كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 32
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11121
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: رحيم خوشال / نېټه:  25.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
نااشنا ،اشنا : رحيم خوشال

ګران او ناليدلي ملګري جلال امرخيل  ته د رحيم ((خوشال))  له خوا ډالۍ
نااشنا،اشنا
نا اشـــــنا،اشنا جـــــــانانه ســتړي مشــــــي
لـــــه څــــــــه وخت زما درمانه ســتړي مشي
ستاغزل لکه خـــــــدنګ په زړه مي شخ شو
اي!  صياده  او راګرانه ســتـــړي مشــــــــي
ستادشعرمـــرغـــــــه پــرواز راباندي وکــــړ
عجيبه يي قـــــــــــــــدردانه ســتړي مشـــي
په توصيف دامرخيل ستومــــــــــــــانه نه يم
راته ګران يي له خپل ځــــــــانه ستړي مشي
پرون بيا زړګي ناره راځينــې وکـــــــــــــــــــړه
ويل يې اې د هنرځـــــــــوانــــــه ستړي مشي
درنه نوررحيم(خـــــوشال »په مخه شـــه کړم
پــــه ورستو کـــې هــر افغانه سـتـړي مشي


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي