كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: تصرت الله وفا / نېټه:  26.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : نصرت الله وفا

لا خــــو وړه ده چې شرمیږي نجـــلۍ
په مینه ځکــــــــه نه پوهیږي نجـــلۍ
زړه مې وتلی لـــه ګوګلــــــــــــــه پسې
سربه تعظیم تـــه کلـــه کیږدي نجلۍ
دا نازولې لـــور د چــــــــــــا ده  خدایه
پـــه لاره ځي کلـه ودریږي نجــــــــلۍ
ورتــــه خبره مې د مینې وکــــــــــــــــړه
ځکــــــه له ځـــان سره خندیږي نجلۍ
چې مخامخ شوه وارخطا غوندې وه
په دې پوهیږم رضــــا کیږي نجـــــلۍ
دکـور کوڅـــــــــه مې اجاره اخیستې
بلۍ تـــــه کلــــــــــــه به پاڅیږي نجلۍ
دکلي منځ کې به په جـــــار نارې کړم
د وفـــــــا زړه تـــــه نږدې کیږي نجلۍ
وزیراکبرخان مینه – کابل
25.07.2010

 


shir wali   

zrha di bekhe band di


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي