كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 34
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11123
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: ارواښادګل پاچـــــــــــاالفت / نېټه:  28.07.2010  / خپرونكئ:  بختیارځدراڼ  /     چاپي بڼه
دآزادۍ وږمه : ګل پاچـــــــــــاالفت

پسرلی ‌ؤ تــــــــــازګي وه غـــــــــــوړیدلي ؤ ګلــــــــونه
دګلانــــــو مــــوج کې پټ ؤدوطن غرونــــه رغــــــونه
صــــحراډکه وه لـــه ګلـــــــوهر طرف ته لالـــــــه زار ؤ
ټــــــول وطن ګلـــــــوګلزارؤهره خــــــــواؤ ګلشنـــــونه
لمر لا نــــــه ؤ راختـــلی شین ســــحر تازه هـــــــــوا وه
جــــونه سیل ته وې وتلی پـــه اوربل ایښي ګلـــــــونه
دبهــــــــار په ننـــــــداره وم نه غمــــــونه نه ســــــوداوه
پــه آزاده هــــــوابانـــــدې تازه کیږي مـــړاوې زړونـه
دهېچاپه قید کې نه وم څومره ښه ښکلي صحرا وه
پخپـــــــل سر هرطرف تلمـــــه نه وحـــــکم نــه امرونه
بیخـــــــــودي کې تلمــــــه تلمــــه ناخبره لاړم باغ تــــه
ښه ګلزار ښایستــه ګلشن ؤخو هرلـورته دیوالـــونه
نـــــــــظربنـــــــدؤ مخـــــه بنــــده لرې لرې کتــــل نـــه و
فراخي دزړونــــــو نه وې چې ایســــــارشي نــــظرونه
دبیـدیا خــلق په باغ کې خوشحـالي نه شي موندلی
خــــــوښوي دصـــحراخـــلق دوچتــــــوغروسرونــــــــه
یــو زه نه وم غـــوټۍ هم وه په هغــه ځای کې دلګیره
بلبـــــلان ؤ کــــه توتیـــــــان ووکول ټولـــــو فریادونه
چې ناڅــــاپه له صــــحرانه دبهـــــار وږمـه پیدا شوه
ونـو بوټـــو ورتـه ټیټ کړه په تعظیم بـــاندې سرونــه
زړه تنګي له باغـــــه لاړه غوټۍ ټولې په خندا شوې
ازاد و صحبتـــــونه لري څـــــــه ښــــــــه تـاثیرونـــــــــه
چې لــه باغــه وتی نه شي په قفس کې وي کـه نه وي
ګلستان ورته زنــــدان دی شته زنـدان کې هم ګلونه


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي