دده کور  ته  هم رارسيدی  شي-او د يو  خوني  انقلاب شکل
اختيارولی  شي-چې په قلاره خوب به پکې  د  لالاجي  د  پاره  هم  ګران شي
خو بچيه  زه غواړم چې يو  شعوري  کوشش وکړم -چې دا  دنيا  ډيره  ښکلې  ده  که  زمونږ
فکرونه  ښکلې  شو-او دا دنيا  به دغسې د مشکلاتو  ډکه  وي  که  زمونږ  فکرونه  دغسې تور
او  ګنده  وي-
فضل حکيم عندليب تالاش دير 


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي