كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: فېض الوهاب فېض / نېټه:  25.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : فېض الوهاب فېض

وختونه ښـــــه نه دي وختــــــونه نور لــه کومې راوړو
دزړونـــــــوزورچې مــواوبه دی زورلــه کومې راوړو
په دې قیــــامت کې هم دچـــا له خُــلې نه غږ نه خېژي
ژوندخوله شوره عبارت دی شــــورلـــه کومې راوړو
چې هر سړي دي دتیـــــارو تـورې جـــــــامې اغوستې
دې تور لمنـــــولــه به وایـــــــه تــــور لــــه کومې راوړو
چــې لــــه هر لـــــوري نــــه راووري د اورونـــــوبـــاران
دې خپل چمن له به سپرلی سمســور له کومې راوړو
کورمـــوکورپـــــاتې نه دی کــور مـــــو دبلاکُومی دی
کورچې دمینې کـــوروي داسې کور لـه کومې راوړو
یودسپاهـــــي په نامــــه مري بل دطـــــالب په نامـــــــه
دشهـــــــادت فتـــــــوي دکوم یوورورله کومې راوړو
فېضـــه دزړه نګارخــانه دې چې رنګینـــــــه شي پرې
تا لــه هغـــه منــــــظر،هغـه انځـــــور لـــه کومې راوړو


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي