كور پاڼه       
د نن ورځې ليدونكي 34
د پرون ورځې ليدونكي 38
ټول ليدونكي 11123
د ورځې منځپانگه 59
 ليكوال: وصال نوري / نېټه:  29.07.2010  / خپرونكئ:  بختيارځدراڼ  /     چاپي بڼه
غزل : وصال نوري

راغلې
راغلې د بهـــــــاراود ښـــــــــــکلا پـــــه څیر
مه راځینې درومــــــــــه بې وفـــــــــا په څیر
 
تا چي راسره وکړلې وعـــــدې دژونـــــــــد
غواړي اوس رقیب چې شو پخوا په څیر 
 
مینـــــــــه مې لـــــــومړۍ ده طاقت نه لري
خیر غواړم دمینې، د ګـــــــــــــــــــدا په څیر
 
لاړچې شي بهارهرڅــــــــــــه پیکه ښکاري 
بې لتا مې زړه شي د بیـــــــــــــــــدیا په څیر 
 
خیردی چي دنیا مـــــــــــــونږ ته هر څه وایي
زه دې یم مجنـــــــــــــــون،شه دلیلا په څیر
 
مینه کې چل ول راته ګناه ښــــــــــــــــکاري
درکړمه مثـــــــــال درته د چــــــــــــــا په څیر
 
خیر غــــــــــواړه وصالــــــــــــــــــه دالله نه دې
مینــــــــــــه کړه له زړه، نه دې ریا پـــــــــه څیر
***
(وصال نوری )
کابل ، وزیر محمد اکبر خان
2010-07-
28
 


د تبصره کوونکي دپام وړ: هره تبصره باید د سالم نظر په رڼا کې وشي،او راغوونکي وي،ستاسو تبصره درومال ويب پاڼې د لیکوالانو له کتلو څخه وروسته د خپریدو له پاره ایښودل کیږي
تبصره

كور پاڼه    |    خبره    |    زموږ سره مو اړيكې    |    ارشيف    |    اړيكي