كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 6
د پرون ورځې ليدونكي 34
ټول ليدونكي 11057
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: ‌طایرځلاند / نېټه:  27.07.2010  / خپرونكئ:  بختيارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل ‌ : ‌طایرځلاند

ورښــــــــــکاره یې چې څـــــهره کړلـــــــــــــــه میراته
اینــــــــــــه دوخت په لاس کې شـــــــــــــــــــــوله ماته

نیست خو نه یې ، هــو په هست کې دې ګمان دی
ځـــــــــــان راوپیژنه څـــــــــــــــه یې کایناتــــــــــــــــه ؟

دهجـــــــــــران دتجـــــــــربې له پاره ګرانـــــــــــــــــــــه
یو څـــــــــــــــه وخت  زړه صبروو له مــــــــــــــــلاقاته

دهرچــــــــــــــــــا سترګو  کې زخم ټوکیــــــــــــــــدلی
پرهرونه دزړه وښایمـــــــــــــــــــــــــــه چـــــــــــــــــــــاته

یو ګلاب داضطـــــــراب  له زړه چــــــــــــــــــــاودونه
چې خوشبــــــــــو  شوه ، ځان یې وسپاره هـــــــواته


samoon salarzai   

wah zaland sahib wah somra khkulai aw ph zra pori..Qalam, mo tall Tand aw Hasand wossa...


الوند   

دهجـــــــــــران دتجـــــــــربې له پاره ګرانـــــــــــــــــــــه يو څـــــــــــــــه وخت زړه صبروو له مــــــــــــــــلاقاته سلامونه مې ومنی.د رومال پاڼې څخه ډېره مننه چې د ځلاند صيب داسې ځلانده غزل باندې يې د موږ زړونه رنګين کړل. ځلاند صیب الله مو تل موفق راته لره


شیر رحمان بیتاب   

طایرځلاند صیب ډیر ښکلی غزل دی ډیر خوند مو ترې واخیستلو


فدا منصور   

ځلاند صیب مبارک شه ډیر ښکلی غزل مو لیکلی دی داسې کله کله پیرزوینه کوۍ چې نوی غزل لیکۍ نو هغه ملګرو ته رسوه مونږ هروخت ستا دنوی شعر په تمه یو لکه چې بیا درباندې دپیښور شمال لیږیدلی چې داسې تازه تازه غزلې لیکې بس تکړه شه همدا دې وخت دی


ډیوه   

ځلاند صیب سلامونه.ډېر خوندور غزل مو لیکلی.اند مو ځلانده ،قلم مو تاند او رنګین اوسه


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي